راځئ دا واټن په شریکه راکم او ختم کړو / سعد امار

0 198

دلته خبره د ملا او سیکولار نده، دلته خبره د دیني عالم او ساینسي عالم نده، دلته خبره د مسلمانې ټولنې ده.
دیني عالم او ساینسي عالم باید خپلو کې واټن راکم کړي او یو ځای کار وکړي. موږ به هیڅکله یو سالمه مسلمانه ټولنه ونه لرو، تر هغه وخته چې دیني عالم او ساینسي عالم یو ځای په مشترکه توګه د یو هدف لپاره کار ونه کړي. هغه مشترک هدف دا دی چې یو سالمه مسلمانه ټولنه ولرو.
دیني عالم او ساینسي عالم چې خپلو کې سره تقابل کوي او یو بل په خلاف ودریږي، دا د دواړو ډلو اشتباه او غلطې ده.
پخوا به یعني، څلور سوه کاله مخکې، پنځه سوه کاله مخکې به دیني عالم د ساینس نه خبر وو، او ساینسي عالم به د دین نه خبر وو، دواړه ډلې د یو بل په ژبه پوهیدلې. اوس واټن دومره ډیر شوی چې دیني عالم ته ساینس معما شوی او ساینسپوه ته دین.
راځئ دا واټن په شریکه راکم او بلاخره ختم کړو.

Leave A Reply