زه ۱۳۱۷ډېر ژړولی یم/حمید هڅاند

0 650

حمید هڅاند:
۲۰۱۷۷ لکه د دښتې باد، په یوه سښ تېر شو او له ځان سره یې د عبدالغفور پېروز تانده او ګل ځواني پناه کړه. ای های چې ۲۰۱۷ ټول خوب وای او زه اوس ځینې ویښ شوی وای او سمدستې مې پېروز صاحب ته زنګ وهلی او ورته ویلي وای چې دا سبا سبا دې کور له کندهاره کابل ته راوړه. ای کاش چې زما مهاجر صاحب اوس هم ژوندی وای. اخخخ چې د ده شهادت په ملا غوټ مات کړم.

۲۰۱۷ زه ډېر ژړولی یم. له ماشومتوب وروسته مې اول ځل په زوره ژړا او سلګۍ وکړې. زما ملګری، زما ورور، زما اشنا، زما همفکر، زما خواخوږی، زما د بنډار و بحث شریک راڅخه د وحشت استازیو واخیست. د شهادت په ورځ یې زموږ سر خلاص شو چې د تروږمۍ غوښتونکي لښکر ته مو د رڼا دا څلی تنها ایله کړی و.

موږ به تر مرګه دا احساس کړوي چې ښه پوهېدلو د مرګ د کندې پر غاړه ولاړ دی، خو ولې مو لاس ور اوږد نه کړ؟ ولې مو په خټو کې سریښ پرېښود چې تر څو د خټو چالې له ځان سره کش او ډوب کړ؟ زه باور لرم چې د محشر په ورځ به ورسره مخامخ شم، پر مخ به یې موسکا وي او لومړۍ خبره به یې همدغه وي چې هڅانده! زما حالت به مو ایله زما له شهادت وروسته درک کړی وي: زه مو وږیو لیوانو ته تنها پرېښودم.

زما پېروز زما مهاجر صاحب! روح دې ښاد، یاد دې تلپاتی، خاطرې دې تازه، او مبارزه دې تل تر تله ژوندۍ اوسه.

Leave A Reply