د جرمني په ټاکنو کې مېرمن مېرکل وګټله

0 575

په جرمني کې د یک‌شنبې د ورځې ټاکنې واکمن محافظه کاره ګوند ګټلي دي.
دا څلورم ځل دی چې د انګلا مېرکل په مشرۍ واکمن ګوند دا ټاکنې ګټي. په دې بري سره به مېرمن مېرکل بیا هم د صدر اعظمې په توګه په خپله چوکۍ پاتې شي.
رویټرز خبري اژانس لیکي، د اووه کاندیدانو له ډلې د مېرمن مرکل ګوند ۳۳،۲ فیصده رایې وګټلې، خو د جرمني د سوسیال ګوند بیا ۲۲،۲ فیصده رایې خپلې کړي دي.
د جرمني د ټاکنو چارو مسولین وايي، په سږنیو ټاکنو کې د خلکو ونډه د ۲۰۱۳ کال په پرتله کمه وه.
په جرمني کې ۶۱،۵ میلیونه خلک د رایې ورکولو حق لري چې له دې ډلې یې د ۲۰۱۳۳ کال په ټاکنو کې ۴۱،۴ او د ۲۰۱۷ کال په ټاکنو کې ۴۱،۱ فیصده خلکو رایې وکارولې.

Leave A Reply