بې تعریفه هنر

شېبه ګهیځ

57

کتابونه هغه مشالونه دي چې انسان له ورکې څخه له کږو وږو لارو هغه منزل ته نږدې کوي چې مزل یې ټاکلی وي. بې تعریفه هنر د استاد عبدالسمیع وحدت د پوهنملي علمي رتبې لپاره تحقیقي اثر دی. مخکې له دې چې پر کتاب بحث وکړم د استاد له پیرزوینې مننه کوم چې خپل دغه مشال یې ما ته ډالۍ کړ څو د خپلې لارې څراغ یې کړم.
بې تعریفه هنر کې څه؟
بې تعریفه هنر د وحدت استاد تحقیقي اثر چې په څلورو څپرکو کې پر بیلابیلو موضوعاتو بحثونه شوي دي. لومړی څپرکی د شعر په اړه د تعریفاتو ابهام.
شاعري هغه څه ده چې د انسان له زړه زېږي؛ په افکارو لوېږي او په احساساتو اغېزه کوي. شعر د انساني عواطفو او احساساتو څرګندونه په پیل شوي الفاظو کې دی. دا هغه تعریفونه ول چې ما د شعر او شاعري په اړه یا هم لوستي و یا هم ډېری وخت اورېدلی و. په ځینو کتابونو کې مې خو لا دا هم لوستي و چې شعر هغه هنر دی چې بشپړ تعریف نه لري او شعر چې پر هر چا څنګه اغېز کوي تر خپل درک او احساسات یې تعریفوي. په بې تعریفه هنر کې دغه موضوع راسپړل شوې او دغه لاملونه چې شعر ولې یو بشپړ تعریف نه لري داسې ښیي: شعر په شعر تعریف شوی؛ ځینې شعر د ښکلا، رنګونو او احساس پورې نغښتی بولي؛ د نظرونو او قالبونو توپیر؛ شعر له کلمو جوړه او کلمې ټولیزه توګه کېدای نه شي؛ شعر تل د نوښت او ابداع په حالت کې دی… او داسې نور لاملونه د شعر د یو نابشپړ تعریف لپاره راوړي؛ خو په متفق علیه نظر کې د روهي صېب نظر د شعر تعریف لپاره راوړي او سم یې بولي ځکه دغه تعریف کې د شعر دواړه توکي(بهرني او داخلي) راغلي.
د شعر ارزښت تر عنوان لاندې موږ ته د شعر ارزښت په اړه بحث کوي. لکه: شعر موږ په ټولنې باندې پوهوي؛ شعر د سواد او بې سوادۍ ترمنځ د پل حیثیت لري او داسې نور ارزښتونه دي چې په دغه بحث کې راغلی.له دغه بحث وروسته د شعر څلور زوایې تر عنوان لاندې بحث او هرې زوایې ته پر خپل ځای بیلګې وړاندې شوي دي.خیال، تفکر، احساس، عاطفه او موسیقي هغه موضوعات دي چې په دې څپرکي کې پرې بحث شوی دی.
په پښتو شعر کې موسیقیت دویم څپرکی او په بیلابیلو نورو موضوعاتو لکه: داخلي موسیقي، بهرني موسیقي، قافیه، د قافیې ډولونه، تکرار، استحکام او داسې نور چې خوندور بحثونه پرې شوي دي. هغه څه چې په دې څپرکي نوي تر سترګو کېږي او د استاد داسې کار د ستایلو دی هغه د معاصرو او نویو شاعرانو په شعرونو کې د موضوعاتو لپاره د بیلګې وړاندې کول دي. د بیلګې په ډول د ردیف لپاره د همیم صېب شعر راوړل شوی دی.
ځینې خلک اخر څنګه سړی پوه کړي؟
څوک چې لاړ شي هغه نه راګرځي بېرته
واقعیت دی ته یې مه منه خو لارې
داسې نه وي همیشه چې ځي به چېرته
درېیم څپرکی د پښتو شعر وزن دی؛ په پښتو شعر د عربي شعر د عروضو نه پلي کېدل لاملونه؛ د شعر وزن(اهنګ) څپه؛ خج او تقطیع هغه څه دي چې په دې څپرکي کې پرې بحث شوی دی.
څلورم څپرکي کې د سېمبول، اسطوره، اسطوره سازي، تصویر او د تصویر ډولونو په هکله بحثونه شوي دي.
په پای کې هم استاد ته لا بریاوې؛ دا ادب په اسمان کې یې ستوری ځلاند او د ادب او ادبیاتو لپاره یې دا هڅې روانې او د ستایلو.

لیکواله د  کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګې د ماسترۍ د لومړي ټولګي محصله ده

Comments are closed.