په جمله کې د ځینو عناصرو دوه ګونې ځانګړنې

0 1,500

-لیکوال: اربازخان ساپی

په پښتو ژبه کې د جملې ځینې عناصر په وینا یا غږیز چاپېریال کې د یوې ټاکلې دندې او چار څخه سربېره ځینې وختونه په بېلابېلو غږیزو چاپېریالونو او د وینا په ځانګړو ځاینو کې یوه بله دنده هم ترسره کوي چې دا عناصر به د جملې په منځ کې یا ضمیر وي ، یا مختاړی ، یا به ستاینوم وي او یا هم کوم بل څه ، چې په جمله کې د یوې دندې ترڅنګ دویمه دنده هم ترسره کوي.
۱ – د ځینو نومځرو دوه ګونې ځانګړنه:
نومځری څرنګه چې له نوم څخه یې پیدا دی، د نوم ځایناستی کیږي او د هغه له بیا ځلې تکرار څخه مخنیوی کوي، هغه نوم چې مخکې یې په کلام یا لیکنه کې ذکر راغلی وي. ځینې نومځري په جمله کې خپل دریځ ساتي او ځیني نور بیا یا ټاکندوی ګرځي او یا هم مختاړی .
موږ دلته اړ کیږو چې د مورفولوژي له دوو اصطلاحاتو ( مختاړی او ټاکندوی ) سره اشنايي پیدا کړو ؛ ځکه چې زموږ له موضوع سره مستقیمه اړیکه لري.
تاړي: هغه تړلي او مقید مورفیمونه دی چې له ازادو موروفیمونو سره له یوځای والي او پیوستون له کبله د هغه مانا او مفهوم څرګندېدای شي چې د دغه تاړې په یوځای کېدو سره کلمه نوی مفهوم او مانا پیدا کوي او یو نوی مشتق منځ ته راوړي . (5:45)
په دوه ډوله دي :
الف – مختاړي : هغه تاړي ته ویل کیږي چې د کلمې په سر پورې نښلي او د نورو تاړو غوندې له نوی شکل او مانا سره یو نوی مشتق رامنخته کړي ؛ لکه : نافکر، بدعمله، خواخوږي او … .
ب – وروستاړي: هغه تاړي دي چې د مربوط مورفیم یا کلمې په پای پورې نښلول کېږي او یو نوی مشتق رامنځته کوي، داسې چې شکل او مانا یې له هغه بنسټیز مورفیم یا کلمې څخه توپیر ولري ؛ لکه : ( نۍ) چې له (کور) سره یوځای شي (کورنۍ) ترې جوړه شي .
پوهنیار محبوب شاه محبوب په خپل ناچاپ اثر (پښتو ژبښود) کې د ټاکندویانو په اړه ښکلی بحث کړی چې زه یې کټ مټ را نقلوم : « ټاکوونکي یا ټاکندویان هغه خپلواک مورفیمونه دي چې له نوم څخه د مخه راځي د نوم عامه جنبه روښانه کوي او نومونه ټاکي. یا به بل عبارت ټاکندویان هغه کلمې دي چې له نوم څخه مخکې راځي او وروسته نومونه محدودوي.
پوهاند محمد صابر خویشکي په خپل کتاب پښتو غږپوهنه او ویي پوهنه کې ټاکندویان په څلورو ډلو ویشلي چې عبارت دي له:اشاره کوونکي، ملکي صفتونه، څرګندې شمېرې او نا څرګندې شمېر خو دا حتمي نه ده چې ټاکندویان دې یوازې همدا څلور ډلې ولري.
د نومیزې ډلې اکثره برخې ټاکندویان ګرځېدلی شي خو ټاکندویان یوازې په نحوي چاپیریال کې رامنځته کېدلی شي او باید خپله اړونده مرجع ورسره ذکر شي که چېرې ذکر نشي ټاکندوی نه ګرځي.
لکه په لاندې بېلګو کې:
عدد: عدد که څه هم د یوه څیز نوم مفرد او جمع بڼې څخه عبارت دی خو کله که په یوه نحوي چاپیریال کې ورسره اړونده مرجع ذکر شي ټاکندوی ګرځي.
څرګندې شمېرې:
زه تا ته لس دانې قلمونه درکوم. ،،، په کوټه کې لس سړي ناست دي. او داسې نور …
ناڅرګندې شمېرې:
ځینې خلک رانه ناراضه دي. ،،، یو شمېر کسان د وطن په زیان دي. او داسې نور …
ضمیرونه:
که څه هم ضمایر هغه مورفیمونه دي چې د نوم په ځای کارول کیږي او د نوم د تکرار مخنیوی کوي خو کله که ورسره اړونده مرجع وکارول شوه نو ټاکندوی ګرځي.
اشاروي: دغه هلک خاندي. ،،، هغه کتاب مې خوښ دی. ،،، دا جنۍ چېرته ځي؟ او داسې نور …
ملکي ضمایر:
زما خور چېرې تللې پوهنتون لولي. ،،، هغه زموږ کتابونه راوړي دي. او داسې نور …
استفهامي ضمیرونه:
کومه جنۍ خاندي؟ …، د کومې ښځې لپاره دې جامې واخیستې؟ او داسې نور …
یادونه: ښايي یو شمېر نور ضمیرونه هم ټاکندویان وګرځي خو د ټاکندوی په جوړېدنه کې د مرجع ذکر مهم دی. » (4:121)
الف – پلوي یا سمتي ضمیرونه (Directive pronoun):
پلوي ضمیرونه یواځې د وګړو لپاره راځي، د یو فعل سمت او لوری ښيي. یواځې د شخص لپاره ګردانېږي، د جنس او عدد کټګوري نه لري. د مفرد او جمع لپاره په یوه بڼه راځي. له پښتو او اورمړي پرته په نورو ژبو کې نشته. (1:13)
په پښتو کې پلوي ضمیرونه درې دي:
اشخاص
پلوي(سمتي)ضمیرونه

لومړی
را

دویم
در

درېیم
ور

دا ضمیرونه کله د مختاړي دنده ترسره کوي او کله هم د ضمیر.
دغه سمتي نومځري له ټولو فعلونو سره مختاړي کیدای شي. دا چې په ټولیز ډول درې واړه په ټولیز ډول درې واړه ولې له فعل سره مختاړی کیږي دلیل یې د اړوند کړن د چار د لوری ښه څرګندونه او د اړوند نومځرو سپما ده. (6:326)
د مختاړي په توګه:
له ځینو فعلونو سره د مختاړي په توګه یوځای کېږي او مانایې بدلوي؛ لکه:

وړل
را وړل/در وړل/ور وړل

کتل
را کتل/در کتل/ ورکتل

نیول
را نیول/ در نیول/ ور نیول

غلم
را غلم/ در غلم/ ورغلم

تلل
را تلل/ در تلل/ ورتلل

د ضمیر په توګه:
قلم یې را ولېږه. په دې جمله کې (را) پلوی یا سمتي ضمیر دی چې د متکلم لوری ښيي.
قلم یې در ولېږه. په دې جمله کې (در) پلوی یا سمتي ضمیر دی چې د مخاطب لوری ښيي.
قلم یې ور ولېږه. په دې جمله کې (ور) پلوی یا سمتي ضمیر دی چې د غایب لوری ښيي.
د موضوع د ښه څرګندتیا لپاره لاندې مثالونو ته ځیر شئ.

را یې کړه.
یې کړه

در یې وړم.
یې وړم

ور مې کړ.
مې کړ

دلته د ضمیر په توګه راغلی او د شخصي ضمیرونو ځای یې نیولی ، یعنې داسې هم ویل کېږي: ماته یې راکړه/ تاته یې دروړم/ده ته مې ور کړ.
سمتي ضمیرونه د فعلونو په سرکې راځي، خو په ځینو فعلونو کې چې کمزوري شخصي ضمیرونه ورسره راغلي وي ، د سمتي ضمیر او فعل ترمنځ کمزوری ضمیر لوېږي. د مطلقیت (و) او د راتلونکي مهال(به) هم د سمتي ضمیر او کمزوري ضمیر ترمنځ راځي. (5:30)
لکه:

را دې ووړ
در مې ووړ
ور یې ووړ

را ویې بښه
در ومې باښه
ور ویې باښه

رایې کړه
در مې کړ
ور به یې کړم

را ویې سپاره
در ومې سپاره
در وبه یې سپارم

را یې وست
درمې وست
وریې وست

ب – استفهامي نومځري:
په اصل کې له دویم شخص څخه د یوې پوښتنې په وخت کې د څیزونو او وګړو لپاره راځي چې د شخص ،زمان،څرنګوالي او څومره والي له مخې اوړون مومی، لاندې ډولونه لري او ځینې یې د حالت له مخې اوړون مومي.
څوک(چا):
د شخص یا اشخاصو لپاره استعمالېږي، د حالت له مخې ګردانېږي، اصلي بڼه یې (څوک) او اوښتې بڼه یې(چا) ده ، دنارینه،ښځينه،جمع او مفرد لپاره په یوه بڼه راځي.
اصلي حالت(څوک):
الف:له لازمي فعل سره د فاعل په توګه په ټولو زمانو کې؛ لکه : څوک راغی؟(اوسمهال) څوک راځي؟(راتلونکی مهال) څوک راغلې وه؟(تېرمهال)
ب:له متعدي فعل سره د فاعل په توګه یوازې په اوسمهال کې؛لکه: څوک درس لولي؟(اسمهال) څوک ډوډۍ خوري؟(اوسمهال)
ج:د مستقیم مفعول په توګه یوازې په اوسمهال کې؛لکه: څوک درس لولي؟(اوسمهال) څوک ډوډۍ خوري؟ (اوسمهال)
غیر اصلي حالت(چا):
الف:په متعدي ماضي کې د فاعل په توګه؛لکه: چا خط ولیکه؟ چا خپل درس ولوست؟
ب: د غیر مستقیم مفعول په توګه په ټولو زمانو کې ؛ لکه : چا په ملالۍ کالي ومنځل؟(تېرمهال) چا په زلمي کیسه ولوسته؟(تېرمهال) اڅک چاته کیسه وکړه؟
کوم(کومه او کومې):
د شخص یا اشخاصو او شیانو لپاره راځي،دغه ضمیر له حالت څخه سربېره د جنس له پلوه هم ګردانېږي. اصلي حالت یې (کوم)، مفرده اوښتې بڼه یې (کومه) دی، مفرد او جمع حالتونه یې یو ډول دي ، د جمع اوښتې بڼه یې(کومو) ده.؛لکه: کوم سړی راغی؟ (مفرده اصلي بڼه«مذکر») کومه ښځه راغله؟(مفرده اوښتې بڼه«مونث») کوم کسان راغلل؟(جمع بڼه) کومو کسان ووهلې؟(جمع اوښتې بڼه)
د (کومه) مفرده او اوښتې بڼه(کومې) ده؛لکه: کومه ښځه راغله؟ کومې ښځې کار وکړ؟
چېرې:
دغه ضمیر ځای پوښتي او ګردانېږي؛ لکه : چېرې ځې؟ چېرې کار کوې؟
کله:
زمان پوښتي لکه: کله راغلې؟ کله به راشې؟ کله دې درس ولوست؟ کله درس لولې؟
څومره:
چې زیاتره د اشیاوو او اشخاصو شمېر او د جنس د څرنګوالي او کیفیت مقدار او درجه ښيي؛ لکه : څومره انجونې راغلې؟ څومره غنم دې واخیستل؟
د مبهم ضمیر په توګه : که چېرته پورته نومځري د وګړو ، شیانو د پېژندنې ، څرنګوالي ، څومره والي او د علت د پوښتنې له پاره ونه کارول شي نو مبهم نومځري ګڼل کیږي ؛ لکه :
څوک نشته، څو د مړي په غم کې دی او څوک د مړۍ، څوک ځي او څوک راځي.
کوم: دلته کوم کار نشته ، کوم غل نیول شوی دی، کوم سړی را روان دی ، کومه ښځه ژاړي او نور.
څه: څه دا دي او څه نور، چې نه کار هلته څه کار ، څه یې وخوړل او څه یې پرېښودل.
ج – اشاري نومځري:
هغه ضمیرونه دي چې اشخاصو او شیانو ته اشاره کوي او د هغو د نومونو پرځای راځي. په پښتو ژبه کې اشاري ضمیرونه له شخص، عدد او حالت پرته د درېیم وګړي لپاره د واټن(فاصله) او جنس له مخې ګردانېږي.
دا نومځري که د نوم پرځای راشي ضمیر او که له نوم څخه مخکې راشي ټاکندوی دي ؛ لکه :
هغه راغی . (نومځری) د نوم پرځای راغلی او له تکرار څخه یې مخنیوی کوي.
هغه تل ناروغه وي.
هغې ډوډۍ پخه کړه.
هغه هلک راغی. (ټاکندوی) له نوم څخه مخکې راغلی او هغه نوم یې ټاکلی دی.
دغه هلک لیک لیکي.
هغه نجلۍ زما ورېره ده.

اشاروي ضمیرونه

(یوازې
درېیم
شخص)
واټن(فاصله)
اصلي حالت
غیر اصلي حالت
اصلي حالت
غیر اصلي حالت

لنډ
نارینه
دغه/a/
دغه/∂/
دغه/a/
دغو

ښځینه
دغه/a/
دغې/e/
دغه/a/
دغو

لر
نارینه
هغه/a/
هغه/∂/
هغه/a/
هغو

ښځینه
هغه/a/
هغې/e/
هغه/a/
هغو

لا
لر
نارینه
هوغه/a/
هوغه/∂/
هوغه/a/
هغو

ښځینه
هوغه/a/
هوغې/e/
هوغه/a/
هغو

۲ – د ځینو ستاینومونو دوه ګوني ځانګړنه:
صفت په ځانګړې توګه څه نه نوموي بلکه د یو څيز څرنګوالی ښيي. په پښتو ژبه کې ځینې صفتونه دي که چېرته په یوه جمله کې وکارول شي په جمله کې د جملې په بیلابېلو موقیعتونو او ځانګړنې راخپلوي.
که چېرې نومونه (صفتونه) له نوم څخه مخکې راغلل او د جملې له یوې برخې (مبتدا یا خبر) څخه وي نو ستاینوم دی یانې. او که چېرې له نوم څخه وروسته راغلل نو قید یا کړول دی لکه دا لاندې بېلګې:

د ستاینوم په توګه د کړول په توګه احمد ښه هلک دی. زه هغه ښه پېژنم.
ملیار ښه ګلان لري. ده ښه ګلان وکرل.
احمد غښتلی هلک دی. هغه غښتلي کارونه کوي.

ښاغلي پوهنیار اغا شرین شهباز د خپل کتاب نومځري په شپږنويیمه پاڼه کې یو عنوان (صفتونه د نومځري په ډول ) راوړی او بېلګې یې داسې ښوولي دي: لایق شاګر زما په کار دی. هوښیار ملګري ته اړه لرم . مسابقه ده یو څو تکړه تکړه ځوانان را واستوه. (2:96)
د نوموړي په وینا ( لایق، هوښیار او تکړه) دلته نومځري دي. خو په اصل کې دا نومځري نه بلکه ټاکندویان دي ځکه چې نوم یې ټاکلی ، د نوم پرځای نه دي راغلي.
د ټاکندویانو او ستاینومونو ترمنځ توپیر:
۱ – په یو مهال په یوه عبارت کې ناپېژاند، اشاري او اضافي تاکندویان کارول کېدای نه شي، په داسې حال کې چې د ستاینومونو لپاره دغه نه رامنځته کیږي.
۲ – ډېر ټاکندویان درجه نه لري او ستاینومونه یې لري.
الف: خوشحاله، ډېر خوشحاله، خورا ډېر خوشحاله.
۳ – ټاکندویان د نومځرو په توګه کارول کېږي، خو ستاینومونه دغه خصوصیات نه لري.
یادونه: هر ستاینوم ټاکندوی کېدای شي خو هر ټاکندوي بیا ستاینوم نه شي کېدای.

ماخذونه
۱ – ساپی ، اربازخان. (۱۳۹۶ل) ، نومځری(ضمیر) . د پوهنتون سیمینار.
۲ – شهباز، اغا شرین. (۱۳۹۶). نومځری. لومړی چاپ. خپروونکی: سمون خپرندویه ټولنه.
۳ – زیار، مجاور احمد. (۲۰۰۵ ز) . پښتو پښویه . خپروندوی: دانش خپرندویه ټولنه.
۴ – محبوب ، محبوب شاه. پښتو ژپښود . ناچاپ اثر.
۵ – خوېشکی ، محمد صابر. (۱۳۹۴ ل) . پښتو غږ پوهنه او وییپوهنه( فونولوژي – مورفولوژي ) . لسم چاپ. خپروونکی: خیبر خپرندویه تولنه.
۶ – خوېشکی، محمد صابر. (۱۳۹۵ ل ) . پښتو معاصر ګرامر. لومړی چاپ . خپروونکی: جهان دانش خپرندویه ټولنه.

Leave A Reply