افغان حکومت پر پاکستانیانو بندیز ولګاوه

0 420

افغان حکومت له ویزې او اسنادو پرته افغان خاورې ته د پاکستانیانو پر راننوتو بندیز لګولی دی.
پاکستاني رسنۍ لیکي، له تېرې ورځې راهیسې له ډېورنډ کرښې هاغاړې ولاړو هغو پاکستانیانو ته افغانستان ته د راننوتو اجازه نه ورکول کېږي چې ویزه و نه لري.
سرچینه زیاتوي، په ورځني ډول هره ورځ له زر تر یو زرو پنځه‌سوه پاکستانیان بې له دې چې ویزه ولري، افغان خاورې ته راننوتل چې اوس یې مخه نیول شوې ده.
پاکستانۍ رسنۍ لیکي، دا ستونزه اوس نوره هم زیاته شوې، ځکه په پاکستان افغان سفارت او قونسلګرۍ قبایلي مېشتو پښتنو ته ویزه نه ورکوي او دوی ازاد قبایل یادوي چې له ویزې پرته تګ راتګ کولای شي.

Leave A Reply