د ارواښاد مصطفی عمرزي (یادونه) د اسدالله دانش سره

مرکه کوونکې: پتانه ژوند

426

د ارواښاد مصطفی عمرزي صیب (یادونه) د اسدالله دانش صیب سره

دا دنیا خودی دوزخ چې خدای یاد کړی
دا دنیا خو بس همدا ده چې شوه تېره

No photo description available.

پتانه ژوند: محترم دانش صیب! لومړی سلامونه تاسو ته. که د اروښاد مصطفی عمرزي صیب په اړه راته وویاست چې له کله یې له تاسو سره پېژندګلوې شوې وه؟
اسدالله دانش: د دعوت با حوصلې منظمې او پیاوړې خپرونې ته لومړی د سلام او بیا د دې غښتلي ټیم او خواخوږو ته د دعا لاسونه لپه کوم شاباش او افرین ورته وایم چې خپله خپرونه یې دومره منظمه او اوږده وغځوله زموږ د پښتنو غټه ستونزه یوه دا هم ده چې یو کار پیل کړو خو تر ډیرو یې نشو ساتلی او غځولی د دې خبرې یو ناکام غړی زه خپله یم ما د الفت په نامه یوه دوه میاشتنۍ مجله چلوله چې تر اته څلویښتو پنځوس نشوه.
بله مې لغمان ځوانانو ته د کاوون په نوم میاشتنۍ  مجله درلوده چې تر شپږنوي سلو ته ونه رسیده په لار کې یې پښې ماتې شوې داسې په دا وروستیو کې د اوربند په نامه چې پېنځلس ورځنۍ سیاسي مجله وه تر شلو مو دیرش نه کړای شوه.
په هر حال دومره اوږد تمهید د دې د پاره را یاد شو چې دعوت هغه خپرونه ده چې هر وخت یې له حالاتو سره ځان برابر ساتلی موږ ونشو کولای چې له حالاتو سره ځان برابر کړو دوی دې مهم ټکي ته پام کړی نو ځکه ورته کور ودان او دعا کوم چې داسې وړ خلک دې خدای زموږ په خلکو کې را ډیر کړي.
را به شم اصلې خبرې ته پوښتنه مو کړې چې مصطفی عمرزی مو له کله پیژنده؟
عمرزی مې پر کال ۲۰۱۵ کې وپیژنده چې دانش کتابتون ته له خپل یو ملګري سره راغلی و تر خبرو وروسته یې د تګ په وخت کې یوه مقاله راکړه ویل دا وګوره بیا بله ورځ خبرې کوو
مقاله مې ولوسته ډیره مې خوښه شوه زما له فکر سره ډیر نژدې او برابر و ما فکر وکړ زما خبرې یې چیرته اوریدلي او کاپي کړي یې دي خو بله ورځ چې راغی کښیناستو او مفصلې خبرې مو وکړې ډیر وخت مې ورکړ بلاخر ښه دوستان پاتې شولو.


پتانه ژوند: محترم دانش صیب. عمرزي صیب د وطن نه دکوم ولایت وو چیرته اوسېده او څرنګه ژوند یې درلود. د محترم محمد طارق بزګر صیب په یوه لیکنه کې مې لوستي وو چې هغوی یوه غریبه زندګې درلوده. د یوې وړې کرایی کوټې یادونه یې کړې وه. تاسو هغوی ته نژدې وئ که د دعوت لوستونکو ته لږ معلومات راکړی. مننه؟
اسدالله دانش: مصطفی عمرزی د لغمان ولایت د مرکز اړوند عمرزیو د کلي اوسیدونکی و په خټه ساپی و د جنرال صاحب  سعدالله خان او محمد جان فنا صاحب د کورنۍ را پاتې نیالګی و خو بدبختانه ژوند وفا ونکړه په نیمه کې یې واخست.
مصطفی عمرزي مور پلار پخوا وفات شوي د کورنۍ نور غړي خاله، کاکا، د کاکا زامن یې په بهر کې ول دی او یو ورور یې چې تر ده دوه کاله کشر ورور یې د کابل په دهن باغ سېمه کې د کندهار مارکیټ تر شا په یو بلاک کې ژوند کاوه دوه په دوه د مجردۍ او یوازې والي ژوند کاوه  ورور یې هم څو کاله د مخه ترې د امریکا  مساپر شو مصطفی عمرزی نور هم یوازې پاتې شو ماته راغی ویل زه خو کور کې یوازې شوم دلته مې زړه تنګیږي زه یو کس یم دا دوه کوټې کور څه کوم زه باید داسې کوټه ونیسم چې یوازې ژوند وکړم دا کور راته خوند هم نه راکوي ورور مې ولاړ اوس بد راته ښکاري.
زه یې له ځان سره بوتلم کتابونه یې چاڼ کړل دوه درې ګونۍ کتابونه چې ترې اضافه ول را ټول کړل او پخپل لاس یې دانش فرهنګي مرکز ته چې په لغمان کې موقعیت لري ډالۍ کړل.
موږ مصطفی عمرزي ته زموږ د مطبعې تر څنګ یوه کرایي کوټه چې موږ ته نور پکار نه وه دوی ته ورکړه  شاګردانو ته مې وظیفه ورکړه چې د پاتې سامان په وړلو کې ور سره مرسته وکړي.
عمرزی نور له دهن باغ څخه  میوې مارکیټ په څلور لارې کې چې ملي مارکيټ نومیده وکوچید.
عمرزی له خودۍ ډک انسان و ډیره هڅه یې کوله چې ځان د چا تر احسان لاندې نکړي ساده او په ټوله معنی باچاخاني ژوند یې درلود.
مالي ملاتړ یې تر یو وخته  ورور او بیا ډیره  مرسته  یوې خاله یې چې غالبا په جرمني کې ژوند کوي هغې کاوه.
کله کله به دانش کتابتون ته یوه نیمه حق الزحمه یئ ژباړه را پیښه شوه موږ به ورته واستوله خو بیا مو پیسې په سلو زورونو ورکولې حتی داسې هم شوي چې پیسې مو ورکړي خو سبا یې بیرته راوړي زما شاګرد ته یې ورکړي چې نه ولا نه توانستم این پول را مصرف کنم.
لنډه دا چې که کیسې ولیکم اوږدیږي او اوس څوک د اوږدو لیکنو لوستلو ته حوصله نلري.

ارواښاد مصطفی عمرزی

پتانه ژوند: محترم دانش صیب. ارواښاد عمرزی صیب څرنګه یو شخصیت وو. که د هغوی په فکر او ژوند راته معلومات راکړئ؟
اسدالله دانش: عمرزی یو سوچه ملي او وطني انسان و عمرزی په اخلاقي لحاظ ډیر پاک او بې خاره انسان و ما سره یې د زړه راز او نیاز کاوه د هغه ارمان او غوښتنه یوازې دا وه چې څنګه کولای شي خپله ټولنه خلک او قوم ته یو څه ورکړي څنګه کولای شي خلک وپوهوي چې دا لار سمه او دا بله د ترکستان لار ده ما به هر وخت ورته ویل چې عمرزی ستا یو مشکل چې ته یې نشې حل کولای هغه دا دی چې هېڅ چا سره په هېڅ ځای کې سازش نشې کولای که ته غواړې خپل ټاکلي اهدافو ته ورسیږي رویه او کړنلاره کې دې یو څه بدلون راوله یو ځای ته دننه شه بیا له هغه ځایه خپل کار وکړه په خندا به یې ځواب راکړ چې ولا جناب دانش صاحب نمیتوانم واقعاً همین یکی از کلانترین عیب است که من دارم.


په پښتو نه پوهیده خو کلک پښتون و زه عمرزی داسې پښتون ګڼم چې که څوک خاطر نه درنوي مثال یې د یو لاس  ګوټو په شمېر کې ګورم تر دې هغه خوا د هر چا خپل نظر دی.
عمرزی د ایراني مشهور تاریخپوه پور پیرار ډیر مخلص لاروی د ناصر پیرار له فکر سره تر ډیره موافق و عمرزي به څو ایراني ګروپونو کې ایرانیانو ته د هغوی په جعلي تاریخ سختې لیکنې کولې او د ناصر پور پیرار له کتابونو به یې حوالې ورکولې حتی تر دې له ناصر پور سره یې اړیکه جوړه شوه د هغه تر ژونده یې ور سره د انترنیټ له لارې پوښتنې او راشه درشه کوله.
حتی یو ځای دوه یې راته دا اندیښنه هم ښکاره کړې وه چې کیدای شي ایرانیان مې د شمال لنډغرو په ذریعه ترور کړي چې زما غږ چپ شي.
څنګه کراره کراري شوه
چې مې لالی له کلي کډه شو مینه
خبره به څه اوږدوم د ناصر پورا تر مړینې وروسته  یې د پیر خرد په نوم  یو کتاب پرې  ولیکلو.
کتاب یې په ګڼو سایټونو او ګروپونو کې خپور کړ ایرانیان یې دومره خراب کړي ول چې یو وخت عمرزي په خپل چیپ کې څو مخه کنځل زموږ کتابتون کې پرنټ کړل موږ ورته خندل چې دا خلک خو دې ډیر په غوسه کړي.

پتانه ژوند : محترم دانش صیب.ارواښاد عمرزی صیب یو لیکوال، ژباړن څیړونکی او تکړه ژورنالیست هم وو. هغوی څرنګه دومره ډیر کارونه په مخ وړل. تاسو ترې نه کله پوښتنه نه وه کړې؟
اسدالله دانش:  ما مخکې د عمرزي د یوازيوالي خبره وکړه خو عمرزی یوازې نه و یو کوشنی کتابتون یې درلود بس دا یې ملګري او خپلوان ول ټوله ورځ او شپه یې همدې کتابونو او کمپیوټر سره تیروله داسې وخت هم راغلی چې څلور ورځې له خپل کمپوټر لس قدمه هم نه دی لرې شوی ما به ور سره جنجال کاوه چې ته باید ورزش او تفریح وکړې ځواب به یې ډیر عجیب وو ویل یې (دانش صاحب مردم و قوم ما به بسیار کار ضرورت دارد ما باید وخت ورزش و تفریح خود را به کار وقف کنیم.)
  څرنګه  یې چې ویل دغسې یې کول تر څلور اویا ډیر کتابونه یې ژباړلي او لیکلي یې دي د دوه درځنه په شاوخوا کې یې دانش خپرندویې ټولنې ور چاپ کړي ول چې تر اوسه یې د هر کتاب له شپږو تر اته سوه  زموږ په ګودامونو کې شته ما ډیر وخت دا فکر کاوه که یو شتمن پښتون کتاب نشي لیکلی نو یو ګټور کتاب خو باید په ځوانانو وویشي خو ارمان مې لکه د ګڼو نورو ارمانو په شان ما عمرزي او د دې لارې نورو پلویانو ګور ته یوسو.

ښاغلی اسدالله دانش او ارواښاد مصطفی عمرزی

پتانه ژوند: ارواښاد عمرزي صیب د کومو رسنیو سره دنده په مخ وړه.؟
اسدالله دانش: څومره چې زه خبر یم یو څه پخوا له طلوع نیوز سره و چې د خپل رغنده فکر په پار هغوی ونشو زغملی بیا ډیری وخت یې کومه رسمي دنده نه درلوده افغان جرمن سایټ، دعوت او یو نیم سایټ ته یې لیکنې استولې ما ډیره هڅه وکړه چې که کوم ځای ورته دومره دنده پیدا شي چې لږ تر لږه د جیب خرڅ یې شي خو تر پایه په دې کار بریالی نشوم یو ځای نیم کې یون صاحب هم هڅه کړې وه خو عمرزي به خبره ژووله او ډیر رضا نه ښکاریده چې ګنې دنده به ورته پیدا شي؟
په هر حال خاله یې د جیب خرڅ په کوم شکل ورته استوه  که ما به کله کله کلانکاري کوله ځواب به یې دا و چې دانش صاحب در اکاونټ ام چند روپیه است حالا مشکل نیست اګر مشکل بود برایت میګویم خو تر پایه یې دا ونه ویل او ولاړ.

پتانه ژوند: د عمرزي صیب نه په چاپي بڼه کوم اثار پاته دي. چاپ شوي یا ناچاپ؟ که ناچاپه اثار پاته وي خبر یاست د چاپولو کوم څه ورته په نظر کې شته؟
اسدالله دانش: دانش خپرندویې ټولنې یې تر اوسه له شلو زیات کتابونه چاپ کړي البته د دې کتابونو ډیره برخه یې د پوهاند صاحب محمد اسماعیل یون صاحب کتابونه دي چې د چاپ په مالي برخه کې یې یون صاحب هم یو څه لاس کړی دی د عمرزی وروستی کتاب چې د دانش خپرندویې ټولنې لخوا چاپ شوی د یون صاحب ناګفته های ارګ په نوم دی
عمرزی ډیر ناچاپ اثار لري چې ماته یې د ډیرو کتابونو  وروستۍ اصلاح شوې  بڼې په ایمیل کې استولې وې کیدای شي له ما سره وي.
زه د دانش خپرندویې ټولنې لخوا اوس دستي د چاپ معذرت غواړم خو هیله لرم چې پښتانه د عمرزي کتابونه چاپ او تر خلکو ورسوي له پښتنو به ستاسې د دې خپرونې له لارې یوه ګیله وکړم چې دوی په ژوند د چا عزت نه کوي چاته غوږ نه نیسي د چا خبره نه اوري څوک تر ځان پوه نه ګڼي خو چې مړ شي بیا یې ډیر زیات قدر کوي نو که دا فورمول د عمرزي په کتابونو عملي شو هم ښه خبره ده.

پتانه ژوند: محترم دانش صیب.که دا راته ووایاست د ارواښاد عمرزي صیب مو اخري ځل  چیرته ولید؟ د عمر په اخره کې وروستی ځل چې کله تاسو ورسره لیدلي وو. د څه نه یې یادونه کوله، د خپلو ادبي فعالیتونو، اثارو، وطن نه، د څه نه د هغوی ارمان څه وو؟

له ښي خوا: ارواښاد مصطفی عمرزی او محمد طارق بزګر

اسدالله دانش: عمرزی صاحب لغمانی و خو لغمان ته نه و تللی مخکې مې وویل چې عمرزي خپل اضافه کتابونه دانش فرهنګي مرکز کې الفت کتابتون ته  ډالۍ کړل له موږ سره لغمان ته ولاړ خپل کلی وطن یې ولیده ډیر خوند یې ورکړ ډیر زیات به مې مجبور کړ چې ما سره په تفریحي پروګرامونو کې برخه واخلي خو نه بریالی کیدم .د هغوی ارمان دا وو چې خلکو ته څرنګه خدمت وکړې.
یوه ورځ سهار وختي پینځه بجې وې د عمرزي په فون را ویښ شوم ویل (دانش صاحب بسیار سخت مریض هستم یک چاره کنید کوید نوزده هستم )ما ویل خیر تشویش مه کوئ زه خالد جان ته وظیفه ورکوم چې تاسې روغتون ته ورسوي زه هم در روانیږم روغتونونو ناروغان نه اخستل ما دستي فس بوک کې پوست وکړ چې جاپان روغتون کې که زما دوست وي غږ دې وکړي یو ملګري ډاکتر چې بد بختانه د دومره ستر انسان د نوم په یادیدو کې هم را سره بې وفا حافظه  ملګرتیا نه کوي غږ را وکړ چې لالا محترم امر وکړه زه حاضر خدمت یم  خالد جان چې له مصطفی عمرزي سره زما په رابطه ملګری شوی و کور یې د عمرزي له کوټې سره په سل مترو کې و ډاکتر ته مې د خالد نمبر ورکړ روغتون ته پر لار وم چې لومړی د ډاکتر او بیا د خالد نمبر راغی ویل ته روغتون ته مه راځه څوک نه پریږدي عمرزي ته مې ځای پیدا کړ بستر شو خدای به خیر کړي وضعیت یې د تشویش وړ نه دی.
سبا یې له روغتون رخصت کړ خالد جان ته مې ویل دلته  یې راوله ویل نه ستا پلار زوړ دی اوس یې سخته ناروغي تېره کړې زموږ کور کې یو بشپړ منزل کې څوک نشته زه به یې هلته دیره کړم ته هم راشه دلته به ور سره کیسې وکړو.
ورغلم ښه د مالټو پریمانه جوس او په زوره مې پرې نورې مالټې وچوپلې ما اوریدلي ول چې مالټې په غاښونو ښه وځبیښل شي دا کرونا ته ګټه کوي ښه ډیر وخت ور سره کښیناستم  حالات یې بلکل نورمال او ښه ول.
ما یې د ناروغۍ په اړه په فسبوک کې پوست کړی و عمرزی مې هم ټیک کړی و څو څو ځله یې وویل فلاني صاحب خو کمنټ نه کرده ما ویل نه ولا…
ماښام ترې روان شوم زما کور لنډ و ما د  برکي په څلور لارې کې ژوند کاوه او عمرزی میوې مارکیټ سره لنډ وو.
سهار بیا د خالد جان په فون ویښ شوم ویل خوده برسان در شفاخانه نزدیک ګل سرخ زه په ډیره منډه ووتلم زوی ته مې فون وکړ چې موټر را روان کړه زه ولاړم عمرزی ناروغ دی کتل مې په پارک کې مې ملګری  محمد سلیم وکیل صاحب ولاړ و تیار چیرته روان و ما ویل ما ورسوه چې عمرزی بیا ناروغ شوی چې ورسیدم د ژوند وروستۍ سلګۍ یې ووهلې او له موږ جلا شو.

پتانه ژوند: عمرزی صیب دکرونا د ناروغۍ له امله وفات شو. د هغوی ناروغي ته چا پاملرنه ونه کړه.که څرنګه زیاتره خلک دکرونا ناروغي نه روغ شولو. ایا د ا هم د هغوی د غریبي لامل یا د دولت او خلکو د  بې غورۍ لامل وه؟
اسدالله دانش: مړی مو راوړ زه سخت وارخطا او هیښ شوم ذهن کې مې ویل چې اوس څه باید وکړم یو نیم ملګري ته مې فون وکړ خو چا راته ډیر وخت نه درلود د اول رحمن رودوال صاحب دې کور ودان وي چې ډیره ډاډګیرنه یې راکړه پخپله له هېواده بهر و خو خپل ورور ډاکتر منقاد الرحمن ته یې وظیفه ورکړې وه چې راشي او جنازه کې ګډون وکړي زما وارخطایی ملګري وکیل سلیم جان یو څه کنترول کړه راته یې ویل چې جنازه د لغمان ته وړلو پر ځای باید دلته چاره وکړو زه پوهیږم ته نیم ساعت خبرې مه کوه زه یو لار جوړوم ولاړو سرای شمالي ته یو دوکان کې چې مصلې کفن او تابوت یې خرڅول ور سره مو د قبر د ځای او غسل ورکولو خبره وکړه دوی به چې د کرونا نوم اوریده هېڅوک نه حاضریدل چې برخه پکې واخلي تر ډیرو جګړو وروسته مو یو څوک حاضر کړ چې موږ سره راشي کفن ور واغوندي قبر مو ورته جوړ کړ د دومره ستر انسان په جنازه کې لس دولس کسان چې زه ډاکتر رودوال، سپین سهار، وکیل سلیم جان، خالد جان، سمیر جان د خالد ورور او زما څو نور شاګردان ول بس.
یوه یادونه باید وکړم چې ښاغلي پوپل حبیبي صاحب راته زنګ ووهلو ویل لالا تر لس زره افغانۍ زه هم مرسته کولای شم کور یې ودان پیسو ته اړتیا نه وه خو زما زړه ښه شو.
خوښ شوم چې یو پښتون لږ تر لږه دومره احساس لري یا حتی خو عمرزی پیژني.او ډاکتر صاحب منقاد الرحمن رود وال په وچ زور ۵ زره افغانۍ راکړې ویل یې که ته دا زما پیسې مصرف نکړې زما ذهن به نا ارامه وي. مننه ترې کوم.
دا هم زما وروستی پوست چې د عمرزي تر مړینې وروسته په فسباکه کې له یوې لنډې ویډیو سره خپور شو.
په فاني دنيا به نه وي ژوندی تل څوک…
ارواښاد محمد مصطفی عمرزی، زموږ د وطن بيا نه تکرارېدونکې هستي…
هغه ځواني چې د کرونا وبا را څخه واخيستله.
هغه هستي چې شکر ما د هغه په ژوند هم دا خبره درک کړې وه ارواښاد ته مې څو څو ځله ویلي ول چې ستا ژوند یوازې ستا نه، بلکې د دې هېواد د هر اصیل بچي برخه دی.

د ارواښاد مصطفی عمرزی ابدي ځای پر ګور یې نور

دا معترضه جمله مې ځکه ولیکله چې موږ ډیر مُرده‌پرستان یو، سړی چې مړ شي بیا یې موږ ته شهکارونه او کارنامې را یادې شي، خو موږ عمرزی په ژوند هم یاد کړی.
عمرزي په دې ستر وطن کې پخپله بېوسۍ او بېکسۍ زموږ زړونه غوټ را پرې کړل.
کېدای شي د يو چا د بېکسۍ درد څوک په اسانه احساس نشي کړای، خو د بېوسۍ او بېکسۍ دغه اندازه يې پر جنازه له را تاوو کسانو ښه‌ترا څرګندېدای شي.
نن مو هغه څوک له يو عالَم خپګان سره په يوه ګُمنامه هديره کې خاورو ته وسپاره چې په دې ټول وطن کې يې هېڅوک نه لرل…
له بېکسيه يې د بېوسۍ په هغه وروستي حد کې تکي تنها ژوند کاوه.
يوازې يو څو تنه خواخوږيو يې په جنازه کې برخه واخيسته.
واقعاً چې د داسې يوې سترې هستۍ -چې د کتابونو شمېر يې تر اوياوو زيات و- په داسې بېوسۍ کې مرګ زښته ډېر دردوونکی او جزوونکی و.
ارواښاد عمرزی د  دې وطن او قوم په دفاع او ننګه تورن و، خو هېڅ تور، هېڅ ګواښ له خپلې مينې او دفاع را ونه ګرځاوه…
لسګونه کتابونه يې وليکل، لسګونه تاريخي آثار يې وژباړل، څېړنې يې وکړې او بهترينې مقالې يې وليکلې، خو داسې مړ شو لکه له موږ سره چې څوک ټوکې کوي، لکه د ده د مرګ په خبر مو چې هسې ځوروي، لکه زموږ زړونه او ذهنونه يې چې هېڅ نه مني، چې استاد عمرزی دې نور له موږ سره نه وي…
استاد په ګُمنامۍ کې مړ شو، په بېوسۍ کې مړ شو، په تنهايۍ کې مړ شو، بېکسۍ وخوړ، بله ورځ به يې قبر هم د يوه ګمنام مړي په نامه ياد او په يوه غټه هديره کې له ټولو هېر شي…
ښه خو دا چې د چا نوم پکې يادېږي
په فاني دنيا به نه وي ژوندی تل څوک
په عکس کې دوه غيرتمند وروڼه –سمير جان قاسميار او خالد جان قاسميار- هغه با همته ځوانان دي چې د ارواښاد عمرزي زښته ښه پالنه يې وکړه، خپل کور يې ورته خالي کړ، د ده خدمت يې وکړ او د بېکسۍ د وروستيو ورځو ډاډ يې ورکړ.
ما دې سترو ځوانانو ته د خپل نوي کلن پلار عذر وړاندې کړ چې که زه عمرزی کور ته بوځم هسې نه هغه راته بیا کرونا نشي دوی په میړانه راته وویل هېڅ تشویش مه کوه زموږ څلور پوړیز کور دی یو پوړ مو ورته له پخوا خالي کړی افرین شاباش په داسې ځوانانو..
دوی تر روغتون، اکسيجن او نورو ټولو منډو ځانونه و نه سپمول، خدای دې دغسې غيرتي او په ملګرتيا ولاړو ځوانانو ته د ژوند ټولې خوښۍ ور په برخه کړي.
موږ ټول فرهنګيان د دغو دوو ځوانانو د احسان زښته ډېر پوروړي يو چې زموږ استاد عمرزي ته يې د ژوند په وروستيو –کرونايي- شېبو کې د مرستې اوږه ورکړه او يوازې يې پرېنښود.
په عمر او ځوانيو يې د ستر ذات زښته ډېر برکتونه شه.
د عمرزي د ژوند وروستۍ شپه او وروستۍ خبرې چې سمیر جان، خالد جان او ما ته یې خپلې هیلې څرګندې کړې دا به زما د ژوند تر پایه زما د زړه په دړه لیکلې پاتې وي.
ما ته مې بزګر نیکه کلونه پخوا داسې خبره کړې وه چې د نړۍ ډېر ستر پوهان به یې کلونه وروسته هم ونکړي هغه دا چې یو ورځ یې راته ویل بچیه! پوهیږې تر ټولو ناروغیو بده ناروغي کومه ده؟ ما د څو ناروغیو نومونه ورته یاد کړل په خپله خوږه موسکا یې راته وویل نه بچی د بېکسۍ ناروغي تر ټولو ستره ناروغي ده نن مې وکتل چې رښتیا دغسې ده د جنرال سعدالله خان ساپي او محمد جان فنا په شان د یوه ستر ټبر غړی نن بېکسه و جنازه او مړی یې ما ته او درې څلورو یارانو ته را پاتې شو.
تېر شو تېریږي دوران د دنیا
پاتې به نشي شاهان د دنیا
هیله ده ټول استاد عمرزي ته د دعا لاسونه لپه کړئ.
خدای دې استاد وبښي

آمين

No photo description available.

No photo description available.

No photo description available.

No photo description available.

No photo description available.

No photo description available.

No photo description available.

No photo description available.

No photo description available.

No photo description available.

May be an image of 13 people

No photo description available.

May be an image of 5 people

May be an image of 1 person

No photo description available.

May be an image of 2 people

No photo description available.

No photo description available.

No photo description available.

No photo description available.

May be an image of one or more people and text

No photo description available.

May be an image of 16 people

No photo description available.

No photo description available.

May be an image of 2 people

May be an image of 1 person

No photo description available.

No photo description available.

No photo description available.

No photo description available.

May be an image of 10 people

No photo description available.

No photo description available.

May be an image of 20 people

No photo description available.

No photo description available.

No photo description available.

May be an image of 1 person

No photo description available.

No photo description available.

May be an image of 2 people

No photo description available.

No photo description available.

No photo description available.

No photo description available.

No photo description available.

May be an image of 1 person

No photo description available.

No photo description available.

No photo description available.

May be an image of 13 people

May be an image of 3 people

No photo description available.

No photo description available.

No photo description available.

No photo description available.

No photo description available.

May be an image of 4 people

No photo description available.

No photo description available.

No photo description available.

No photo description available.

No photo description available.

No photo description available.

May be an image of 2 people

No photo description available.

No photo description available.

No photo description available.

No photo description available.

No photo description available.

No photo description available.

No photo description available.

No photo description available.

May be an image of 1 person

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.