هسې یوه خبره مې کوله …/ خوشال خلیل

0 565

زموږ د سوچ او فکر په جوړولو کې د پانګوالو په تيره بيا دهغو د ټکنالوژۍ لوی لاس دی. کله چې دوی زموږ سوچ راجوړ او دهغوی د خوښې تصورات راته پيدا شي، وروسته بيا خپله دهغې د ساتنې او مشروعيت له پاره ټولنيز بنسټونه جوړو، هغې ته قانوني بڼه ورکوو او له قانون، خپل کلچر او مذهب سره تړاوو ورکوو.
کله چې موږ سوچ او فکر کوو زموږ خیال داسې وي چې ګنې دا مو خپل فکر دی خو په حقیقت کې هغه د چاپيریال انعکاس دی او چاپيریال کې حاکم سوچ بیا هم د پانګوالو دی، حتا فلمونو او سریالونو کې هم د دوی لباس، خواړه او د ژوند سټایل موږ ته راښودل کېږي، پخوا بیا هم ښه و، د ټولنې په ټیټ او زیارایستونکي پوړ په ژوند به داستانونه لیکل کېدل او فلمونو کې به د هغوی د تراژید ژوند په اړه خبریدو او د خپل همنوع انسان په اړه به یې یو ډول د همکارۍ او خواخوږۍ احساس راکې روزلو خو اوس زموږ د خوښې کرکټران هغه څوک دي چې خارجي سفرونه کوي، فیشني لباس اغوندي، مشهورو خلکو سره عکسونه اخلپ او ای فون ورسره وي او دومره چالاک وي چې په ځوانۍ کې یې ډېر خلک او حکومتي بنسټونه غلط کړي وي او شتمن شوی وي.
د خوښې کتابونه مو هم هغه دي چې راته د پیسو پیدا کولو چل را ښیي او یا د بیل ګیټس او د هالیود د وتلو ستورو په ژوند لیکل شوي وی او که نور هیڅ نه وي یو څو ساعته په خیال کې د میلیونر احساس راکړي.
حتا زموږ د ویښتانو او ږیرو ستایلونه هم خپل نه دي سلمانیو کې د نامتو ستورو عکسونه راښودل کېږي چې د کوم یو په رنګ یې راته جوړ کړي. فرهنګي او مذهبي عادتونه مو هم خپل نه دي، څوک د ایراني اخوندانو، څوک د پاکستاني تبلیغیانو او څوک چې لږ ځانته هوښیار مذهبي وایي ږیرې او خولۍ سره د ذاکر نایک په څیر نکټایي اچوي او د کرکټ لوبغاړې مو د پاکستاني لوبغاړو په څیر بین المللي میدانونو کې له هرې چکې سره په سجده کېږي.
په دې منځ کې رانه ځان او خپل هویت داسې ورک دی، چې حتا خبر هم نه یوو چې کوم شی مو ورک کړی دی.

Leave A Reply