د CIA په مرسته په روسیه کې د برید مخه ونیول شوه

0 456

د امریکا او روسیې مشران وايي، د متحده ایالتونو د څارګرې ادارې CIA د مالوماتو له مخې، د روسیې امنیتي ځواکونو په سن پیترز برګ کې د یوه برید مخه نیولې ده.
کریملین او واشنګټن وايي، د روسیې جمهور ريیس ویلادیمیر پوتین خپل امریکايي سیال ډونلډ ټرمپ ته ټلېفون کړی او د دې معلوماتو د ورکولوله کبله یې مننه کړې.
مسکو وايي، د شنبې په ورځ د سن پیترز برګ په کازان کلیسا د برید پلان جوړ شوی و.
د روسیې امنیتي ادارې FSB هم یوه بیان کې لیکلي، دوی د داعش ډلې اووه کسیزه ډله چې غوښتل یې برید وکړي، نیولې ده.
سرچینه زیاتوي، له دې وسله‌والو یې ډېر باروت، وسلې او په ترهګرۍ ولاړې لیکنې هم ترلاسه کړې دي.

سرخط

Leave A Reply