د منتقد شاعر، عبدالرحیم روغاني مړینه

پوهندوی آصف بهاند

0 1,219

د پښتو ژبې د انتقادي شاعرۍ مخکښ استازی عبدالرحیم روغاني چې د «قطعې بابا» په نامه هم مشهور و او په پښتو معاصره شاعرۍ کې د یو منحصر په فرد ځانگړي سبک خاوند و، وفات شو.

 

انا لله وانا الیه راجعون

د ښاغلي روغاني بشپړه بیوگرافي مې کله له نظره نه ده تېره شوې، کله چې کابل ته راغلی و، لږ و ډېر په میډیا کې د ده په باب معلومات خپاره شول، خو له شعر سره یې له پخوا نه اشنا وم او چېرې به مې یې چې بېلگې له نظره تېرېدلې، نو سمدلاسه به مې خوندې کولې، په تېره هغه اشعار یې چې انتقادي بڼه یې درلوده او د ټولنې مفتخوره قشر یې ورباندې ځابه.

د ده د مړینې د خبر په خپرېدو سره، میډیا کې د ده د ژوند د حالاتو په باب یو څه معلومات خپاره شول. زه به د دوو ویبپاڼو د راپورونو لندې برخې دلته راواخلم:

امریکا غږ:

ښاغلي بارکوال میاخیل په امریکا غږ پښتو ویبپاڼه کې د ده د مړینې په پار د «د پښتو ژبې مشهور شاعر عبدالرحیم روغاني له نړۍ سترګې پټې کړې» ترسرلیک لاندې یوه لنډ رپوټ خپور کړې د چې ځینې برخې یې دلته را اخلم:

«د پښتو ژبې نومیالي شاعر او لیکوال عبدالرحیم روغاني له اوږدې ناروغۍ وروسته د 71 کلنۍ په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې.

روغاني صاحب ابتدایي تعلیم پخپله سیمه د سوات په مټه تحصیل کې کړی وو او وروسته یې په پښتو ژبه کې د ماسټرۍ ډګري اخیستې وه، چې بیا یې د استاد په توګه دنده تر سره کړې وه.

عبدالرحیم روغاني د پښتو په اوسنیو شاعرانو کې یو له هغو شاعرانو وو چې زیاتې قطعې یې لیکلې دي ځکه خو هغه ته په ادبي نړۍ کې «بابای قطعه» هم ویل کېدل. لیکوال امان الله نصرت د ښاغلي روغاني په اړه پخپله یوه مقاله کې لیکي:

“روغاني صېب له خيال او مضمون دواړو سره له انصاف نه کار اخيستی او هر وخت ېې د نوښت، ابتکار او د يوه نوی خيال او نوي مضمون د راوړلو شعوري هڅه کړې ده”.

د روغاني په شاعري‌ کې ولسي رنګ زیات دی ځکه خو یې ډېر شعرونه مشهورو سندرغاړو هارون باچا، سردار علي ټکر او نورو له موسیقۍ سره ویلي دي. یوه غزل یې ډېره مشهوره شوې چې مقطع یې ده:

بــيا چې شي تـازه زاړه يـادونه روغاني ته

خدای دې سوات ته راوله د سوات په بهانه

د عبدالرحیم روغاني په شاعرۍ کې له وطن او خاورې سره د مینې تر څنګ پر ملایانو او خانانو تنقید او طنز هم موندل کېږي او شاعري یې ډېره عام فهمه وه ځکه خو په عامو خلکو کې زیات مشهور وو.

د عبدالرحیم روغاني د شعرونو او نثرونو کتابونه چاپ شوي دي، چې په هغوی کې یو «نوې نغمه» د شعرونو ټولګه، «ځورېدلي احساسات» د شعرونو ټولګه، «سندریز احساس» د شعرونو ټولګه، «خود غرض» نثر، «د رڼا څاڅکي» شعري ټولګه، «سندرې او خبرې» منظوم او منثور او یو د نثر کتاب «کوربانه خیالونه» شامل دي.

د ښاغلي روغاني «خودغرض» نومي کتاب په انګرېزي ژبه هم د «The Sacred Spirit of  Selfishness» په نوم ژباړل شوی او په 2019م کال کې په لندن کې چاپ شوی دی.

ښاغلی روغانی په خټه روغانی محمودخېل وو او د 1950م کال د جنورۍ په 15مه د پښتونخوا د سوات ضلعې په مټه کلي کې زېږېدلی وو او نن به په خپله پلارنۍ سیمه کې خاورو ته سپارل کېږي»

تاند:

تاند ویبپاڼه لکه تل د پښتو ژبې د ژوندیو او وفات شویو فرهنگیانو د ژوند حالات د اړتیا په وخنت کې خپاره کړي دي، نن سهار یې د روغاني د مړینې په پار دا رپوټ خپور کړی دی:

«کوزه پښنونخوا کې د پښتو ژبې وتلی شاعر عبدالرحیم روغاني له اوږدې ناروغۍ وروسته د ۷۱ کالو په عمر ومړ.

روغاني په پښتو ژبه کې ماسټري کړې وه او د شاعرۍ په برخه کې د زیاتو قطعو د لیکلو له کبله په (بابای قطعه) مشهور و.

عبدالرحیم روغاني له نن ۷۱ کاله وړاندې د پښتونخوا د سوات سیمې په مټه کې زېږېدلی و. نوموړي تر ډېره برېده ولسی شاعري کړې او په شعر کې یې د خپل ولس ناخوالې بیانولې.

د عبدالرحیم روغاني د شعرونو او نثرونو کتابونه چاپ شوي دي، چې په هغوی کې یو «نوې نغمه» د شعرونو ټولګه، «ځورېدلي احساسات» د شعرونو ټولګه، «سندریز احساس» د شعرونو ټولګه، «خودغرض» نثر، «د رڼا څاڅکي» شعري ټولګه، «سندرې او خبرې» منظوم او منثور او یو د نثر کتاب «کوربانه خیالونه» شامل دي.

د ښاغلي روغاني «خودغرض» نومی کتاب په انګرېزي ژبه هم د «The Sacred Spirit of Selfishness» په نوم ژباړل شوی او په 2019م کال کې په لندن کې چاپ شوی دی.

چې سل جنازې تېرې شي هيڅ نه وي روغانیه

په خوا کې مې چې تېـره شي ډولۍ لیونی کېږم

روغاني بابا په خپلو شعرونو کې داسې کیفیات غږول، چې لوستونکی به یې مجبوراوه، ترڅو د مرحوم شعرونه ولولي.

د نوموړي له شعرونو داسې ښکاري، چې د وخت جابر پرې ښه ډېر ظلمونه کړئ، دي په محکومه پښتونخوا کې و، خو تل یې په زړه کې د لوی افغانستان هیلې وې او کله به چې پر پښتنو کېدونکي ظلم وژړاوه؛ نو دا ناره به یې کوله چې:

حـمـزه خـو وايـي د جـنـت ژبـه ده

مونږ په دوزخ کې له پښتو سره یو

روغاني بابا، چې کله ناځوانې سرطاني ناروغۍ ډېر وارخطا کړ او بیا به یې خپلې بې وسۍ ته وکتل؛ نو ویل به یې:

خـــدایــــه شــاهـــد یې، زه پـیسه نـه لرم

د ډکــټـــرانـــو مـنـت بــار مـــې نه کړې

شـرنـګ د پـیـسې مـنـي، کـیسې نـــه مني

مرګ راله راکړې؛ خو بیمار مې نه کړې

روغاني اوږده ناروغي وليده او له ډېرې مودې یې ورسره صحت ملګرتیا ونه کړه، چې بلاخره یې نن خپل روح د کائناتو خالق ته وسپاره.

که زه مړ شم، ما نه هيڅ نه پاتې کيږي

زه د ډېـــرې کـمـزورۍ نـه زورور یم

روح یې ښاد او پر ګور یې نور.»

که چا د روغاني صاحب شاعري نیمايي برخه هم له نظره تېره کړې وي، په دې پوهېـږي چې د روغاني شعر په اوسنۍ پښتو شاعرۍ داسې و لکه په کتغ کې مالگه. «قطعه» چې په شاعرۍ کې یو خاص فورم دی، روغاني د خپلو قطعو په اثر د بابا لقب گټلی  دی. د ده انتقادي ژبه هر چا ته ور رسېده، خو د ملایانو وضعیت لکه څنگه دی، هغسې یې انځور کړی دی، په جرأت او پرته له ډار نه. دا یې یوه تر ټولو غوره بېلگه ده:

افسوس

يـــو مـلا مو کسب د ټوپک، تــورې، نـيـزې کوي

بـــل مـــلا مــو کار د دم، تـعـويـذ او اجـازې کوې

بــل مــلا مــو مــلا د سـيـاسـت کـار تــه تــړلې ده

موږ يې خوار و زار کړو او ملا صيب مزې کوي

دا فـرقې فـرقې رنـګـيـن اسلام راتـه اور شوی دی

يــو مــلا مــو وژنــي، بـــل مـلا مـو جـنازې کوي

د خلکو او ټولنې وروسته پاتېوالی، جهل او ناپوهئ ته یې هم ډېر ځلې پام شوی دی او د انتقاد اور یې وررسولی دی:

نـــورو تـــه پـه ډکه خـوله بـيديـن وايي

خـپـل ځـان تـه بـه زين الـعـابـدين وايي

مـړه کړي په لسګونو لوي واړه د شپې

لـمـونـځ کي د سهار سورة ياسيـن وايي

 

څومره چي يي غوښي روغانيه خوري

دومـره ورتـه قـام خـپـل قـائـديــن وايي

د روغاني صاحب شعرونو ته د موسیقي قالبونه هم جوړ شوي دي او هنرمندانو د ده شعرونه څنگه چې ښايي په هماغه درد سره زمزمه کړي دي چې د هارون باچا، بریالی صمدي، سردارعلي ټکر او ځینو نورو نومونه د یادولو وړ دي. دلته به د درې سندر قاړو د هغو سندور لینکونه کېږدم چې د روغاني صاحب شعرونه یې زمزمه کړي دي:

د ټکر د سندرې لینک:

https://www.youtube.com/watch?v=nQOGAe0GWkk

د بریالی صمدي د سندرې لیک:

https://www.youtube.com/watch?v=TC3ijFuFUrI

د هارون باچا د سندرې لینک:

https://www.facebook.com/watch/?v=3636896909694584

د عبدالرحیم روغاني د مړینې خبر له خپرېدو سره سم، په میډیا کې د ده د شاعرۍ، لیکوالۍ او طرز فکر پلویانو او خواخوږ د خواشینۍ او تسلیت پیامونه خپاره کړل چې دلته یې څو بېلگې را اخلم:«

ډاکتر لطیف یاد:

انا لله وانا الیه راجعون .

په ډیرې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې دپښتو ژبې شاعر او نثرلیکونکی ښاغلی عبدالرحیم روغاني بابا دهغې نا روغۍ له کبله چې په چې ورپيښه شوې وه له دې فاني نړۍ نه دتل لپاره سترګې پټې کړې. ښاغلی ارواښاد روغاني صیب له نن نه څه دپاسه اویا کلونه دمخه دپښتونخوا دسوات په مټه کې دې نړۍ ته سترګې پر انیستلي وې ، ده په پښتو ادبیاتوکې خپله ( ایم .ای ) کړې وه اوپه ۱۹۷۲ کال کې دښوونکي دنده پیل کړه.

ارواښاد ډیرې شعري او نثري ټولګې لیکلي دي چې شمیر یې اتو ته رسیـږي او چاپ شوي هم دي . الله تعالی دي دي وبخښي او خدای دې دده روح خوشاله لري.

عبدالغفور لېوال:

چالنډې دي راخیستې، چا اوږدې راخیستې

نــاجـوړه یــمــه لـوڼـو مـې تسبې راخیستې

د سوات د سمسورو هسکو شاعر عبدالرحیم روغاني ومړ، د ښکلا خدای به یې ښکلی ونازوي، ان شاءالله.

د دغه شاعر پورته بیت مې د ښاغلي بشیر باران پر مخپاڼه ولوست او ترغوږه مې شوه، چې دا یې روستنی شعر دی.

له ارواښاد سره مې خپل یو مجلس رایاد شو، چې د شعر پر سرچینه مې یومهال په خواږه پېښور کې ورسره کړی و.

ماته دغه بیت دومره طبیعي، عاطفي، له خیاله ډک او د لاشعوري زېرمو له تله راوتلی ښکاري، چې که روغاني یوازې همدا بیت هم لیکلی وای. د پښتنو په سرلارو شاعرانو کې به یې ځای کړی وای.

ژوند، عاطفه، مینه، پاک معنوي ایمان، پټ درد او تر هرڅه مهم انسانمحوره تفکر و پیغام په دې بیت کې سره یوځای راټول شوي دي.

د افغانستان د علومو اکاډمي:

د خواشينۍ پيغام:

خورا خواشيني يو چې خبر شو د پښتونخوا د سوات سيمې د پښتو ژبې تکړه شاعر او بابای قطعه عبدالرحيم روغاني د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شو.

انا لله و انا الیه راجعون.

الحکم لله

د ارواښاد روغاني د مړينې له امله د افغانستان د علومو اکاډمي له اړخه د خواخوږۍ او تسلیت مراتب د ارواښاد کورنۍ، دوستانو او خپلوانو ته وړاندې کوو، خدای پاک دې روغاني صاحب وبخښي، جنتونه دې ځای شي. موږ په دې ستر غم کې د دوی له کورنۍ او د پښتونخوا او په ځانګړي ډول د سوات له فرهنګيانو او ليکوالو سره خپل ځان شريک بولو. کورنۍ او دوستانو ته يې له ستر څښتن تعالی جل جلاله جميل صبر غواړو، خدای مو دې له نورو غمونو، دردونو او مصيبتونو وساتي .

د افغانستان د علومو اکاډمۍ رهبري پلاوی.»

روغاني صاحب په یوه مصاحبه کې د خپل ژوند ځینې اړخونه روښانه کړي دي او دا یې ویلي دي چې ده څومره اثار لیکلي او چاپ کړي دي او کومو ځایونو ته یې سفرونه کړي دي. ده د خپلو چاپ شوو اثارو شمېر اته (۸) وښودل چې نومونه یې دا دي:

۱ ــ نوې نغمه (د شعرونو ټولگه)،

۲ ــ زورېدلی سفر (د شعرونو ټولگه)،

۳ ــ کوربانه خیالونه (منثور)،

۴ ــ خود غرض (منثور)،

۵ ــ د رڼا څاڅکي (شعري ټولگه)،

۶ ــ سندریز احساس (د شعرونو ټولگه)،

۷ ــ سندرې او خبرې (نثر ــ نظم)،

۸ ــ په انگلیسي ژبه باندې د «خود غرض» (The Sacred Spirit of Selfishness) اثر ژباړه.

روغاني صاحب په یاده مصاحبه کې وویل چې دغو هېوادونو ته یې سفرونه کړي دي:

سعودي، دوبی، قطر او افغانستان.

روغاني صاحب د افغانستان د سفر په باب داسې وویل:

«په افغانستان کې هېڅ د پردیتوب احساس نه کوم، د کابل ملگرو زما شاعري داسې یاده کړې وه او بېرته یې راته ویله لکه ډېره موده چې له ما سره او زما له شعرونو سره پاتې شوي وي.

په افغانستان یو «رستوران» زما په نامه (روغاني) جوړ شوی دی او پرانستلو ته یې زه ورغوښتی وم.

زما شعرونه سندرغاړو ویلي دي او ښه په اخلاص او د زړه له تل نه یې ویلي دي.»

په میډیا کې د روغاني صاحب په باب د راغلو خاطراتو په لړ کې داسې حقایق راغلي چې روغاني صاحب کابل ته هم راغلی و، همایون هېواد داسې لیکلي دي:

«روغانى صيب کابل ته د يوه ناروغ ملګري ليدو ته راغلى و خو د شمشاد ملګرو پيدا کړى و او پروګرام يې ورته جوړ کړى و. تر پروګرام پيلېدو مخکې يې ډېرې کيسې وکړې، د يوه طنزيه شعر کيسه يې وکړه چې خپل ناروغ ملګري ته يې في البديهه ليکلى و او ملګرى يې دومره خندولى و چې وضېعت يې بيخي بدل شوى و. په پروګرام کې مو د ارواښاد روغاني شعرونه واورېدل او وويل او په شعر مو خبرې وکړې.

روغاني صيب ويل چې اوس عجله لرم، بيا راځم، ډېر مجلسونه به وکړو خو روغانى صيب کابل ته رانغى او په ابدي سفر لاړ، روح يې ښاد او عزيزانو ته يې د زړه صبر غواړم…»

په پای کې به د روغاني صاحب د کلام څو داسې بېلگې را واخلم چې د خلکو او وطن درد په کې ځلېـږي، طنز ډوله خندا ورنه اورېدل کېـږي او پر خلکو د روانو حاکمو حالاتو ډېره ښه ترجماني کوي:

چې هر درد د هر مظلوم د زړه محسوس کړې

خـداې دې تـا د روغـاني غـونـدې حساس کړي

***

که زه مړ شم مانه هېڅ نه پاتې کېږي

زه د ډېـرې کـمـزورۍ نـه زورور یم

***

پـرون وې روغ زړګـیـه نــن راتـه پاګل ښکارې

زما سینه کې چې زلمی شوې اوس د بل ښکارې

زمــــا پـــه مـیـنـه ستـا نـفـرت بری موندلی نشي

که راتـه ټول ازغی ازغی شې ما ته ګل ښکارې

***

مــوت لـه یـې پـیـدا کـړو د حـیـات پـه بهانه

اوس بــه حـیـات ګــورو د مـمـات پــه بهانه

وخـت سره زاهـد رنـګـونـه اړوي بـدلـیـږي

ځـي نــن مـېـکـدې لـه د جـومـات پـه بـهـانه

یې وي دیدن ته، مرشد هسې بهانه شي

اوکـــړي مــلاقـــات د مــلاقـــات پـه بـهـانه

دیـنداري لکه دانـه په دام کې کېـږدي

وخــــوري هـنـدوسـتـان د سومنات په بهانه

بـیـا چې شي تـازه زاړه یـادونـه روغاني ته

خدای دې سوات ته راواله د سوات په بهانه

***

مـعـاش لــه هـــرڅــوك اوزار سـاتـي

«پاڼو» چې ځـان ساتي، نو مار ساتي

بـــادشـاه د خــپــلې بـــادشــاهـۍ لپاره

وسـلــه، نــوكــر، عـسـكــر تيار ساتي

نــواب لـــه خـپـل غـم نـه بـېـغـمه ندى

غـلـه او رهــزن ساتي، لـوټـمار ساتي

خـدايي مـزاج لـري دا بـعـضـې غـټان

چې څوك يې يار وي هغه خوار ساتي

مـغـرور سـړي سـره يـاري ښــه نــده

څـوك ځــان تــه څـلـه دويم پلار ساتي

راشـه زمـــوږ د قـــام مــقــام وګـوره!

هــرڅـوك د بـل پـه كار كې كار ساتي

د ولـس دوستـه شـاه زلــمــو پــه تــمه

روغــانـى نـــاست دى لـويه لار ساتي

***

ژوند مفلس دی مر ګ یې وړي په نیمه بیه

د بـې قــــدرو لـــه بـــازاره سـتـوري وځي

***

د روغاني خپه کول څه دومره ګران خو نه دي

تـه تـرې خپه شه روغانی غریب خپه، خپه دی

***

ساقي چې لاړو نو پيالۍ لاړې

هغه ســـــرور هغه ټالۍ لاړې

اوس به د نورو تماشې ته کېنو

زمـوږه ورځې د سيـالۍ لاړې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply