تېر کال په ټوله نړۍ کې ٨١ خبريالان وژل شوي

0 569

د خبریالانو نړيوال فدراسيون وايي، په ۲۰۱۷ کال کې ټوله نړۍ کې ٨١ خبريالان وژل شوي او ٢٥٠ نور زنداني شوي .
په امريکا کې د خبریالانو د دې نړيوال فدراسيون ((IFG (International Federation of Journalists په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، یاد خبریالان او همکاران یې تر هدفي وژنو، ډله‌ييزو بريدونو، چاودنو او مستقیمو ډزو په ترڅ کې وژل شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، تر ټولو زيات خبريالان په مکسيکو کې وژل شوي، خو په افغانستان، عراق او شام کې هم د وژل شویو خبريالانو کچه لوړه ښودل شوې ده.
د سرچینو د مالوماتو له مخې، په مکسيکو کې ١٣، په افغانستان کې ١١، په عراق کې ١١١، په شام کې ١٠، په هندوستان کې ٦، په فلپين کې ٤، په پاکستان کې ٤، په نايجيريا کې ٣، په سوماليه کې ٣ او په هندوراس کې هم ٣ خبريالان وژل شوي دي.

Leave A Reply