د دې کاغذ ارزښت څو دی؟/سرور ستانکزی

0 390

یو ځوان په لوی کنفرانس کې ناڅاپه راولاړ شو او له خپل جیب څخه یې د سل ډالرو کاغذي روپۍ را و ایستلې، د کنفرانس پر غړو یې غږ وکړ، د دې کاغذ ارزښت څومره دی؟ د کنفرانس د ټولو غړو ځواب سل ډالره ؤ. ځوان بل ځل همغه سل ډالر تر پښو لاندې وغورځول او پښه یې پرې کیښوده، د سلو ډالرو روپۍ تر پښو لاندې خیرنې شوې، خو ځوان بیا دا سل ډالر له ځمکې راپورته کړل او پر خلکو یې غږ ؤکړ چې د دې کاغذ ارزښت څو دی؟ د کنفرانس د ټولو غړو ځواب همغه سل ؤ. ځوان له ځان سره مُسکی شو او ټولو ته یې ؤویل چې ما تاسو ته لوی درس درکړ، تاسو د کاغذ ارزښت په دواړو حالاتو کې سل ؤوایه، پداسې حال کې چې د سل ډالرو کاغذ دوهم ځل نظر لمړي ځل ته خیرن ؤ. معنیٰ کله کله انسان په ژوند کې له لوړو او ژورو سره مخ کیږي، مګر دا پدې معنیٰ نده چې انسان خپل استعداد یا ارزښت بایللې. انسان باید په هر حالت کې خپل ځان باارزښت وګڼي، د ژوند له خوښیو لذت او سختیو سره باید مبارزه وکړي.

Leave A Reply