نامتو ليکوال او شاعر قتيل خوږیاڼی په حق ورسید

0 525

نامتو ليکوال، ادیب او شاعر عبدالرؤف قتیل خوږیاڼي نن ماښام د ورپېښې ناورغۍ له امله د نژدې اتياوو کالو په عمر  له فاني نړۍ سترګې پټې کړې.

استاد قتيل د ننګرهار خوږياڼو ولسوالۍ په يوه علمي کورنۍ کې زېږدلی و، د کابل پوهنتون له شرعياتو پوهنځي فارغ و، د ظاهرشاهي او سردار داود خان د ولسمشرۍ پر مهال يې په ګڼو دولتي څوکيو دندې ترسره کړې وې.

ارواښاد قتيل د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور د مشر، د ننګرهار ورځپاڼې مدير په پېښور کې د ساپي پښتو څېړنو او ګڼو نورو فرهنګي مرکزونو کې په لوړپو پوسټونو دندې ترسره کړي او د شاعرۍ سربېره يې د پښتو ادب لپاره د نثر هم لسګونه کتابونه ليکلي دي.

 

Leave A Reply