د سولې خیمې – د کندز پیښې / محمد یار یار

0 754

د سولې خیمې- د کندوز پېښه
د روان ۱۳۹۷ کال، د حمل پر ۳- یمه، چې د لښکرګاه ښار، پر غازي ایوب خان لوبغالي طالبانو موټر-بم برید وکړ؛ ۱۴ ملکي افغانان یې شهید او ۴۲ ټپي کړل؛ نور نو چاړه تر هډوکي هم پورې وورې ووته، ځکه له یوې خوا، په کابل کنفرانس کې، د ولسمشر غني له خوا، طالبانو ته د سولې داسې یو بې قیده و شرطه پکېج وړاندې شو چې دنیا یې هېښه کړه؛ له بله اړخه، د نوي کال په خوشحالیو کې، د عامو افغانانو پر تر ټولو بې آزاره ځای (لوبغالي) په موټر- بم برید سره، بشري ناورین دغسې اوج ته رسول، نور نو حتا د ډېرو اطرافي وګړو لپاره هم د توجیه وړ نه وو؛ هغه وو چې د حمل پر ۶- مه، د هلمند په لښکرګاه ښار کې، د یوه خودجوشه (ولسي حرکت) له خوا، د سولې خیمې سر را پورته کړ؛ په دا سبا یې تر څنګ، د ښځینه وو ورته خیمه پسې را جګه شوه؛ دلته په زړه زخمي سپینږیرو و ښځو او کوشنیانو و ځوانانو په ژړاوو و زاریو د سولې غوښتنې لمنې وغوړولې؛ دوی اراده وښوده چې له لښکرګاه تر موسا کلا به، ۲۰۰ کیلو متره پلې لار وهي او طالبانو ته به د الهې حکم (والصلح خیر) پر اساس، د سولې ځولۍ هواروي خو طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره وګواښل چې د دوی پر خوا یو ګام هم ور وا نخلي که نه د هرې بدې پېښې ګیله به یې له ځانه وي.
د سولې خیمې فکر وکړ چې موږ خو په هر صورت په مرګ محکوم یو نو یې د نه خوړو اعتصاب وکړ؛ څو تنه یې سخت خراب او روغتون ته یووړل شول؛ بیا هغه وو چې اعتصابوالو د ښځو پلوونو او د علماء کرامو مخونو ته وکتل او خپل اعتصاب یې د علماوو کرامو په دې ژمنه مات کړ چې هغوی به طالبانو ته ورځي او سولې ته به یې را ماتوي.
د لښکرګاه د سولې په خیمه کې، د یوه کس منونک زوی ځکه ومړ چې دی دلته د خپلو وطنوالو د ژوند ژغورنې په خولو کې ډوب وو او د هغه علاج ته یې رسیدګې و نه شوای کړای؛ یو بل نفر د خپل واده اوله شپه د خپلې ناوې پر ځای، د سولې په خیمه کې، په دې امید تېره کړه چې نور یې په وطن کې هیڅ یوه ناوې بې خاونده نه شي.
د سولې د دې خیمو لړۍ، د هلمند د ناوې او ګرشک ولسوالیو او د شیخ متي تر جوار (زابل) پورې وغځېده او همداسې به نورو ولایاتو ته پسې پراخیږي.
د حمل پر ۱۳- مه، د بلخ خلکو د هلمند د سولې ږغ بدرګه او دوی ته یې د کلک ملاتړ ډاډ ور کړ.
د سولې لپاره دا ولسې سولییز پاڅون ملي او نړیواله توجه ور واړوله او پر اهمیت یې ډېرې تبصرې وشوې.
له بده مرغه، د سولې دا ملي و پراخېدونکي موج، د طالبانو له مسلسل منفي غبرګون سره مخ شو.
په دې منځ کې، د حمل پر ۱۳- مه، د غرمې پر ۱۲- بجې، د کندوز د دشت ارچي ولسوالۍ، په دفتاني کلي کې، د افغان هوایي ځواکو په یوه برید کې، لسګونه کسان مړه و زخمي شول؛ دقیق حساب یې نه دی څرګند؛ څوک یې ۵۰، څوک یې ۱۵۰ او ځینې یې آن ۳۰۰ ګڼي؛ هر څو چې وي خو دا یوه انساني فاجعه ده؛ د یوه انسان په وژلو هم عرش لړزیږي او دا نو بیا بېله خبره ده چې جګړه مار نه دا چې په لړزیږي نه، بلکې لا په مستیږي او د نور خونرېز تنده یې پاریږي.
یو شمېر کسان دا د دستار بندۍ مراسم ګڼي خو حکومت یې د پسرلنیو عملیاتو د پلان و تنظیم لپاره، د طالبانو مهمه جلسه بولي چې د پاکستان د کوټې شورا یو مهم هیئت ورغلی وو؛ وایې چې د وژل شوو په ډله کې ۷- تاجکستاني او ۲- پاکستاني وسلوال، همدارنګه، د طالبانو د سرې قطعې قومندان، د منتظره قطعې قومندان، مالي مسؤل او د معارف مسؤل هم شامل دي.
رسنۍ د لاندې مهمو طالبانو د وژنې یادونه کوي:
– مولوي شاهدالله؛ په دشت ارچي کې د طالبانو د نظامي کمیسیون مشر.
– مولوي بریال؛ د کوټې شورا غړی.
– مولوي حمیدالله؛ په کندوز کې د طالبانو نظامي قومندان.
– قاري عماد؛ په کندوز کې د طالبانو مهم چریکي قومندان.
– عبدالمالک مخلص؛ په بغلان کې د طالبانو قومندان.
له بده مرغه، د هر کله غوندې ملکي افغانان هم، چې اکثراً د جنګي سپر په توګه کاریږي، د پېښې قربانیان دي.
اساسي مسئله دا ده چې موږ دا څلوېښت کاله، د داسې مرګ- ژوبلو په توجیهاتو لګیا یو؛ د دې بشري ناورینو پړې د یوې یا بلې غاړې پر غاړه ور اړوو خو د انساني فاجعې کچه، نه یوازې را ټیتيږي نه، بلکې لا لوړیږي.
اوس اساسي سوال دا دی چې نو د دې مسئلې د بنسټیز حل لار کومه ده؟ زما په نظر ډېره سیده، ساده، اسانه او سپینه ده! د دې ناورین د بنیادي علاج دقیقه نسخه د لښکرګاه، ناوې، ګرشک، زابل او کابل له خیمو سره ده!
که دغه د سولې د خیمو حرمت، د هر اړخ له خوا و نه ساتل شو، هغه به د ولس په محاکمه کې په ابدي ذلت و شکست محکوم وي، ځکه دا خیمې د هیڅ جنګي اړخ په فرمان نه دي لکې شوي، بلکې دا د ولسي درد او زګېروي په انګېزه راپورته شوي؛ هغوی چې د خلکو درد نه درکوي او زګېروی یې نه اوري نو ملت د هغو پر مخ ناړې ور توکي او د ولس نفرین- ځپلي بیا هیڅکله د روغې ورځې خاوند کېدای نه شي.
زما باور دا دی، که د هلمند د ولسي حرکت حرمت ساتل شوی وای نو د کندوز د پېښې احتمال به په مراتبو کمزوری وای.
افغانان یې بیا هم ناوخته نه ګڼي.
د ولسي مسایلو د هواري لپاره، ولسي منطق هیڅکله نه سُستیږي.
د خلکو لارې هیڅکله نه بندیږي.
د وګړو ارادې لکه غرونه او حوصلې لکه دریابونه دي.
د ملت ارادې و نظریې ته مراجعه، د هر ډول بقا ضمانت تر لاسه کول دي.
د خلکو جمعي باورونه ټاکونکي دي؛ پرګنې په ډېر ډاډ سره باور څرګندوي:
– غر که هر څومره لوړ وي، پر سر لار لري.
– غوټه چې په لاس خلاصیږي، غاښ ته حاجت نشته.
– ښه اقدام چې هر وخت وشي، بیاهم وختي دی.
– تاوان چې پر هر ځای را وګرځي، ګټه ده.
– ماهی چې هر وخت ونیول شي، تازه وي.
– د چا دروازه مه وهه په نوک، بل به ستا دروازه نه وهي په سوک.
– چې ځې، ځې، ځې، ابازو له به راځې.
– پردی کټ تر نیمو شپو وي.
– خپل که دې مړ کړي، لمر ته دې نه غورځوي.
– بد ورور د بدې ورځې لپاره ښه دی.
– وروستی عقله، کاشکي ړومبی وای.
– لوخې د قام بدې غوښته، سر یې په دریاب کې وچ شو.
– جنګ د سپیو کار دی.
– په زور کلي نه کیږي.
– مه کوه په چا چې و به شي په تا.
– غر پر غره نه ورځي خو انسان پر انسان ورځي.
– د خلکو زور د خدای زور دی.
او زرګونه نورې د کاڼي کرښې.

Leave A Reply