د فرهنگ د تاریخ (افغانستان در پنج قرن اخیر) د څو ټکوتحلیل او کره کتنه (دریمه برخه)

0 2,050

ژباړن: زلمی کرزی                                                                             ۱۵/۴/ ۲۰۱۷

 

د فرهنگ د تاریخ (افغانستان در پنج قرن اخیر)

د څو ټکوتحلیل او کره کتنه

(دریمه برخه)

د ښورښي قومونو د جبري تبعید حقیقت و هندوکش شمال ته

 

(لیکوال: کاندیداکادمیسین سیستانی)

 

یادونه:

زلمی کرزی

ما د ښاغلی کاندید اکادمیسن اعظم سیستانی د فرهنگ د تا ریخ د څوټکوتحلیل اونقد ولوست په رشتیا ډیره په زړه پوری کره کتنه ده.

د فرهنگ د تاریخ منفی اړخونه یي خورا ښه روښانه کړی دی، دملی وحدت برخلاف د پام وړ ټکو ته يي ګوته  نیولی ده چي ښایی تر اوسه ډیر پښتانه لیکونکی اولوستونکي دغو مسایلو ته متوجه سوي نه وي، افغانانوته اړینه ده چي د فرهنگ په ناروا روایتونو او جعلیاتو ځان پوه کړي.  

زما په اند د افغانستان په دننه او د باندی کي، ځوانانو او راتلونکی نسل ته باید تاریخی مستند حقایق وکښل سي او د دوی افکار باید په جعلی لیکنو مغشوش نه سي.  

د سیستانی صاحب څخه مننه کوم چي د فرهنگ د کتاب پر مهمو ملی او تاریخی موضوعاتو منطقی او مستدله رڼا اچولی ده، او د ده د تاریخ ماهیت یي افغانانوته څرګند کړ. نوموړی هر وخت  د افغانستان دښمنانو او د پردیو ګوډاګیانو په مقابل کي ټینګ ولاړ دی. د لوی خدای څخه ده ته په دغه فرهنگی خدمت کي لا زیات بریالیتوب او سرلوړي غواړم. ما د ښاغلی سیستانی دغه کره کتنه چی په دری ژبه او په روانه ادبیاتو سره لیکل سوی دی، شپږبرخی په پښتو ژبه وژباړل، هیلمن یم چي ګران لوستونکي دغه په زړه پوری نقد او تحلیل ولولي او دخپلو تاریخي مالوماتو په بشپړولو کی ګټه واخلي.

محترم لیکوال ته دلوی خدای څخه روغتیا او سلامتیا غواړم.

‎ په  درنښت

زلمی کرزی 30 /3/ 2017

 

 

د ښورښي قومونو د جبري تبعید حقیقت و هندوکش شمال ته

 

داکتر روستا تره کي په قبیلوي ټولنو کي د ملت د جوړښت درد ناکه پروسي تر سر لیک لاندی خپله مقاله په دغه شعار پیلوي.

(مړ دي وي قبیلوی دوږخ! ژوندی دي وي د دموکراسي جنت! او بیا کاږي:

«له بده شامته په وروسته پاته هیوادو او قبیلوی ټولنو کي د ملت جوړښت او ملی هویت د بشریت د تور تاریخ يوه پاڼه جوړوي. آسیایی استبداد دملی هویت او ملی حکومتونو بنسټ جوړوی.

په افغانستان کي د نورو هیوادو برخلاف دملت د جوړښټ پروسه د مخلفانو د مقاومت په ټکولو سره بیله قومی او قبیلوی اکثریت او اقلیت ځانګړتیا و څخه تر سره سوي ده.

امیر عبدالرحمن خان د هغه وخت هزاره وټکول د غزنی او کلات غلجیان یی مرکزی حکومت ته ایل کړل او نورستان یي په ملی واکداری پوری وتړی. د شمال د ناقلینو ځایونه دملت د جوړښټ د پروسي یوه برخه وه، په غوڅ ډول د آسیا د تاریخ د بیلګو سره برابر والی نه لری.د دغو خبرو څخه څرګندیږی چي د ملي دولت په جوړښټ کي خښم او قهر د برلاس پوړ لخوا د بشریت د تور تاریخ پاڼه جوړوي. په افغانستان کي د امیرعبدالرحمان خان او هاشم خان په دورو اړه نه لري.».[۳۶]

اوس دلوستونکو پام د فرهنګ د تاریخ پیام ته رااړوم. له بده مرغه ده پحپل دوه جلدی کتاب (۱۱۶۷صفحو) کي مذهبي، قومي او اتنیکی دښمنیو ته یي لمن وهلی ده. فرهنګ د امیرعبدالرحمن خان تګ مزارشریف ته او د سردار اسحق خان ماتي او روسیي ته د تښتیدلو په باره کي لیکي:

« د ترکستان خلکو د اسحق خان سره علاقه درلوده، د امیر د خښم او غچ سبب وګرزید، مځکوال اړ سول د باقیاتو په ورکولو سره ، د راتلونکی کال مالیه هم د مخه ورکړی.یوشمیړ خلګ چي زیات یی ازبکان وه، مجبور سول دروسیی د پولو په ښاوخوا کي خبل کورونه پریږدي. او دخپلو کورنیو سره هغو سیمو ته کوچ وکړي چي امیر ټا کلي وي. د دوی مخکي یي نورو کوچي افغان قبایلو ته لکه: ساپی، شینوار، مؤمند،نورزی او هزاروته ورکړي. »[۳۷]

له بده مرغه، دفرهنګ په دغو جملو کي «سپکاوی»(توهین) او «فتنه» دواړه سته، سپکاوي په دی مانا چي دی وایی« ددوي مخکي یي وکوچی افغانی قبایلو لکه : ساپی،شینوار …او هزاره وته ورکړه سوی.»

بایدوویل سي، هغه قبایل چي امیر وشمالی ولایتونوته وشړل،پوونده او کوچیان خلک نه وه،امیر عبدالرحمن په ۱۳۰۴ ق د غلجیانو د ټکولو پر وخت د پکتیا، ننګرهار او غزنی والیانو ته فرمان ولیږی او په هغه کي یي د ناصری کوچیانو راتګ د افغانستان په دننه کي منع اعلان کړ، او دوی یی وګواښل که په خپل سرپه افغانستان کي پښه کښیږدي خلګ او دولت د دوی پر ضد وسلی واخلی او ددوی د راتک خنډ به وګرزي.»[۳۸]

دغه فرمان تر لسوکلنو پوری د پلی کیدو وړ وو.مګرپه ۱۸۹۳ دهزاره جات دبغاوت تر ختمیدو وروسته دغبار په قول امیرعبدالرحمن د غزنی او میدان وردک په ولایتونو کي کوچیانوته دڅړ ځایونه وټاکل،تر څود هزارو او نورو محلي کوچیانو د جنګ مخنیوي وسي.

د افغانستان دولتونه د امیرعبدارحمن خان وروسته تر اوسه په دي نه دی توانیدلی چي بی کوره کوچیانوته یو ټاکلی ځای او سیمه ورکړي. نو په دي ټوګه هغه قومونه چي امیر د هندوکښ شمال ته وشړل ټول د کابل او کنړ، سیندونو دشنو او سمسورو درو جنګیالي سرکښ اوسیدونکی وه، او هم د ترنک ،ارغنداو او هلمند دسیندونو د زرخیزو سیمو خلګ وه چي د پر له پسي پاڅونو او بغاوتونو له کبله یي امیر په تنګ کړی وو. امیر ددی لپاره چي ددغو ښورښتونو او شر څخه خپل ځان وژغوري نویي دوی ددولت پر ضد د ښورښت په ګناه، د ترکستان، لیری شاړو مځکولکه : بادغیس،شبرغان ، میمنه ،فاریاب او کندوز ته وشړل.دوی ټولو پخپلو ولایتونو کي کورونه، او د کرهڼي مځکي درلودي او په هیڅ ډول دوی کوچیان نه وه، دوی د سردار اسحق خان د پاڅون دمخه ۱۸۸۱-۱۸۸۸د امیرپرضد ښورښت کړی وو. او امیر دوی دخپل تکړه لښکر په زور وټکول، د تبعید په ګناه يی د هیواد شمال ترکستان ته وشړل او پر دولتي مځکويي ځاییان کړل.

حتی ویلای سوچي امیر دغه کار دنامتو واکمنانو او سوبمنانو لکه : ګوډ تیموراو نادر افشار دسیاست په پیروی د ښورښی قبایلو د ویری او دخپل قلمرو د ټیکاو له کبله تر سره کړ، او هم په شمالي پولوکي یي د تزاری روسیی د یرغل له امله دغه افغان جنګیالي قبایل د سپراو دیوال په موخه ځاییان کړل، نه دکوم محبت له مخي. دلته باید یوټکي زیات سي چي روسانو په ۱۸۸۴مرو، سرخس، پل خاتون او قزل تپه ونیول او یو کال وروسته يی په ۱۸۸۵ آق تپه او چمن بید د یوه لنډ خونړي جنګ وړوسته د افغانی پوځیانو څخه ونیول او د تزاری امپراتوری  په قلمرو کي یي ومښلول. وروسته روسانو د پامیر لوړي سمیي ونیولی او په وروستنیو کلنوکي يي د روښان اوشغنان د سیمو نیولو ته پلمي جوړولی. امیر عبدالرحمن خان اړ سو چي د روسانود وړاندي تګ له کبله یو قوی دیوال جورکړی او د پښتنو څو قومونه دهیواد په شمالی حساسو پولو کي میشته کړي څو د روسانود یرغل  مخنیوی وسي [۳۹] پښتنو هم د ډال[شاهین] په شان د روسانو د وړاندی تګ مخنیوی وکړ مګر هیڅکله یي د محلي خلګو مځکه او باغ نه دي غصب کړي.

د امیر دغه کارله یوه پلوه د دباندني دښمن په مقابل کي یو دفاعي سیاست وو او له بله پلوه د داخلی امنیت په برخه کي هغو قومونو چي دده د واکمني پر ضد ښورښت کړی وو دډله یزي سزا په توګه تر سره کړ. امیرلومړی وغوښتل چي د سر کښانو قومی ،قوت او زور لږ کړی او دوهم دا چي نوروته دا وښیي که بیا زما په مقابل کي بغاوت وکړی  دخپلو پلرني ځمکو او خپلوانو څخه به لیری او وشړل سي. مګر دغه سیاست هیڅکله د امیرپه قوم پالنه اړه نه لری، په دغه سیاست سره د ملت د جوړښت په پروسه کي او هم په ټولنیزاو قومی اخښنه او بخښنه کي د(نجونو راکړه ورکړه) په رشتیا یو ګتورکار شمیرل کیدی.

مګر فتنه په دی مانا چي د فرهنګ دغه جمله کولای سي د(ستم ملي) د ډلی لپاره یو لاس وند وګرزي، ترڅو ازبکان د هیواد په شمال کي د میشتو پښتنوسره قومي، نښتي او جګړي وکړي. څنګه چي د ۲۰پیړی په آخرواو د۲۱ پیړی په لومړیو کي دوه ځله د هیواد په شمال کي پښتانه قومونه د دغسي دښمنیو او جګړو سره مخامخ سوي دي.

لومړی ځل د ۲۰ پیړی په ۹۰لسیزه کي، کله چي د جهادی تنظیمونوحکومت منځ ته راغي او په شمال کي رشید دوستم را پیدا سو، د شمالی سیمو څخه د قومی تصفیي سیاست او د پښتني قومونو جبري شړل پیل سول ډیری پښتنی کورنۍ د رشید دوستم او جمعیت اسلامی بو لندویانو تر تیغ تیر کړل او حتی د غنمو درمندوته یی اور اچاوه ، څو طالبان راووتل او د دوی د شر څخه پښتانه او غیر پښتانه آرام سول.

دوهم ځل د طالبانو د حکومت تر راپر زولو وروسته د امریکایی(52 B)بمباریو په واسطه د شمال پښتانه د طالبانو د هم ژبي په ګناه د فاریاب ،بلخ ،کندوز، تخار،بدخشان، بغلان،سمنګان، بادغیس، او هرات ولایتونوکي دشمالي ټلوالو لخوا وځورول سول او ظلم پروسوو. کوروته یی اور

واچاوه ،شتمني او مالونه یي چور او تالاسول او پرښځوباندی یي جنسي تیری وکړ.

دملګرو ملتود بشری حقوقو سازمان یوه مقاله ( دافغانستان په شمال کې د پښتـنو کړول او ځورول) کښلی ده چي ښاغلی رحمت آریا ژباړه کړی ده. د دی مقالی په یوه برخه کی راغلی ده چی« د۲۰۰۱ز کال د نومبر د میاشتي له پیله څخه چي په شمالی افغانستان کي د طالبانو د واکمنی د ړنګیدو له نیټي سره سمون خوری. دشمالی افغانستان په ډيرو برخو کي پښتانه د وژنو ،وهلو، ټکولو، کړیدلو، جنسي تیریو،لوټ او  شوکوپه ګدون د کړاونو سره مخامخ سول، پښتانه ځکه وځورول سول چی له طالبانو سره هم پيونده وبلل سول، د طالبانو د مشرتابه دډلی ډیرغړی له سویلی افغانستان څخه دي.

په شمالی افغانستان کي دځورولو دپازوالني دغه ګوته دروتوکمپالو او توکم بنسټو ګوندونو او د هغو ملیشوته نیول کیږی .

ازبک واکه ملی اسلامی جنبش

تاجیک واکه اسلامی جمعیت

هزاره واکه وحدت ملی ته

د پښتنو پروړاندی نوموړو ځورونو ته په کتني اوځواب کي دبشری حقوقو دڅار ټولنی د۲۰۰۲ زکال د مارچ په میاشت کي خپل څلور تنه پلټونکي شمالی افغانستان ته ولیږل ، پلټونکي ډلی بلخ ،فاریاب،سمنګان،او بغلان کي له يوشمیړپښتون میشتو کلیو او ټولنو څخه لیدنه وکړه، همدا شان دغی ډلی د افغانستان  دلنډ مهالي دولت له استاذو ،دپلوماتیکي ټولني له استاذو او د بشری مرستو له کارکوونکو سره ولیدل.

یوه ډله پښتانه چی د دطالبانو په نوم لاسونه یی دښا لخوا ټړل سوی دی او وروسته د طالب به نوم اعدامیږی.دا ډله علاوه پرهغو دری  زره طالبانو دی، چی د دوستم لخواتر دی پخوا اعدام سوی وو.

زموږ پلـټونکې  ډلې د خپلو پلـټـنـو په لړ کې  په سیمه کې د پښتـنـي تولنو د شتمـنـیـو د لوټ او تالا او په وچ زور د هغوی د ځمکو او ځایونو د نیولو د پـیـښـو په اړه مالومات په لاسوند شوي ډول راټول کړل. د فاریاب ولایت د شور دریا په سیمه کې هم د لوټ او تالا پیښـې په وَرته ډول رامنځته شوې. سیمه ییزو کلیوالو ویل چې د نوامبر په نیماییو کې له جنبش سره همکارو وزبکو وسلوالو ( پرته له دې چې د نورو توکمونو له  وگړو څخه وسلې را ټولې کړي )  د هغوی وسلې یې په زوراټولې  او د څو راتلونکو اونیو په لړ کې یې ددوی کلي لوټ او تلا کړل ، څاروي یې ورڅخه واخیستل ، غنم او دانه باب یې ولوټـل ، د کورنو د اړتیا وړتوکي او شتمني ، غالۍ ، پیسې او سره زریې ټول را ټول کړل.

د بغلان په ولایت کې د جمعیت یو بولندوی یوه پښتانه کلیوال ته : تاسو پښتانه یاست. تاسو د دغې سیمې نه یاست. تاسو باید کابل ته ولاړ شـﺊ او سیمه موږ ته راپریږدﺉ. یو پښتون سپین روبی د وحدت د ډلې د جنگیالیو د ځورونو په اړه وایي : طالبانو جنایات وکړل خو سزا یې اوس موږ وینو. یو بل پښتون توکمه سپین روبی چې کوریې د جمعیت ځواکونو لوټ کړی وایي :زما گیله یوازې له الله څخه ده. آیا زموږ غږ اوري؟ خو کله چې له خدایه  گیله کوو همغومره سزا وینو. موږ وسه نه لرو. دلته توپکوال وسه او زور لري. د توپکوالو او بولندویانو د کړاو له لاسه ، اوبه زموږ ترخځ ته را رسیدلي دي. دوی له دغه ځایه ورک کړي ،  پریږدﺉ چې خپله بزگري وکړو.»[40]

د بی بی سي د راپورله مخي په ۲۰۰۲ کال کي ۸۰ زره پښتانه له شمال څخه چي ټوله مځکی یي له لاسه ورکړی یوازی یی خپله کورنۍ جلال آباد، هلمند او کندهار ته ورسول او دکډوالو په کمپونوکی یی واړول. او حتی تر اوسه بیرته خپلو اصلی ځایونو ته نه دی تللي، ځکه کورونه او مځکی یی د شمالی ایتلاف د بولندویانو لخوا غصب سوي دي د محلی ځواکمنو کسانو په نامه قباله سوي دي. دولت تر اوسه په دغو ولایتونو کي د قانوند پلی کولو توان نه لری.

باید وویل سي چي د افغانستان تیر دولتونه مدام د خپلو خلګو څخه هیله درلوده او لري یي څو د نظم او آرامتیا د له منځه وړلو سبب ونه ګرزی . نو په همدی ډول امیر عبدالرحمن هيڅکله د ایل سوي او عادي خلګو مځکي نه دي اخیستي، بلکي تبعیدی قومونو ته یي چي په هر ولایت کي دولتي ځمکی وی، ورکولي.یوازی په هغه حالت کی یي دمځکود خاوندانو څخه مځکه اخیستله چي د امیرپر ضد یي توره راکښلي وه.ځنیي وختونه دغسي مځکی د خالصه او یا دیوانی ځمکو په نامه پوځي کسانوته د خدمت په بدل کي ورکولي .

د ساری په ډول: د هغو خانانو مځکی چي د سردار اسحاق خان سره یو ځای د امیر پر ضد جنګ کړی وو، او د ماتي وروسته روسیی ترکستان ته وتښتیدل، واخیستل سوي او هغو منصبدارانو ته چي په دغه جنګ کي یي زړورتوب ښکاره کړی و، ور کړه سوی.

مګر د فراریانو مځکي هیڅکله غلجیانو، شینواورو، ساپیانو، مومندو،نورزو او هزاره و ښورښیانو ته نه دی ورکړه سوي. دغه قومونه د امیر د قهر او غصب لاندی وه، که یی دوي ته مځکي ورکړی هم وي ، هغه شاړي مخکي دی چي د هغو آبادول ډیرزحمت او زیارغوښت.

ښاغلی احسان الله مایار یوه ورځ راته وویل: د هاشم خان د صدارت په وخت کي کله چي دګوهرګان ویاله وکنیدله سوه، دولت د اوبولګولومځکي یو جریب په یوه غران خرڅولي،خو خلک حاضر نه وه چي دغه مځکی رانیسي ، ده زیاته کړه: د دښت ارچی مځکي بي خاونده اوشاړي وي، دولت د سویلي ولایتونو بي مځکو پښتنو ته ورکړی. او دوی دغه مځکي په زرخیزو مځکو تبدیلي کړی ، په دغه تړاو دولت په داخله وزارت کي د املاکو او اسکانو ریاست جور کړ.څو بي مځکي خلک د غنمو د تخم او تقاوی پیسو په ورکولو سره د شمالی ولایتونو مځکو ته وهڅوي، نو په دی ډول دولت پر شاړومځکو ځاییان کول.

دشلمی پیړی تر ۱۹۵۰پوری دشمال ترکتبارو خلګو د کرهڼي دچارو سره هیڅ علاقه نه در لوده،زیات یي د غالیو اوبدلو، مالداری،او د قره قل د پوست او غالیوسودا ګری سره علاقه درلوده، دشمال زیاتي مځکي د بومی خلګو د نه علاقي په دلیل بی کښته او شاړی پاته سوي او یا د ملاریا په باطلاقو او دلدلزار مځکو بدلي سوي . خلګو به ویل:« که مرګ غواړی کندوزته ولاړ سه!» ځکه د ملاریا غوماشي خلک وژل، په کندوز کي بشری قوه لږ وه څو دولت د ملاریا سره مجادله پروژه جوړه کړه. د دغه مرض په له منځه وړلوکي د روغتیا وزیرداکترعبدالرحیم خان فعاله ونډه د یادولو وړده.

په عین وخت کي کله چي د سپین زرفابریکه د شیرخان خروټی زوی سرور ناشرپه تلاښ اوهمت په کندوزکي فعاله سوه ، دکندوز او بغلان خلګو د جغندرو او پومبه کښت پیل کړل، ناقلینو پښتنو په ډیر زیار او زحمت د کندوز او بغلان شاړی مځکی په آبادو او زرخیزومځکو تبدیلی کړی. د کاله یی دوه ،دری پلا حاصل اخیست او دوی د دی لاري څخه دښه ژوند خاوندان سول، اوپخوانۍ متل تغییر وخوړچی:«که ژوند غواړي کندوز ته ولاړسه!».

له دغه وخت څخه وروسته دهیواد په شمالی سیمو کی په تیره بیا په کندوز او بغلان کي د مځکو ارزښت د ښه حاصلاتو له کبله لوړسواو پښتانه ناقلین د مځکو دپیداواروپه تولید کی تر مخه سوه. د افغانستان دملی یووالي دښمنانو د بومی خلګو په منځ کي داسی تبلیغ کاوه چي په افغانستان کي د پښتنو واکمني پر ازبکانو او تاجکانو دملی ستم سبب سوي دی، د شمال مځکی یي د دوی څخه په زوراخیستي دی او سویلي پښتنو ته یي ورکړی دی نوباید دغه قومونه بیرته دشمال څخه وجنوبی  اصلی سیمو ته ولاړ سي. له بده مرغه دفرهنگ د کتاب دپیغامو پایله په شمال کي د پښتنی قومونو تصفیه دجمعیت اسلامی د نالوستو،بولندویانو او دوستم د ملی جنبش او نورو ستمیانو لخوا  تر سره سوه، په اریايي سایت کي آتش خبری آژانس یوه بیلګه خپره کړی ده.

په افغانستان کي د چپي رژیم سیاست (تفرقه واچوه ، حکومت کوه!) :

په اشغالی ملتونو کی (تفرقه انداز و حکومت کن)د ښکیلاک ګرو د سیاستونو څخه یو ګټور سیاست شمیړل کیږی . په افغانستان کي دغه سیاست د انګریز د لومړی تیری پر وخت پلي سوی دی، له هیواد څخه د پر دي لښکر شړل او د خلګو د پاڅون په وخت کي، انګریزانو د امتیاز او پیسو په زور او د ملی مشرانو په ورکولوکی د دغه سیاست څخه کار اخیستي دی ، مګر د ملی پاڅون مشر ۲۵ کلن سردار اکبر خان د خپلوفدا کارو دوستانو په مشوره محمد شاه خان بابکرخیل غلجی او د اکا زوی سردار سلطان جان په مرسته دغه توطيه شنډه کړه ،د دی پر ځای چي نایب امین الله خان لوګری له مینځه یوسی او یا يي انګلیس ته وسپاری د مکناتن سر یي د بدن څخه جلا کړ او د انګلیس لښکر يي اړ کړچي افغانستان د جنوری په میاشت کي ۱۸۴۲ د واوروپه ورځو کي پریږدی. په پایله کي د اشغالګر ټول لښکربیله داکتر برایدن څخه د کابل او جلال آباد د لاری په منځ کی له منځه لاړ.

د کابل د قومی مشرانو مخالفتونه او ستونزی د شاه شجاع د ملا تړ او یا د هغه سره مخالفت له کبله د هیواد څخه د دښمن د لښکر په وتلو سره حل سوي . او د ملی نفاق کمبله کابل ته د امیر دوست محمد خان په راتګ او پاچا کیدو سره ټوله سوه، له دی څخه وروسته که مخالفت هم و پر قدرت باندی د امیر د زامنو په منځو کي وو ، نه د پښتون ،تاجک، ازبک، او هزارو قومونو تر منځ،مګرد۱۹۷۹ د روسانو د یرغل سره په افغانستان کی ببرک کارمل واک ته ورسید(۲۸ دسمبر۱۹۷۹ مرغومی ۱۳۵۸)د سرحداتو وزارت د قومونو او قبایلو په وزارت  تبدیلیدل ، د ملیتونو وروڼو په نامه د ۹ معینتونو تشکیل ، د خپلو ځانو د دفاع تر نوم لاندی د وسله والو قومي ملیشو جوړول ، د افغانستان په ملی وحدت کي یي داسی اور بل کړ چي تر نن ورځی پوری دغه اور نه دی مړ سوی ، جزوی مخالفتونه په قومی او اتنیکي دښمنیو تبدیل سوی دی  د دغه اور د مړ کولو لپاره اسلامی ، ورور ګلوی د ملا او مولوی د تبلیغاتو زور هم نه رسیږی.

داکتر حسن شرق، یوازنی شخصیت دی چی د شاهی رژیم د وخت څخه بیا تر جمهوریت او د خلګو دموکراتیک ګوند چپی رژیم پوری په سیاست کي وو.دسیاسی مسایلو په زړه او متن کي يي پخپله حضور درلود ، هغه څه چي ده د هیواد د ټولنیزو او سیاسی پیښوپه باره کی کښلی دي، ځانګړی اهمیت لری.

هغه پخپل مشهور کتاب (تأسیس وتخریب اولین جمهوری افغانستان )کي د «ایجاد تفرقه قومی و ترویج ستم ملی» تر سر لیک لاندی کاږی:

«څو وطنی کمونیستان د مارکسیزم دخپرولو لپاره ،او د افغانستان پاتی کیدل د کمونیسټی هیوادو په ډله کی، او د افغان جنګیالانو ماتی ،او د هیواد ورانول او د شوروی نظام د ټینګښت په هدف د قومی تفرقی په اچولو سره ژمنه کړی وه …دوی د قومونو او قبایلو دوزارت په نامه تشکیلات درلودل، د ملیتونو د چارو وزارت او ورسته د شمالی ولایتونو لپاره د حکومت بیل تشکیل، د هزاره ملیت مرکزی شورا ، د کوچیانو، ملیت مرکزی شورا او د نورستان خود مختاری او نور . د مخصوصی بودجي په نامه په میلیاردونو پیسو په لګښت بیله حساب څخه خپل فعالیتونه منظم او ترتیب کړی وه. څو پښتانه، تاجکان ، ازبکان او هزاره پخپلو منځو کي واچوی او په عین وخت کي یي شیعه او سني په جنګ اچول ، پخپله د تاجک، پښتون ، هزاره او ازبک د رهبری هيت څو کسان دوی پخپلو منځو کي اچول څو دغه اور بل وساتی او د خلګو د یووالی په لیکو کي درز پیدا کړی، او د دغه کرغیړن  هدف د رسیدو لپاره د ډیرو پیسو لګښت او ابن الوقت انسانانو ته اړتیا درلوده، نو د سرحداتو د وزارت پر ځای يي د قومونو او قبایلو د وزارت بنسټ کښیښود. او یو ملګری يي د هغه لپاره ټاکه… په هغو کی ۹ کسان د ۹ ملیتونو په نامه معین یا د وزیر په رتبه ګمارل کیدل، د پښتنو معینیت د تاجکانومعینت ،د هزارو معینت د ازبکانومعینت ، د بلوڅانو معینت، د نورستانیانو معینیت ،د پشه یانو معینیت، دهندوانو او سیکانو معینیت .

د قومی مخالفتونو دخپرښت لپاره یی په دغو تشکیلاتو بسنه ونه کړه د ملیتونو وزارت (ستمیان) جوړ کړ. چي د بی اتفاقي او تفرقي اور داسی بل کړی څو د افغانستان خلګ د شوروی پو ځیانو  د یرغل وخت او د ملګرو اجنبی پرستی هیره کړی ،هر قوم او قبیلي ته يي بیلا بیل سر ښوراوه ،يو ته يي تاج اوبل ته يي تخت ،یوي ډلي ته يي خپلواکی او بلي ته يي خود مختاری وربخښله ،په همدی مقصد د خادیانو په لار ښوونه هر یوه ته قومی کنډکونه او غنډونه جوړکړل  ټول يي په وسله سنبال او پیسو کي ډوب کړل.

روسانو د قومی قوتونو د تمویل او تسلیح لپاره په ډیر سخاوت د جیب سر خلاص او د جوال سر ور ښکاره کاوه او ویل به يي: «ملیتونه د قبایلو او قومونو تکاملی شکل دی، پښتانه تر اوسه بدوی او قبیلوی ژوند لری ، نو پښتانه يي د وروسته پاتی خلګو په توګه د افغانستان د ملیتونو د لیکي څخه بیل کړل .» د ملیتونو سازماندهی اداره او نوی وزارت یي د ګوند دسیاسی دفتر ملګرو ته ور کړ.[41]

شرق زیاتوی : «د ملیتونو وزارت د هزارو، تاجکانو،ازبکانو،نورستانیانو، بلوڅانو، سیکانو او هندوانوپه منځو کي ویشل سوی وو، او موخه یی دا و چي د پښتنو په مقابل کي یوه جبهه جوړه کړی او په دغه باره کي یو کتاب د افغان او شوروی د دوستي د ثمری په نامه د ح،د،خ دسیاسی دفتر د

غړی لخوا کښل سوی وو، وویشل سو او بیایی نوی چاپ کړ.

پاته دی نه وی ، د دوستی د ثمری دکتاب پایله د ستمیانو یو ځای کول وو، د ملیتونو وزارت  د ستمیانو تر اداری لاندی د قبایلو د وزارت د پراخو تشکیلاتو تأسیس کول وو. پښتانه د دغه وزارت په حساب کي نه منل کیدل نو د ملیتونو د وزارت مشر تابه او د قومونو او قبایلو وزارت د لارښوونی سره سم دواړو یو پر بل په ظاهره ناوړه تبلیغات کول .یو، هغه بل رداوه، د پښتون او غیر پښتون په نامه د ښکاره مخالفت زمزمه په دواړو ډلو کي دبازار په هر ګوټ کي اوریدل کیده.مګر دوی دشپي لخوا شراب چښل او دخلګو د بد مرغي لپاره یی فتني او توطیي جوړولي.

د ملیتونو او د قومونو او د قبایلو د وزارت د مالیی پیاوړتیا او د شوروی د کمک له کبله د دغه بی اتفاقی لپاره په کابینه کي د شوروی د بلا عوض کومکونو وزارت جوړ سو. کلني کومکونه دری سوه میلیونه دالرو ته رسیدل ، د دغو پیسو د ویشلو صلاحیت جمهور رئیس، د وزیرانو د شورا رئیس او شوروی سفیر درلود. باید په خلاص لاس په هر کار او هر ځای کي چي وی وویشل سي.

د ملیتونو بیلوالی د جغرافیایی موقعیت ،توکم (نژاد) او ژبي له مخي نه وو، بلکي د حاکمه هیت  لخوا ټاکل کیدی ، د ساری په ډول : هغه پشه يي خلګ چي په پښتو خبری کوی د هویت په پاڼه کي مجبور وه چي پشه یی ملیت وکاږی، نه پښتون ،مګر د پښتنو زیات شمیر چي دری ژبه یی زده کړی وه او پښتو ژبه یي هیره کړی وه،باید تاجک ملیت وکاږی، خو بر خلاف د ازبک او ترکمن خلګو لپاره دری ژبه حتمی وه.چي ازبک او ترکمن ملیت ومني، نه د ژبي او  تاجک ملیت په اساس.»[42]

 

لنډه دا چي هر ډول چي روسانو لارښوونه ورکوله ، شوروی ګوډاګیانو د خپل حاکمیت د پایښت لپاره هم هغه تر سره کول، او دا ارزښت يي نه درلود چي د افغانستان مظلوم خلګ په قومی او ژبني اور کی وسوځي او هیواد په داخلی جګړوکي اخته سي .

په عین وخت کي «خاد» د خپل ځان د دفاع ډلي او د راز راز قومونو څخه د انقلاب دفاع کوونکی ملیشیایی غوندونه جوړ کړل، هری ډلي ته یي پیسي او خطرناکی وسلي ورکولی.

یو د دغوقومی ډلو څخه ازبک ملیشي د جنرال دوستم تر بولني لاندی وه، په هر ځای کي يي بیرحمانه خلک وژل او د مړو څخه یی غونډۍ جوړوله ،دولت ددغی ډلی څخه د هیواد په سویل ، سویل لویدیځ او ختیځو پښتنی سیمو کي ډیره ګته اخیستله ، نوری ډلی د پښتنو ، بلوڅانو، نورستانیانو ، هزارو او تاجکانو څخه جوړي سوي وي، د دوستم وروسته ،ازبک ډله«ګلیم جمع» په نامه هره ورځ د دموکراتیک ګوند تر ږیری لاندی د کابل د ښار خلګ چوراو تالا کول او هیچا د دوی څخه د دغو نا روا کړونو پوښتنه نه کوله.

په دی ډول د افغانستان د خلګو دموکراتیک ګوند د« تفرقه بینداز وحکومت کن» په هنر کی

مهارتونه تر لاسه کول. د کتونکو په باور«پیښو اثبات کړه چي د خلګو دموکراتیک ګوند پوره

وخت ونه موند څو د «تفرقه بیندازو حکومت کن» د سیاست ګټي راټولی کړی . مګر د دغه سیاست اغیزی د ګوند له منځه وړلو وروسته د هیواد د اوسنيو پیښو د پایښت اساسی لامل سوی دی.»[43]

د خلګو دموکراتیک ګوند رژیم په تفرقه اچولو کی غوښتل چي خلګ یو د بله سره په جنګ واچوی، خو خپله په تفرقه اخته سو، په ګوند کي د ننه فراکسیون بازی د نجیب الله حکومت ته د مجاهدینو تر زیانمنو بریدونو خطر ناک وو.

په ګوند کي د فراکسیون او تفرقي یوه بیلګه د تنی کودتا (د رژیم د دفاع وزیر) په۱۹۹۰ کی وه. دښمنی او تفرقه د ګوند د واک له پیل څخه د تره کی، کارمل، امین او نجیب الله په منځو کي د

ګوند په لیکوکي درز پیدا کړی وو.

د شوروی د نظامی تاریخ  د انستتیوت دپوهانو د لیکنو کتاب (جنگ در افغانستان-۱۹۹۱ م)په لاسوند:« د ګوند په دننه کی د خلق او پرچم د ډلو مخالفتونو انقلاب ته سترزیان ورساوه. ګوند په فراکسیونی دښمنیو راڅرخیدی، دواړو ښاخو غوښتل د خپل فراکسیون لپاره ګوندی ، دولتی ،اقتصادی او پوځي ځایونوکي مقامونه تر لاسه کړی، دغه کار د دی سبب سو چي یو دفتر د بل دفترسره او د ګوند په مشرتابه او لیکوکی درز پیدا سي، او په ډیرو مقامونو کي نا لایقه او ککړ کسان وګمارل سي… په نظامی ارګانو کي لکه داخله وزارت او دولتی امنیت کي هم ږغي نه وه … د مشرانو شخصی غوښتنی د دموکراتیک سنترالیزم اصولو پر ځای خپلوی او کورنۍ اړیکي مسلطي سوی او ټول ګوند یی ونیو، په پایله کي ګوند د پرګنو د خواخوږی څخه بی برخي سو او خپله اتوریته یی د وسلي په زور ساتله چی په یوه نظامی دیکتاتوری تبدیله سوه . »[۴۴]

په ګوند کی د ننه د دغو مخالفتونو په پایښت سره د نجیب الله په وخت کي ، قومی اوژبنی تفرقه د ګوند د سیاسی دفتر په سطح ، یوه ډله محمد اسلم وطنجار، پاکتین او محمد رفیع ، بله ډله فرید احمد مزدک ، نجم الدین  کاویانی او عبدالوکیل د دغه قومی مخالفت ډیره ښه بیلګه ده، د تفرقی اچولو په دغه چلند کی جنرال دوستم د رژیم د مخالفینو سره یعنی احمد شاه مسعود سره یو ځای سو. دوستم د دغه کار دلیل د ملیتونو د حقوقو نه ورکول وبلل.د دوستم بیلیدل د نجیب الله څخه او د رژیم د مخالفانو سره یو ځای کیدل،د «تفرقه واچوه، حکومت کوه» د ګوند دسیاست ثمره وه چی د رژیم ملایي ورماته کړه.

په فاریاب کښی د مولوی قره قومندان نسل وژنه:

مولوی قره هوډ کړی و چي پښتانه له شمال څخه ورک کړي،او جنوب ته وشړي!

آتش خبری آژانس: په فاریاب ولایت کي یو تور رنگه سړی د مولوی غفور په نامه د شیرین تګاب په ولسوالی کي په کوه صیاد کي ژوند کاوه … ده باور نه درلود چي تعلیم یافته خلک دی مسلمانان وي کله چي د ښوونځیو شاګردان د مولوی منګلوته راتلل، وژل یي.

مولوی غفورډیرژرپه مولوی (قره) شهرت وموند، د خلګو د مذهبی جذباتو څخه یي ګته اخیستله دخپلی خوښی لوی لښکریی د جنګ لپاره راغونډ کړ.ملا غفور قره تکل وکړ چي ، شوردریا ،غلبله،خواجه ګرد، لنګر،مین درخت، د فاریاب پښتون میشتي سیمي پوپنا کړی او په دغه موخه یي قومی جنګونه پیل کړل.

محمد صادق دریور د مولوی قره د جنګی قوتونو د وړولو دنده درلوده، خپلی خاطري داسی بیانوی: په ۱۳۵۹ کال دوږی په میاشت کی د مولوی قره لخوا د پښتنوسره خو نړۍ جنګونه پیل سول،ما په یوه ورځ سل مړي وشمیړل او په سوونوبرمتی کسان نیول کیدل چي زیاتره به وژل کیدل. ښاغلی صادق کیسه کوي. ما یو پلا د مولوی قره څخه وپوښتل چي تاسی د روسانو سره (مقدس جنګ)پیل کړی دی او اوس دا ټول جنګونه د دغو مسلمانو خلکو (پښتنو) سره د څه لپاره دي ؟ ملا قره وویل:  دغو خلګو د کافرانو سره کومک کاوه، زما سره یي ژمنه کړی وه، بیوفایی یي وکړه  (مولوی زیاته نکړه چي  دغه ژمنه څه شي وه) اوس باید پښتانه په شمال کي ووژل سي او سویلي سیمو ته خواره واره سي په زرونوپښتانه د فاریاب په شاواخوا کي ووژل سول،او په زرونو نور دخپلو کورنیو سره د طالبانو تر پیداکیدو پوری خواره واره سول.

آدم خان په فاریاب کي دشور دکلي اوسیدونکی وایی: کله چي د قره پوځیانو د پښتنو پر سیموبرید کاوه ، دځینو څخه یي سرونه پری کول، هغو بولندویانو چي ښځي اونجوني یرغمل نیولی، جنسي تیري یي پر کاوه ، څاروی يي لوټ کول او مالونه یي له ځانوسره  وړل، کورونو او غژدیوته يی اور ور اچاوه.

آدم خان وايی : د مولوی قره جنایت کاران تر اوسه ژوندی دي او پخپلو سیمو کي د مقام خاوندان دی بيله محاکمی ژوند کوی. د مولوی قره بولندوی هر یو، امان پهلوان، ګرزیوانی رسول، پهلوان فیض آبادی، عبدالروف ،قیصاری، حق بیردی، تګابي شراب بیک او جمعه بازاری دي، چی وروسته په شمال کي هر یو نامتو بولندویان وه. د بیګناه  انسانانو کره شمیره چي د قره لښکریانو لخوا وژل سوی دي، یوی سر چینۍ هم نه دی خپاره کړی او تر اوسه هم په افغانستان کي د نسل وژنی په باره کي سمه څیړنه نه ده سوی، قومی نسل وژنه او قوم پالنه د داکتر نجیب الله تر ړنګیدوورسته ۱۳۷۱اودبرهان الدین ربانی د جمهوری ریاست په پیل سره اوج ته ورسیده، د پښتون سیاف او دهزارو د حزب وحدت د جنګونو مشهوری کیسي د خلګو په خولوکي دي.» [۴۵]

په تاسف سره د مولوی قره نسل وژنه د شوروی د یرغل په دوره کی د ملیتونو د وزارت د تبلیغاتو په پایله کي د بومی او محلی خلګو په منځو کي وه. دغه سړی د ستمیانو د خطرناکو تبلیغاتو تر تأثیرلاندی راغلی وو، پښتون وطنوال یی پخپل تبعید موده کی د ملکی مځکو په غصب او یا دولتی مځکو په غصب هیڅ ونډه نه درلوده، او هر یوه ترسلو کلنو زیات پخپلو مځکوباندی زیار او زحمت ایستلی وو، ډیر سخت یی په قهر او خښم غچ واخیست. دا هغه څه وه چي تاسي ولیدل او واوریدل.

ادامه لری

مآخذ بخش سوم:

[۳۶]- دکتور روستار تره کی، پروسۀ ملت سازی در جوامع قبیلوی، دعوت نت،2011

[۳۷]- فرهنگ، افغانستان در پنج قرنه اخیر، ج1، صص 391- 392

[۳۸]- سراج التواریخ، ص 558 ببعد،و نیز:کله منارها درافغانستان، تالیف محمدعیسی غرجستانی،چاپ 1372،قم ایران، ص79

[۳۹] – سیستانی،سیمای امیر آهنین،امیرعبدالرحمن خان در تاج التواریخ، سرحدات شمالی

[۴۰] – رجمت آریاد طالبانو د جنایاتو بیه ( دافغانستان په شمال کې د پښتـنو کړول او ځورول) در پورتال  افغان جرمن آنلاین :    HUMAN RIGHTS WATCH APRIL 2002 VOL. 14, NO. 2 (C)

[۴۱]-داکترحسن شرق، تاسیس وتخریب نخستین جمهوری افغانستان، چاپ سوم،ص 7-305

[۴۲]-داکترحسن شرق،همان اثر ، چاپ سوم،ص308

زیری:« د کشتمند د تهمتونو ضد کتاب له چاپه ووت» د ښاغلی نوزادی په قلم د څلورمی برخی په لمړی صفحه کی دا جملی د سړی توجه را جلبوی شورویانو چي کله یې د افغانستان په هکله د خپل شپاړسم جمهوریت خوبونه په اوبو کي لاهو ولیدل ، نو یې ددې هیواد د تجزیې پلان ترلاس لاندي و نیو او سلطانعلي کشتمند ته یې ددې کار د عملي کولو چاري و سپارلي . پدې اړه دا هم یاده سوه چي کشتمند څنګه دسیسه جوړه کړی وه څو د اساسي قانون د لاري د هیواد د تجزیی د پاره حقوقي بنسټونه جوړ کړي . په ننګرهار کي د روسانو پلاس د یوې غریبي کورني د ټول وژني په ناورین کي د انترناسیونالیست کشتمند شرمونکی دریز هم په تیرو برخو کي په ګوته سو. »

[۴۳]- استا اولسن ،اسلام وسیاست درافغانستان، ترجمه خلیل زمر،چاپ دنمارک،ص ٢٥٣

[۴۴]-جنگ درافغانستان، نوشته دکتورتاریخ سرهنگ پیکف ودیگران ، ترجمه عزیز آریانفر،ص٢٧٨

[۴۵]- رجوع شود به سایت آریائی، ارشیف بخش مسایل سیاسی

Leave A Reply