د افغانستان او پاکستان سوداګري؛ له ۷،۵ میلیارډ‌ه ډالرو، ۱،۶۶ میلیارډه ډالرو ته راښکته شوې

0 433

د افغانستان او پاکستان سوداګري؛
له ۷،۵ میلیارډ‌ه ډالرو، ۱،۶۶ میلیارډه ډالرو ته راښکته شوې

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مشر وايي، د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه تر بل هر وخت ډېره را کمه شوې ده.
جنید اسماعیل وايي، په داسې حال کې چې تېر مهال دا راکړه ورکړه ۷،۵۵ میلیارډه ډالرو ته رسېده، اوس یې کچه ۱،۶ میلیارډه ډالرو ته رسېږي.
ښاغلی اسماعیل زیاتوي، د چابهار بندر د لارې د افغانستان او هند ترمنځ سوداګري به د پاکستان او افغانستان پر ټرانزیټ نور هم اغېز وکړي.
له بله بیا د پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خوني مرستیال انجينر دارو خان وايي، په داسې یو وضعیت کې افغانستان زیان نه کوي، خو ګټه او تاوان به ایران او پاکستان ته رسېږي.
د هغه په خبره، هر یو هېواد چې افغانستان ته ډېرې اسانتیاوې ورکوي، افغانان به هلته ځي.

Leave A Reply