په سکاټلند د افغان ملي ټیم بریا او د ولسمشر غني مبارکي

320

په سکاټلند د افغان ملي ټیم بریا او د ولسمشر غني مبارکي

مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني په نړیوالو شل اوریزو کې لوبو کې د کرکټ ملي ټیم اتلانو ته مبارکي ورکړه

محمد اشرف غني په خپله فیسبوک پاڼه لیکلی چې د کرکټ ملي لوبډلې نن د یو ستر غمځپلي ملت پر شونډو موسکا راوسته او د ټولو په زړونوکې یې نوې هیلې وټوکولې.

ولسمشر په پای کې لیکلی چې افغان ملت ژوندی دی او هیڅوک یې یرغمل نشي ساتلی.

افغان ولس په هېواد کې د طالبانو د واکمنۍ وروسته لومړي ځل د خوښیو احساس وکړ او د افغانستان د کرکټ ملي ټیم بری او د افغانانو خوښیو او مبارکیانو ټولنیزي رسنۍ په سر اخیستي دي. چې د افغانانو احساسات ملي بیرغ او ملي سرود لا وپارول.

دا بریا دې ټول ولس ته مبارک وي

May be an image of text that says 'MONDAY 25 OCTOBER 2021 SHARJAH CRICKET STADIUM AFGHANISTAN V SCOTLAND 190/4 20 ov. RR:9.50 RR: COMPLETE 60 10.2 ov. RR: 5.80 Afghanistan won by 130 runs'

May be an image of 2 people, people standing and textMay be an image of 2 people, people playing sports, people standing and textMay be an image of 2 people, people playing sports and people standing

Comments are closed.