په ننګرهار کې ۶۰ داعشیان وژل شوي

0 565

د ننګرهار ولایتي چارواکي د دې ولایت د هسکې مېنې ولسوالۍ په یو شمېر سیمو کې د ۶۰ داعش وسله‌والو د وژل کېدو او ۱۸ ټپي کېدو خبر ورکوي.
د دې ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، دا هوايي عملیات په ګورګورۍ، شینکۍ او انګوره سیمو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو له‌خوا شوي.
سرچینه زیاتوي، په دې عملیاتو کې د داعش وسله‌والو یو شمېر سپکې او درنې وسلې هم له‌منځه تللي دي.
تر اوسه داعش وسله‌والو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

Leave A Reply