شینواري اصلي افغانان دي، د سلم کلي غم يې خپل وي

0 656

شینواري اصلي افغانان دي، دسلم کلي غم يې خپل وي، او د خپل کلې غم یې د بل وي….
په افغانستان کې ډیر قومونه اوسږي، خو تاسي به نه وي لیدلې چي کوم قوم، د برما ، فلسطین لپاره مظاهره کړې وې..؟ مګر شینوري د قوم په کچه د برما په غم راوتلې وو، د فلسطین په غم راوتلې وو، او مارکو بازار کې یي چغې وهلې… شینواري ان د تذکري لپاره هم راوتلې وو.. بینرې او لوحي يي نیولي وې..شینواري افغانیت غواړي او شینواري اسلامیت غواړې …. دومره د اسلامي امت او اسلامیت لپاره ریښتینی قوم دی.. خو بیا هم کفار دی. مستحق د قتل دي.؟ وژل کیږي او تباه کیږی..نه یي کلو کي پریږدې، او نه یي کنډرو او کیمپونو کې..؟ نه يې مساجدو او نه هدیرو او نه جنازو او نه حجرو کې خوندې شو…؟ ان د شینوارو په هدیره کی په میرمنو هم ځانمرګی شوای… جنازو کي خو دا ۴ ماته یاد دی…
د شینوارو سره په دومره ظلم او جبروت هیچا غږ پورته نه کړ، مطلب ډلیز غږ یا غندنه، مظاهري خو لري لري خبره ده،
او شینواري د ځان په غم نه دي، کنه تر دوي لا مظلوم او زلیله څوګ دي…؟

نجم شینواری

Leave A Reply