کیم‌جونګ اون؛ ګوته مې هر مهال د اټوم پر تڼۍ اېښې وي

0 623

د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ اون وايي، د اټوم بټن یې هر مهال په کاري مېز اېښې وي او کله چې هم وغواړي فشار ور کولای شي.
کیم جونګ اون په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، تر هغه به جګړه هم و نه کړي چې کله یې د بري له‌پاره بشپړې وسلې نه وي چمتو کړي.
د نوي کال د پیل په مناسبت په خپل پیغام کې د شمالي کوریا رهبر امریکا ته په خطاب کې ویلي، د ټولې امریکا خاوره یې تر کنټرول لاندې ده او هر چېرې او هر مهال چې وغواړي په ډاډه زړه یې په نښه کولای شي.
د شمالي کوریا مشر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې تازه پرې ملګرو ملتونو نوي بندیزونه هم لګولي او امریکا هم خبرداری ورکړی، که یې خپلو اټومي فعالیتونو ته دوام ورکړ، له دې له سختو بندیزونو سره مخ شي.

Leave A Reply