د افغانستان دیني عالمان؛ په هېواد کې هر ډول برید مطلق ناروا دی

0 446

د هېواد دیني عالمان وايي، په افغاستان کې هر ډول برید او غیر مشروع وسله‌وال فعالیتونه مطلق حرام دي او دیني جواز نه لري.
دیني عالمانو نن په یوه خبري غونډه کې وویل، دا بریدونه وحشت ته لار پرانیزي او دوی یې په کلکه غندي.
د هېواد د علماوو شورا مشر مولوي قیام الدین کشاف وايي، وروستي بریدونه ښيي چې د وسله‌والو جګړه د ټولو افغانانو پر ضد ده او ملت باید خپل دښمن ښه وپېژني.
د علماوو شورا مشر پر پاکستاني ملایانو هم نیوکه وکړه چې دیني فتوا یې ناقصه ورکړې او دیني احکام یې په ځان پورې محدود کړي، په داسې حال کې چې قران کریم د ټول بشریت وثیقه او یوازې د پاکستانیانو له‌پاره نه دی نازل شوی.
د علماوو شورا مشر همدا ډول د حکومت له مخالفو وسله‌والو طالبانو وغوښتل چې له دې وروسته له ورانکاریو بریدونو لاس واخلي.

Leave A Reply