که هر څوک وایي، چې افغانان پیاوړي خلک نه دي، سم نه وایي / سرور ستانکزی

0 388

که هر څوک وایي؛ چې افغانان پیاوړي خلک نه دي، سم نه وایي.
مونږ د نړۍ تر ډېرو ملتونو پیاوړي، زړور، په وطن مئین، میلمه پاله او ریښتینی ملت یو، خو هر ملت د پیاوړتیا تر څنګ د ضعف نقطې هم لري او زمونږ ضعف دادی، چې همیش مو د تاریخ په اوږدو کې اصلي دښمن وروسته پیژندلی، ډېر ځله داسې پیښ شوي، چې دښمن تېر ایستلي یو او هغه تېر ایستل مو ډېر کلونه د وروسته پاته کېدو لامل شوی، کله چې بیرته پر پښو درېدلي یو، بیا تېر ایستل شوي یو… دا لړۍ دا ډېرې لسیزې روانه ده.
زما په فکر دا زمونږ پر ناپوهي دلالت کوي او د همدې ستونزې حل یوازې تعلیم ګڼم.
مونږ تر امریکا، روسیې او اسرائیلو ډېر زړور او غیرتمند یو، که هغوی د ټکنالوژۍ پر مټ امپراطوري جوړولی شي، نو مونږ یې له دې زړورتیا سره حتمي جوړولی شو، البته که تعلیم کې مخکې ولاړ شو.

Leave A Reply