سپوږمۍ

پوهاند دکتور لعل پاچا ازمون

312

ته ډېره ښکلې وې، خدای پاک دې، دې ظالمانو ته ښه ورځ نه ورکوي، په خپل غم دې اخته شي، ستا پر مخ یې سرې ایرې وشیندلې، هغه ورځ په ما قیامت و، چې ستا له مخه مې سرې ایرې لرې کولې، ستا ښکلا يې مروړلې وه، ښې ډېرې ښېرې مې وکړ، خو څه په لاس نه راتله.
د مکۍ سترګې راډنډ شوې، د تور پړوني پیڅکه یې ورته ونیوه، وچې یې کړې.
د سپوږمۍ پر سترګو خړه پرده خوره ده، د خپلې مور اوښکې یې سمې نه شوای کتلای، د مور څېره هم ورته تته تته ښکارېده، په خبرو کې یې چې دمه راغله، نو سپوږمۍ پوه شوه چې مور یې ژاړي.
غږ یې پرې وکړ: مورې! کیسه کوه، بیا څه وشوو؟
مور یې پوه شوه، چې سپوږمۍ یې د اوښکو ښکالو اورېدلې، خپله لور یې خپه کوله نه، بېرته یې د کیسې لړ ونیو، د ساړه اسویلي په تار یې خبرې وتړلې.
بیا خو داسې شول، چې: دې بچه مړو ته دې خدای پاک ښه ورځ نه ورکوي.
– مورې دا څوک ښیې؟
– دا نه ګورې، دا ټوپکې چې په اوږو ښکته پورته ګرځوي!؟
سپوږمۍ خو نه ټوپکې او نه بدرنګې ټوپکوالې څېرې لیدلې، نو په خپله مور مکۍ یې غږ وکړ.
– مورې دا څوک دي؟
مکۍ ژر پوه شوه چې سپوږمۍ خو هغه څېرې او ټوپکې رښتیا سمې نه شي کتلای او نه يې دا بچه مړي لیدلي، اوس به دې خبرې ته هم زورېږي، نو خبره یې په بله واړوله:
– سپوږمۍ لورې! دا دلته په دې چم کې یو څو بدرنګه وو، ټول چم ګاونډ ترې په عذاب و، اوس له دې ځآیه تللي دي.
سپوږمۍ بیا د مور په خبرو کې ورګډه شوه.
– چېرته تللي دي؟
– نه پوهېږم، خو ښه دی، دا کلی ترې پاتې شو.
– هغه به اوس چېرته وي؟
مکۍ سا نېولې شوه؛
– اوس ورته کوم ځای وښیم، دا څېرې اوس هم له مستۍ الوځي، ځه توکل په خدای، هغه چېرته لرې وطونونو ته تللي دي.
د سپوږمۍ اندېښنه زیاته شوه.
– مورې! چې لرې وطنونو ته تللي، نو دوی خو به هلته هم د هر چا په مخ ایرې شیندي!؟
– هر چا سره کار نه لري.
– نو چا سره کار لري؟
– دا خلک ښایسته خلک او مخونه نه شي زغملای.
– نو دا ولې؟
– خو دوی خپله بدرنګ دي.
– نو ښایسته او بدرنګ خو ټول الله پیدا کړي.
– بېشکه، خو کاش چې دا خلک په دې خبره پوهېدی.
سپوږمۍ د خیال په ټال زنګېده. مور یې د دې لپاره، چې د سپوږمۍ پام بیا دې پوښتنو، ګروېږنو ته راونه وړي، نو ایسته یې خبره بلې خوا واړوله.
– نو، سپوږمۍ لورې! هر چا به ویل، د مکۍ ډېره ښایسته لور ده. دومره ښایسته چې د مخ له رڼا نه یې ډېوه مخ پټوي. ما به چې چېرته لږ ماڼوګان هم پیدا کول، نو تاته به مې لوګی کړل، چې د دې سرو شنو سترګو د نظره نه شې. کونجکه مې هم ستا په ټټر را وځړولو، خو دې ظالمانو…
مکۍ لا خبره بشپړه کړې نه وه، چې سپوږمۍ بیا وپوښتله.
– دې ظالمانو څنګه؟
– دې ظالمانو ستا په مخ ایرې وشیندلې.
– دا ولې؟
– ولې، خو داسې چې ستا د مخ ښکلا او رڼا یې نه شوه زغملای.
– – همدومره؟
مکۍ چرتي شوه، چې اوس که ورته رښتیا وایم، دا جنۍ نوره هم خپه کېږي او کینه یې زړه ته لوېږي. اوس موږ څه کولای نه شو، دا غریبه به له کینې نه وسوزي.
سپوږمۍ چې بیا ځان خبرو ته جوړاوه، نو مکۍ پرې وار ړومبی کړ.
– سپوږمۍ لورې، ته خو لږه ما داد ته پرېده.
– ښه مورجانې.
مکۍ ورو ورو خپلې خبرې ته ستنه شوه.
دې چم ګاونډ کې به چې د هر چا لور وشوه، نو دې خلکو به د مبارکۍ پر ځای، دلور خبره پټوله، چې ګوندې هېڅ نه دي شوي. د دې خلکو په سترګو کې لوڼې بدرنګې وې. زړونه يې ور ته له کينې ډک وو. لور يې د بل د کاله رڼا ګڼله، ويل به يې دا موږ ته په برجونو کې ډزې نه شي کولای، لور دې ورکه شي رنګ دې يې ورک شي او بيا چې لا بدرنګه وی.
ته چې وزېږېدې، نو ما په جار وویل: زما لور شوې ده، ډېره ښایسته ده لکه سپوږمۍ، ایسته مې په تا سپوږمۍ نوم کېښود. پروردګار ته دومره ښکلې کړې، چې چم ګاونډ کې درپسې سترګې اوښتې.
د دې خلکو په سترګو کې چې خپلې لوڼې بدرنګې وې، نو کور و کلي کې به ستا د ښایست صفت کېده. دې ببرڅټو ټوپکیانو به خپل کور و کلي کې د ښځو له خولې ستا د ښایست صفت نه شو زغملی، ځکه د هر چا په خوله کې همدا ته وې. نو ایسته یوه ورځ دې خدای ناترسو، یوه لپه سرې ایرې راخېستي او ستا پر مخ یې شیندلې دي.
تقدیر ګوره، ستا د مخ د رڼا په تتېدو سره په دې چم ګاونډ خړه پرده وغوړېده. بدرنګي دومره زیاته شوه، چې په هر کور کې د رڼا په تتېدو خلک یو بل له ګریوانه نیسی، حق و ناحق معلوم نه دی.
ټول خک یو پر بل شکي دي، دې چم ګاونډ له هماغې ورځې، چې ستا په مخ یې ایرې شیندلي، بیا رڼه ورځ نه ده لیدلې.
سپوږمۍ د دې خبرې په اورېدو همدومره وویل: “پروردګاره! ته ما وبښه، په دې خلکو رڼايي راوله، چې یو د بل ګریوان پرېږدي.”
دې خبرې سره سپوږمۍ په سلګو سلګو کې ډوبه ډوبه روانه شوه، دا خبره يې زمزمه کوله چې، ددې ځمکې خړ پړ مخ به هله سمسور شي چې دبل پر مخ سپېرې ايرې و نه شیندي او پخپله دخپلو سترګو رڼا و نه وژني.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.