خدای بیردي

شاه ولی ارین

136

د طالبانو د لومړۍ دورې د حکومت تر مخه هم د امر بالمعروف، نهی عن المنکر شانته یوه اداره د افغانستان د بادشاه ظاهرخان په وخت کې شتون درلود، چې ماموران به یې ولایتونو، ولسوالیو اوحتا ځینو سیمو ته ورتلل او هلته به یې د دیني اساساتو کنترول او پوښتنې تر سره کولي.

دغه کار د هاشم خان د صدارت په موده کې یو څه نور هم جدې تر سره کیده.

زموږ د کلي د یو سپین ږېرې یکه جان اکا له خولې مې اوریدلی و چې:

په هغه وخت کې، کله چې ماموران یې د کندز ولایت د ترکمن میشتو په سیمه کې یوه جومات ته تللي وو، هلته یې له یوه نا لوستي ترکمن نه د پوښتنو په وخت کې دا تپوس ترې کړي و، «نام تان چیست؟»

ترکمن په ځواب کې ورته ویلی و:

خدای، مګر تر څو چې یې روستاړي بیانوه، مامور، امر ورکړی و، چې وهی یې دا کافرشو او وائې چې نوم مې خدای دي.

هو، دغه خوارکئ یې دومره وهلی و چې دا موقع یې ورکړی نه وه چې خپل نوم پوره ووائې:

هر څومره چې یې د وهلو تر لاندې بیردي، بیردي ویل، چا ورته غوږ نه نیوه، تر څو چې یو بل هوښیار کس راپیدا شو او هغه بیچاره یې له وهلو خلاص کړ او په ارامه یې ورته وویل،  چې بیا دې یو ځل خپل نوم ووایه:

هغه غږ کړ چې نوم مې خدای بیردي دی، چې بیا یې پریښود او حتا چې بښنه یې هم ترې ونه غوښته.

پورتنې مطلب ته مې ځکه اشاره وکړه، چې زموږ هیوادوال هم د هغو تیرو د امر بالمعروف، نهی عن المنکر چارواکو په شان  دېر ژر د هیواد په تیرو حکومتونو د شلاقو وارونه پیل کړي او یو یې هم بیردی ویلو ته پریښوولی نه دی، چې د دې هیواد او ولس له پاره یې څه کولای شول، مګر د سقوط وروسته یې هغه د کفن کشانو قیصه ده، چې که بیا یې پښیمانې هم ښودلی نوهیڅ ګټه یې نه درلوده.

که چیرې خپلو تیرو نظامونو ته د هیواد تیر تاریخ ته په غور سره د یو ناپییلی او پراخ تفکر له نظره څیړنه وکړو، تل دوو اساسي فکتورونه له موږ نه د زمان او شرایطو په نه نظر کې نیولو سره لاسته راغلی چانسونه او ښه شرایط له لاسه ورکړی دي او هیواد مو له سترو ګواښونه سره مخ کړي دی.

دغه دوه فکتورونه یو، د بهرنیو لاسوهنې او توطیې او دویم یې زموږ د هیوادوالو ناپوهۍ او د دوست او دښمن نه پیژندل و او دې.

په ۱۹۱۹کال، کله چې غازی امان الله خان له انګریزانو استقلال تر لاسه کړ، د انګریزانو دسیسو او د هغه وخت د نظام پر ضد تبلیغاتي کمپاین زموږ هیوادوال دومره ژر سره راوپارول، چې د هغه وخت حکومت ته مو هیڅ موقع ورنه کړه چې کتلي مو وای، چې په راتلونکی يوه موده کې څه د دې هیواد له پاره کولای شي، د خپل د بادشاه، حکومت خبرو ته مو غوږ ونه نیوه، بلکې د بهرنیو دوښمنانو، د کلکان د غله حبیب الله د سقاو د ځوی او څو هیواد پلورونکو تبلیغاتو ته مو ارزښت ورکړ، چې نتیجه یې بیا وروسته ستره تیروتنه او پښیماني وه.

ټولو ته معلومه ده چې سردار محمد داود یو ملي وطن پال شخصیت و، د هیواد او هیوادوالو سره یې لیونۍ مینه درلوده. نوموړی د شاهي نظام د خپل وخت د صدارت په موده کې هم یو شمیر سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او ټولنیز پلانونه تر لاس لاندې ونیول، خو د شاهي نظام د ځینو محدودیتونو او ستونزو له امله یې و نشو کولای عملي یې کړي.

د مرحوم داود خان د جمهوري ریاست په مقابل کې چې خورا ملي پروګرامونه یې د هیواد د پرمختګ له پاره درلودل، همدغه افغانان راپورته نه شول؟ د غله سقاو د ځوی رول دا ځل د پنجشیر بل د بهرنيو جاسوس احمد شاه مسعود، یا ربانی، سیاف، ګلبدین او څو نورو هیواد پلورونکو ونه نیوه؟ چې د جمهور رئیس داود خان د پرمختګونو په لار کې یې ستر خنډونه جوړ کړل او داود خان یې  مجبور کړ، چې هر چا ته د شک په سترګو وګوري لکه چې مجددي داسې وائې:

«او برادرا چرا راست نمی ګوین ایا ما وشما، حکمتیار در زمان مرحوم داودخان به پاکستان علیه داود مهاجرت نه کردیم و بر ضد شان سلاح از ای اس ای بدست نیاوردیم».

د پورتنیو جنایتکارانو او د هیواد بهرنیو دښمنانو شوروي، امریکا د هغه وخت د ستر زبر ځواک او نړیوال ښکیلاک په لاس زموږ په هیواد کې ستر ناورینونه رامنځته شول او د هیواد د ابادۍ او ښیرازۍ موقع مو له لاسه ورکړه.

په کال ۱۳۵۷ د ثور د نظامي پاڅون په نتیجه کې د خلق دموکراتیک ګوند تر مشرۍ هم یو نظام رامنځته شو او په لومړیو شلو میاشتو کې هیڅ ډول بهرني ځواک موجودیت نه درلو، سره له ټولو تیروتنو او اشتباهاتو، په هیواد کې امنیت ټینګ شو، فساد او رشوت له منځه ولاړ، یو شمېر اصلاحات رامنځته شول، خو همدا افغانان وو، چې د هیواد د بهرنیو دښمنانو سره یې لاس یو کړ، هیڅ موقع یې د وخت نظام  ته ورنه کړه چې د هیواد د پرمختګ له پاره کار وکړي، د شوروی د تجاوز له پاره یې زمینه برابره کړه، تر څو هغه نظام سقوط وکړي او پر څای یې د شوروي یو ګوډاګی حکومت رامنځته شي.

ټولو ته معلومه ده چې افغان ولس د شوروي یرغل په مقابل کې څومره سترې قربانۍ ورکړي، هیواد یې ازاد کړ، مګر همدا خرڅ شوی افغانان نه وو، چې د مقاومت ټول افتخارات یې تر پښو لاندې کړل او هیواد یې د یوې سترې غمیزی او حتا د تجزیې تر کچې له ګواښونو سره مخ کړ.

د مقاومت په نوم د مشرانو ظلم، زیاتي کورنیو جګړو دې ته زمینه برابره کړه چې په ۱۳۷۵ کال، طالبان په هیواد کې د ملا محمد عمر اخند تر مشرۍ لاندې اسلامي امارت اعلان کړي، هیواد له تجزیې نه وژغوري او یو شمېر نورو منفي پدیدو ته د پای ټکی کیږدې، مګر چېرې مو موقع ورکړه، بیا هم یو شمېر منفورو کړیو او معلومالحالو جاسوسانو د امریکا د یرغل له لارې طالب نظام نسکور او شل کاله یې هیواد د استعماري طاقتونو د نیابتی جګړی تود میدان وګرځاوه، ټول مادي او معنوي ارزښتونه مو له خاورو سره خاورې شول.

اوس خو ټولو ته معلومه شوه، چې طالبانو شل کاله د امریکائې استعمار او ورسره اندیوالانو پر ضد جګړې ته دوام ورکړ، دا چې سازش ورته وائې، که مقاومت، که د خدای تعالی نصرت او یا قربانۍ، خو دا دی ولیدل شول چې زبرځواک یې په ګونډو کړ، هیواد یې ازاد کړ، جګړه یې بنده کړه، فساد، چور او چپاول یې له منخه یوړ، مؤقت یا سرپرست حکومت یې جوړ کړ، په داسې یو بحراني وضعیت کې یې د هیواد حاکمیت تر لاسه کړ، چې هر څه تالا شوي، اوس خو یې ژر باید له ستونې کلک نه کړو او بیردي ویلو ته یې پریږدو، چې په راتلونکي کې څه کولای شي، یو شمېر غله، هیواد پلورونکي د ملي مقاومت نارې سورې وهی، یو شمېر د ښخو د حقونو، د نجنو د تحصیل، اما شرایط او امکانات په نظر کې نه نیول کیږي.

زما له انده دا د افغانانو له پاره یو چانس دي، د دې په عوض چې  د طالبانو په مقابل کې درېږي، باید مرستې ورسره وکړي، مشورې ورسره شریکې کړي، نړیوال وهڅوي چې له افغانانو سره انساني مرستو ته دوام ورکړي، پر طالبانو د خبرو له لارې فشار راوستل چې چې نړیوالو تعاملاتو ته او په هیواد کې ټولنیز عدالت، انساني غوښتنو او اړتیاوو ته غاړه کیږدي.

ټول افغانان باید باور ولری، چې د تیرو شل کلنو حکمتونو فساد، بې عدالتي، ظلم، وحشت، مافیائې سیستم، زورواکي او د قدرت د جزیرو له منځه وړل، ماتول بدون له همدې طالبانو نه د بل هیچا په وس کې نه وو، نو ځکه ورسره مرستې، مشورې او پلوي ترې تر هغه وخته په کار ده چې وکتل شي، چې دوي د هیواد او ولس له پاره څه کولای شي او یا بل کوم داسې الترناتیو رامنځته شي، چې له دوي نه ډېر د هیواد او ولس په ګټه وي.بیا به هغه وخت د مدني حرکتونو له لارې خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوو.

پای

Comments are closed.