ارګ: د محمد محقق د وينا په تړاو جدي څېړنه کېږي

0 484
ارګ ویلي:”دغه څرګندونې په هیڅ وجه د افغانستان دولت د نظریاتو استازیتوب نه کوي.”

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي ایران کې د افغانستان اجراییه ریاست د دویم مرستیال محمد محقق څرګندونې د افغانستان بهرني سیاست، ملي ګټو، ثبات و امنیت اونافذه قوانینو سره په ټکر کې دي.

تېره اونۍ ښاغلي محقق ایران کې د شیعه ګانو یوه مذهبي ناسته کې د هغو جنګیالیو ستاینه کړې وه، چې په عراق او سوریې کې د داعش ډلې خلاف جګړې ته استول شوي دي.

د افغان ولسمشرۍ وياند شاه حسين مرتضوي بي بي سي ته وويل “د افغانستان د قوانينو له مخې نورو هېوادونو کې د جگړې په موخه د افغان اتباعو حضور جرم دى او ملاتړ يې هم له له افغان نافذه قوانينو سره په ټکر کې راځي.”

ښاغلي مرتوي زياته کړه، هماغسې چې افغانستان په خپله جغرافيه کې نيابتي جگړې ته اجازه نه ورکوي، په نورو هېوادونو کې هم د نيابتي جگړو خلاف دى.

د ولسمشرۍ وياند زياتوي چې له دې امله تهران کې د ښاغلي محقق له لوري شوې څرگندونې څېړل کېږي.

تېره ورځ له بي بي سي سره خبرو کې ښاغلي محقق خپلې دغه وروستۍ ناندره ییزې څرګندونې د ده شخصي نظر وباله. نوموړي ویلي و:

”د کنفرانس بحث پر تکفیریانو ورټول و، چې داعش و. دا ناسته په عراق او سوریې کې د داعش له ماتې سره هم مهاله وه. داعش په الرقه او موصل کې خپل مرکزنه بایللي وو، نو د داعش پر ماتې د خوښۍ او رضایت څرګندولو په لړ کې خبره پر دې راغله، ټولو هغو کسانو چې د دغې بشریت ضد ډلې په له منځه وړلو کې یې هڅه کړې وه، د هغوی مو ستاینه وکړه، نو په دې کې یو شمېر افغانان هم راغلل، چې هلته تللي، البته هغوی د افغانستان د سیاست له مخې هلته نه دي تللي، خو دا چې د داعش ماتې کې یې ونډه لرله، د هغوی یادونه هم وشوه. ”

ښاغلي محقق په تهران کې د خپلې وینا پر مهال هغه ایرانی جنرال د اسلام د مېړني سردار په نامه ستایلی و چې افغانان او د نورو هېوادو وګړي یې په سوریه کې جنګولو ته تنظیم کړي او استولي دي.

له دې مخکې د افغانستان اجرایيه مشر عبدالله عبدالله ویلي و، د ملي یوالي حکومت پالیسي دا نه ده چې افغانان دې د نورو هېوادونو په جګړو کې ښکېل وي.

ښاغلي عبدالله نېغ په نېغه د چا نوم وانه خیست، خو اشاره یې د خپل دویم مرستیال محمد محقق هغو څرګندونو ته وه چې تېره پنجشنبه یې په ایران کې د اسلامي بیدارۍ په کنفرانس کې وکړې.

ویل کیږي د سوریې په جګړه کې زرګونه هغه افغانان برخه لري چې په ایران کې کډوال دي.

دا لومړی ځل دی چې یو افغان چارواکی په ښکاره د سوریې جګړه کې د افغانانو ګډون تایید او ستایي.

ښاغلي محقق په ایران کې غونډې ته د وینا پر مهال په سوریه او عراق کې د افغانانو په ګډون د داعش پر وړاندې جنګېدونکي جنګیالي ستایلي وو او مننه یې ترې کړې وه.

پر ښاغلي عبدالله سربېره د افغانستان د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهیمي هم د ولسي جرګې د دوشنبې نومبر ۲۷مه عمومي ناسته کې ویلي، افغان چارواکي باید په هېواد دننه او بهر پخپلو څرګندونو کې ملي ګټو ته پام وکړي.

 

Leave A Reply