آن پښتانه هم دا باید ومني/ عبدالغفور لیوال

0 485

زه پوهېږم، چې د افغان پر ذهنیت د غیرت غریزه څومره برلاسې ده. دلته اتل یوازې هغه ګڼل کیږي، چې له سر وځانه تېر وي، چې هر شېبه د وینې قربانۍ ته حاضر وي. خو د نوې زمانې مبارزه د تودې جګړې په ډګر کې نه ، بلکې د خلکو ترمنځ د سیاست او رهبرۍ په ډګر کې ده. دې مبارزې ته ژوندی رهبر په کار دی، نه شهید. ځکه خو د افغان حاكم ذهنیت پرخلاف او د غیرت د احساساتي ډنډورو پرعکس د ملي رهبرۍ مستعد مشران باید ژوندي پاتې شي. زه له دې خبرې سره هوکړه نه شم درلودلای، چې یو مشر دې په بېباکۍ ووايي : زه له مرګه نه ویریږم، نن وي که سبا وژل کیږم… نه ! ته باید هم رهبري وکړې او هم ژوندی پاتې شې! ته باید ولس خپل هدف او ارمان ته ورسولای شې. پرخپله او هم د ولس پر راتلونکي بېباورې مه راپنځوه. د ولس مسئولیت اومکلفیت هم دا دی، چې په خپلو ریښتینو مشرانو پسې ودریږي او د ژوندي ساتلو لپاره دې یې هڅه وکړي. د نن ورځې مبارزه د افغان د ژوندي ساتلو مبارزه ده او په لومړي کتار کې یې باید ځوانه مشري ژوندۍ وساتله شي. ستاسو دوښمن له دې څخه نه ډاریږي، چې ملت د خپل شهید رهبر پر زیارت اوښکې وبهوي، بلکې د هغه ویره له ژوندي، فعال او هره شېبه راپاڅېدونکي رهبر څخه په مراتبو زیاته ده.
په روانه مبارزه کې د غیرت له ولولو څخه یوڅه برخه پر عقلي چارچلند اوهوښیار سیاست ورزیاتول بویه !
ولسژغورنه په ځانبایلنه نه ترلاسه کیږي!
آن پښتانه هم باید دا ومني، چې ژوند مهم دی، ځکه ژوند ښکلی دی!

Leave A Reply