مشرانو جرګې پېژندپاڼه کې د”افغان” کلمه راوړل تایید کړل

0 553

مشرانو جرګې د نن ورځې (یک شنبه) په عمومي غونډه کې د نفوسو احوالو ثبت قانون شپږمې مادې تعدیل په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان د رایو په اکثریت تایید کړ.

سناتوران په پېژندپاڼه کې د “افغان” او “قوم” کلیمو لیکل د ملي‌یووالي ټینګښت له‌پاره مهم بولي او وايي، چې د دغه قانون په پلي کولو سره باید د برېښنايي تذکرو وېش لړۍ ژر تر ژره پیل شي.

د مشرانو جرګې کورني کمېسیون غړي هاشم الکوزي غونډې ته وویل، چې دا کمېسیون غواړي د “افغان” او “قوم” کلیمې پېژندپاڼه کې زیاتې او تایید شي او دا دولس د خیر له‌پاره ده.

د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار وايي، د نیکه‌مرغه له یو ممتنع کارت پرته؛ د نفوسو احوالو ثبت قانون شپږمې مادې تعدیل په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان د رایو په اتفاق تایید شو.

د ولسمشر دغه تقنیني فرمان تردې مخکې ولسي جرګې رد کړی دی، چې اوس مشرانو جرګې تایید او تمه کېږي؛ د دواړو جرګو له غړیو  یو کمېسیون جوړ او په دې اړه پرېکړه وکړي.

د نفوسو احوالو ثبت قانون په ۱۳۹۲ لمریز کال کې ولسي جرګې په ۵ څپرکیو او ۳۹ مادو کې تصویب کړی و.

Leave A Reply