د محمد صفر خواریکښ ادبي مزل

مرکه کوونکې: شېبه ګهیځ

800

د محمد صفر خواریکښ ادبي مزل

(مرکه)

دا مرکه د دعوت مجلې په ۲۴۳ ګڼه کې خپره شوې او د دعوت مجلې له پاره شوې وه.

چې دلته د دعوت مجلې څخه په مننې د دعوت مېډیا۲۴ (www.dawatmedia24.com) ویبپاڼې

درنو لوستونکوته هم وړاندې کیږي.

درنښت

شېبه ګهیځ

پېژندنه:

محمد صفر خواریکښ د ۱۳۲۷ل کال د لیندۍ په ۲۹مه د کونړ ولایت د منځنی اسداباد ښار په دمکلي کې د میرزا محمد جان په کاله کې نړۍ ته سترګې پرانیستي دي.

 محمد صفر خواریکښ لا د ښوونځي عمر ته نه و رسیدلی، چې په اسدآباد کې د دمکلي د جامع جومات  له امام نه یې د سیپارې پیل او له همدغه استاد څخه یې دیني زده کړې ته دوام ورکړ. پنځم ټولګی یې په اسد آباد کې پای ته ورساوه. د شپږم پیل یې د رحمان بابا په لیسه کې وکړ.

 پر ۱۳۴۷ل کال د رحمان بابا له لیسې څخه فارغ او د همدغه کال په ژمي پوهنتون ته د شاملیدو لپاره یې د کانکور ازموینه ورکړه، له نیکه مرغه بریالی شو. د ۱۳۴۸ل کال په پیل کې  د کانکور ازموینو د پایلو له اعلانیدو وروسته مالومه شوه، چې د ازموینې له امله د دولسمو ټولګیو ګڼ شمیر فارغان د هېواد په پوهنتونو او د لوړو زده کړو موسسو له زده کړو بې برخې شول. دوی د حکومت د نوي کړنلارې پر خلاف لاریونونه پیل کړ. حکومت د پر له پسې لاریونو له امله د کابل پوهنتون پر لیله زده کړیالانو خواړه، اوبه او برېښنا قطع کړه او د پوهنتونو دروازې یې وتړلې. په دې ډول د هغه وخت زده کړیالان یو کال له زده کړې بې برخې شول.

۱۳۴۹ل کال د پوهنتون د تعلیمي کال بیا پیلیدو سره د بیلا بیلو سیاسي سازمانونو د کړنلارو له هر اړخیزې مطالعې وروسته یې د افغانستان د خلک دیموکراتیک ګوند په لیکو د مبارزې ژمنه وکړه. زده کړو ته دوام او پر ۱۳۵۲ل کال د کابل پوهنتون د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي د ژورنالیزم له څانګې فارغ شو.

صفر صېب د افغانستان دیموکراتیک جمهوریت او د کوریا دیموکراتیک جمهوریت د دوستۍ ټولنې غړیتوب هم درلود. د کوریا دیموکراتیک جمهوریت، شوروي اتحاد (روسیه، ازبکستان، ګرجستان، لیتوانیا، ابخازیا، ملدوایا) چکسلواکیا، بلغاریا، مجارستان، هنګري، المان او پولند ته یې رسمي سفرونه کړي دي. بیلاروس، اوکراین، ترکمنستان، تاجکستان، المان، پاکستان، انګلستان، فرانسه، بلجیم، ترکیه، دوبۍ او عربستان سعودي ته یې غیر رسمي سفرونه هم کړي دي.

 دا مهال له بده مرغه د زیات شمېر نورو افغانانو په څېر خواریکښ صېب هم له هېواد څخه بهر په دنمارک کې د کډوالۍ ژوند تیروي. په دنمارک کې هم د یو ژمن قلموال په توګه د خپل فرهنګ د پیاوړتیا او پښتو ژبې د بډاینې لپاره کار کوي. له ۲۰۰۹ز کال راهیسې د دنمارک دولتي کتابتون سره د پښتو او دري ژبې په برخه کې یې  د سلاکار په توګه کار کړی او په دغه موده کې په دواړو ژبو د دنمارک میشتو افغانانو لپاره په  سلګونو عنوانو کتابونه له افغانستان څخه ورغوښتي دي. دنمارک میشت افغانان یې کولی شي د خپل استوګنځایونو ته نږدې کتابتونو څخه یې امانت تر لاسه کړي

خواریکښ د خپل فرهنګي ژوند په اوږدو کې د چاپي رسنیو په لړ کې د کهول، پکتیا په مجلو، د ثور انقلاب، د ثور انقلاب حقیقت او انیس ورځپاڼو کې دنده تر سره کړې ده له بیلابیلو ورځپاڼو، مجلو، اونیزو  او غږیزو رسنیو سره یې قلمي همکاري درلوده. ګڼې سرمقالې، مقالې او اثار لیکلي، ژباړلي او پنځونې یې کړي دي، هغه اوس هم په خپلو فرهنګي هڅو کې لکه پخوا فعال او هوډمن دی. لیکنې او ژباړې کوي په شعر او داستاني ادبیاتو کې پنځونې هم کوي، چې په همدې باب مو له خواریکښ صېب سره مرکه کړې او د هغه ادبي مزل د لارې له ناویلو مو خبروو.

د محمد صفر خواریکښ چاپ او ناچاپ اثار دا دي:

۱: دنمارکي ـ پښتو سمندرګی. د ۲۰۱۰ز کال چاپ

۲: د روڼاند نقش ـ ژباړه ۲۰۰۸ز کال چاپ

۳: پردیسې څړیکې ـ لومړی شعري ټولګه

۴: د هیلو کر ـ دویمه شعري ټولګه

۵: د ټولې  نړۍ متلونه د نړۍ له دوه سوه ژبو څخه له پنځه زره کلونو راهیسې ۹۰۰۰ زره متلونه او مقولې ـ له دنمارکي ژباړه.

۶: افغانستان له هورا تکبیره ـ لیکنه او څېړنه ۲۰۲۰ز کال چاپ

نا چاپ آثار:

۱: د بالښتونو لاریون لنډې کیسې او کیسه ګۍ

۲: اخ، که مینه عبادت وای ـ درېیمه شعري ټولګه

۳:سور څڅوبی ـ څلورمه شعري ټولګه

۴: ولسي کیسې او کیسه ګۍ

شېبه: تاسو ژورنالیزم لوستی نو ادبیاتو ته څنګه لېوال شوئ؟

محمد صفر خواریکښ: شېبه جانې تاسو ته به پته وي که نه، هغه مهال (۱۳۴۸ل کال)چې ما په پوهنځي کې زده کړې پیل کړې ژونالیزم د ادبیاتو او بشري علومو د پوهنځي یوه څانګه وه. د پوهنځي په لومړي ټولګي کې به د پښتو او دري ژبې ادبیات، تاریخ، جغرافیه او نور مضامین ویل کیده او په دوهم ټولګي کې به د زده کړیالانو د ازموینو په پام کې نیولو یا هم ځینې وخت د هغوی د علاقې وړ څانګو ته ورکول کیده او پاتې زده کړې به یې په بیلابیلو څانګو لکه: ژورنالیزم، تاریخ، جغرافیه، دري او پښتو ادبیات، عربي، انګریزي، فلسفه او نورو کې دوام ورکوه.

په ژورنالیزم کې په ژبو او ادبیاتو پوهېدل اړین دي؛ خو ژورنالستان دې ته اړ نه دي چې د ژبې د ادبیاتو د مسلکي کسانو سره برابر په ادبیاتو هم وپوهېږي. دا اړینه ده چې د ژبې په ټولو باریکیو وپوهېږي، که نه نو لیکنې که په هر ژانر کې وي پيکه به وي. ژورنالیست که په چاپي رسنیو کې وي نو اړینه ده، چې املا او انشا یې سمه وي. ان دا چې که په پښتو لیکنې کوي د یاګانو په ډولونو پوه او سم یې وکاروي. که په غږیزو رسنیو کې کار کوي نو اړینه ده چې کلمات سم تلفظ کړي. نه دا چې د (الف) پر ځای (هه) یا (ع) تلفظ کړي یا برعکس له بده مرغه موږ ډېر داسې لوستي کسان لرو چې دغه تیروتنې په تیره بیا ویاندویان یې کوي

شېبه: شاعري مو څنګه پیل کړه، که مو یاد وي د لومړني شعر په هلکه مو ووایئ؟

محمد صفر خواریکښ: خپل لومړنی شعر مې په یاد نه دی؛ خو دومره مې په یاد دي چې د کډوالۍ او جلا وطنۍ په مهال همدلته په دنمارک کې ۲۰۰۰ ز کال کې په کاغذ لیکلی و او تر ډېره مې په جیب کې و ؛ خو ما شعر نه باله ځکه د شعري معیارونو په تله مې لا نه و تللی. کاغذ رانه لادرک شو او ما بیا تر ۲۰۱۰ یا ۲۰۱۱ کال نور د شعر لیکلو جرات ونه کړ.

شېیه: ډیری وایي شعر الهام دی، آیا تاسو هم په همده نظر یاست؟

محمد صفر خواریکښ: هو، زما په اند هم شعر الهام او مخیل کلام دی. ډیری نور هم په همده باور دي. « شعر یو الهي ډالۍ او اسماني الهام دی؛ یو شهاب دی چې کله کله د خیال او عاطفې به اسمان کې ځلیږي او زیات دوام نه کوي. هغه څوک چې له دغه شغلې څراغ بلوي، د ژبې وجود کې روح ورکوي شاعر دی.» د الهام تر څنګ د ښه شعر لپاره شعري معیارونه او د شاعر عاطفي احساس هم اړین او خوند زیاتوونکي توکي دي؛ خو نه هر موزون کلام شعر دی او نه هر عاطفي کلام شعر وي.

شېبه: خواریکښ صېب د شعر یا هم د ښه شعر تعریف څنګه کوي؟

محمد صفر خواریکښ: که شعر د شاعر احساس لوستونکي یا اوریدونکي ته ولېږدولی شي او اغېزمن یې کړي زما په اند ښه شعر یې بللی شو. انګریز فیلسوف بیکن(۱۵۶۱ـ ۱۶۲۶ز) په دې باور و.« چې هنر د هنرمند د شعور ذوق، اند، اولاد او د هغه د روح رپوټ دی. هنرمند تل د خپل هنر په تنسته(تار و پود) کې ژوند کوي. هېڅ اثر او په ځانکړي ډول شعر هېڅکله د شاعر یا هستوونکي له وجود څخه جلا نه وي او نه شي کېدای جدا وي.»

شعر او شاعري زما لپاره د مینې لوبه ده، د شعر ویلو پر مهال سخت خوند اخلم او له ویلو وروسته یې د ارامۍ احساس کوم. د هر ښه شعر په لوستلو خوند اخلم؛ خو د خپل شعر راته د خپل ماشوم په څېر ښکاري، چې په لوستلو یې داسې احساسوم لکه خپل ماشوم چې په غېږ کې نیسم. د شعر لار د مینې لاره ده چې هېڅ پای نه لري.

شېبه: تاسو وویل «د شعر لار د مینې لاره ده» نو میین شوئ بیا مو شاعري پیل کړه، که د وطن حالاتو اغېزمن کړئ؟

محمد صفر خواریکښ: بلکل د شعر لار د مینې لاره ده، ما ته بې مینې ژوند ‌ډېر پیکه او بې مانا ښکاري. که روښانه یې ووایم د بې مینې ژوند تصور هم نه شم کولی، چې انسان دې سالم وي او مینه دې ونه لري امکان نه لري. زه خو:

د مینې درد سره هسې روږدی شومه   چې اوس بې مینې راته خوب نه راځي

نو ځکه:

زه په زغرده باندې وایم چې میین یم  لار مې مینه، کار مې مینه، په دې دین یم

مینه مې له شاعرۍ ډيره مشره ده، شاعري مې د جلا وطنۍ زېږنده بللی شم. په مینه کې مې ناکامۍ نه ده څکلې چې د زړه بړاس په شعر کې وباسم.

شېبه: په کوم فورم کې مو شاعري ډېره ده او ډیری وخت موضوعات یې څه وي؟

محمد صفر خواریکښ: که څه هم په شعر او شاعري کې مبتدي یم او ځان برلاسی نه بولم؛ خو د غزل، څلوریزې، نظم او ازاد شعرونو په فورم کې مې د شعر ویلو جرات کړی دی. په دغو فورمونو کې چاپ شوي او ناچاپ اثار لرم. د زیاتو شعرونو منځپانګه مې د هېواد د ویرژلو حالاتو انځور او د انساني او هېودانی مینې په اډانه کې  څرګند او روښانه پیغام وي. که زما شعري ټولګو ته لاسرسی نه لرئ؛ نو په مخکتاب کې په لوستلو یې په منځپانګه پوهېدئ شئ.

 شېبه: ټولنې  ته د ادبیاتو (شعر، لنډۍ کیسې او نور ادبي صنفونو) اړتیا څه ده؟

محمد صفر خواریکښ: څرنګه چې د ادبیاتو هر صنف ځانته ځانګړی خوند او رنګ لري، همدارنګه ځانګړي مینه وال هم لري. چې خپله ادبي تنده پرې ماتوي. زموږ په ټولنې کې ټولو ادبي صنفونو ته اړتیا محسوسیږي او هر یو یې خپلې ځانګړې اغېزې لري. شعر د غوره کلماتو د انتخاب او اوډنې له امله ځکه ځانګړی اغېز لري، چې  ډیری ځل داسې شوي دي؛ پوره یو کتاب مطلب په یو بیت یا څلوریزې کې بیان شوی وي او د موزون والی او آهنګ لرلو له امله هم په اوریدونکي او لوستونکي اغېز لري. په اساني تر ډیره په ذهن کې پاتې کيږي؛ خو نثر بیا دغه امتیاز او ښېګڼې نه لري.

لنډه کیسه هم زیات مینوال لري او د سکالو او پېښې د بیان لپاره ځکه اغېزمن صنف دی، چې د اوسمهال د لوستونکي د ژوند ډول د بدلون له امله تل په بیړه کې وي. د اوږدو لیکنو د لوستلو لپاره ورسره د وخت کمی وي؛ نو ځکه لنډې کیسې په مینه لولي. د لنډو کیسو د لیکوال قلمي پیاوړتیا تر رومان لیکونکي زیاته اړینه ده او باید وکولای شي چې په لنډو کیسو کې سکالو انځور کړي. ځینې داسې پېښې وي چې بیان یې تفصیل ته اړ وي او ددغه راز د حالاتو بیان په اوږدو کیسو او رومان کې شوني او اسان وي. د یوې ټولنې د ادب د ښکلا او پياوړتیا لپاره له لنډیو، شعر او شاعري نیولې تر کیسه ګیو، لنډو کیسو، رومان، ډرامو او یونلیکونو پورې ټول د ټولنې د اذهانو په روښانتیا کې پوره اغېزه لري.

شېبه: د هېواد اوسني حالاتو ته په کتو څه ډول پنځونو ته اړتیا وینئ؟

محمد صفر خواریکښ: زما له انده د هېواد حالاتو ته په کتنه په ریالیستیکي ډول د افغان ولس د غمیزې د هر ویرژلي حالات بیان او انځورول او نړېوالو ته یې رسول په هر ادبي ژانر کې اړین دی؛ نو د عامه پوهاوي لپاره ادبیات ستره اغېزه لري. د نړۍ سترو لیکوالانو عامه ذهنیتونه په هغه لور چې غوښتي یې دي سیده کړي دي.

شېبه: د اوسني یا ځوان کهول د پنځول شوي اثارو په هکله څه نظر لرئ؟

محمد صفر خواریکښ: د اوسني ځوان کهول پنځونې ما ته ښې ښکاري خو چې له سیاسي، دیني، مذهبي، ژبنۍ او جنسي تنګ نظریو ازادې وي. په پټو ستګو د سیاسي دلالانو او د دین او اېمان په سوداګرو پسې لاړ نه شي، په خپل لاس ترې داسې بتان جوړ نکړي، چې ماتول یې بیا ورته ستونزمن وي. له ځوانو قملوالو څخه زما دا غوښتنه ده، هغوی چې په نورو ژبو پوهېږي د خپلې ژبې د بډاینې لپاره علمي اثار وژباړي.

شېبه: څه ډول اثار لولئ او د چا له افکارو اغېزمن یئ؟

محمد صفر خواریکښ: لا په لومړني ښوونځي کې، ګومان کوم پنځم ټولګي کې به وم چې د (څړیکې) په نامه مې د اشرف مفتون شعري ټولګه لاسته راغله. په ډېر شوق مې ولوستله او له خپل خدای بخښلي پلار به مې د ځینو بیتونو د لغتونو د مانا پوښتنه کوله، هغه مهال مې د لنډیو له اوریدو او شعر لوستلو خوند اخیست. په پښتو ژبه کې مې لومړنۍ د لنډو کیسو ټولګه (د محلونو خوا کې) ولوست، چې د کوزي پښتونخوا د کوم لیکوال اثر و، له بده مرغه چې نوم یې را څخه هېر دی. هماغه وختونو کې مې د ارواښاد اجمل خټک(دا زه پاګل وم) او (د غیرت چغه) لوستي وو. چې اغېزمن کړی هم وم. وروسته مې کم په پښتو او ډیر په دري ژبه کې داستاني او غیر داستاني کتابونه لوستل، چې هر یو یې په خپل وخت پر ما خپل ځانګړی اغېز درلود.

د ماکیسم  ګورکی د (مور) له اثره نیولی تر د ویکتور هوګو تر (بینوایان) او د نور د لیکوالو اثار لوستي؛ خو دلته د ټولو یادونه یو څه سخته وي. د شعر لوستلو تنده مې د دواړو ژبو پښتو او دري په شعرونه ماتیږي.

د کتابونو د لوستلو اړوند به دومره ووایم، چې زه نېکمرغه یم چې په پراخه کچه کتابونو ته لاسرسی لرم. زه نږدې دوه لسیزې د دنمارک هېواد د دولتي کتابتون د بهرنیانو له برخې سره د پښتو او دري ژبو د کتابونو د انتخاب او تشریح په برخې کې سلاکار وم، چې اوس دغه برخه د شاهي کتابتون په اډانه کې فعالیت کوي. زه لا اوس هم ورسره همکاري لرم؛ نو د دندې له مخې هم نوي اخیستل شوي کتابونه ولولم او په ځانګړې الفبې(ابیڅې) ځانګړیو پاڼو (فورمونو) کې ولیکم. د یادونې وړ یې بولم چې دلته په دنمارک د ښاروالۍ له هر سیمه ییز کتابتون نه په خپلو مورنیو ژبو د کتابونو د امانت اخیستلو اسانتیاوې شته. له همدغو اسانتیاوو نه په ګټه اخیستنې سره مې په دې وروستیو کلونو کې د بهرنیو لیکوالو په اثارو کې د ایتالیوي لیکوالې اوریانا فلاچي، کولمبیایي لیکوال ګابریل ګارسیا مارکیزاو ولادیمیر ناباکوف او ځینو نورو د اثارو له لوستل خوند اخیستی او په لنډو کیسو کې مې د فرانتس کافکا کیسې خوندورې ولیدې.

شېبه: اوس چې په هېواد کې ډیری ادبي، فرهنګي اوکلتوري مرکزونه تړل شوي یا یې هم مسوولین بهر وتلي، د دې لنډ مهالې او اوږد مهالې اغیزې به په پښتو ادب څنګه وي؟

محمد صفر خواریکښ: په هېواد کې وروستیو بدلونونو له بده مرغه د ژوند پر ټولو سیاسي، اقتصادي، ټولینز او فرهنګي برخو زښت ناوړه اغېز کړی دی. دغه منفي اغېز تر ټولو زیات په فرهنګي ا ادبي برخه کې په ځرګنده محسوس دی. په میاشتو میاشتو کتاب پلورنځیو ته څوک سر نه دننه کوي، د کتاب چاپولو ماشینونه په ګردونو کې پټ دی، د موسیقي هنر له یوه مخه ناروا او حرام بلل شوی، د سندرغاړو بې عزتي شوې ده او سینما هم همدا ډول. نو ناوړه او ډېر ناوړه اغېز یې په پښتو ادب او هم د هېواد د ټولو نورو ژبو پر ادب په لنډ مهال او اوږد مهال داسې محسوس دی، چې جبرانېدل یې ناشونی او ډېر ستونزمن دی.

شېبه: پښتو ادبیات او شاعري څنګه تر بهرنیانو رسوی شو، یا هم څه باید وشي چې نړیوال پښتو ادب سره اشنا شي؟

محمد صفر خواریکښ: د پښتو ژبې شاعري او په ټوله کې ادبیات به هغه وخت بهرنیانو ته ورسیږي، چې لکه فارسي ژبې نورو ژبو ته وژباړل شي. تر کومه ځایه چې زه خبر یم دا کار په پښتو کې ډیر کم شوي چې په نشت حساب دي.

شېبه:  بهر میشتي پښتانه شاعران یا هم تاسو په دنمارک کې څنګه شاعرانه بنډارونه جوړوئ؟

محمد صفر خواریکښ: هو، کله نا کله د کرونا وبا او له دغه امله د لګیدلي بندیزونو مخکې د دنمارک میشتو افغانانو بیلابیلو  ټولنو مشاعرې او ادبي بنډارونه درلودل. چې زموږ د لیکوال ادبپالې ټولنې لخوا هم دوه پلا د ستاینغونډو کې چې (د ارواښاد علي ګل پیوند او محمد صفر خواریکښ) د ادبی کارونو د قدردانۍ په پار جوړې شوې وې، مشاعرې هم وشوې.

شېبه: صفر صېب! له تاسو او وخت ورکولو مو نړۍ مننه د اخري پوښتنې په بڼه د دعوت رسنیز مرکز فعالیتونه، مجله او ادبي هڅې یې څنګه ارزوئ او د لا ښه والي لپاره څه کول پکار دي؟

محمد صفر خواریکښ: که څه هم د دعوت رسنیز فرهنګي مرکز د ټولو فعالیتونو  په اړوند د ځینو لاملونو له امله خپل وخت او پرله پسې توګه بې نصیب وم؛ خو په دې وروستیو کې د دعوت مجلې له لارې د دغه رسنیز مرکز د ډېرو فرهنګي او ادبي کارونو خبر شوم. دغه رسنیز مرکز پازوال مشر ښاغلی محمد طارق بزګر مې د یو پياوړي مسلکي ژورنالیست په توګه پېژانده او په دې هم پوهېدم چې د مسلکي کارونو پوره وړتیا لري؛ خو دا ګمان مې نه کاوه چې د جلا وطنۍ په سخت ستونزمن اکر او اقتصادي تنګسه کې به د دومره کارونو حوصله او توان ولري.

زما له انده اطلاع او معلومات رسونه، ولس پوهول، د عامه ذهنیتونو روښانول، د ادب پېژندګلوي او بډاینې په موخه د ادبي او سرګرموونکو مطالبو خپرول، چې څرنګه او څومره له یوې چاپي رسنۍ تمه کېږي، دعوت مجله په دغه معیارونو برابره او له یوې ورځې یې بلې ته کوټلي ګامونه اخیستي دي. د دعوت رسنیز فرهنګي مرکز کار او زیار د ادبي، سیاسي، علمي او معلوماتي مطالبو د خپرولو له لارې که په مهالیزو خپرونو کې وو او که د کتابونو د خپرونې له لارې د تایید او ستاینې وړ بولم.

د دعوت مجلې ۲۴۳مه ګڼه به بشپړ ډول همدلته لوستلی شۍ

دعوت ۲۳۴ مه ګڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.