کلاسيزم او کلاسیک شعر

لعل پاچا ازمون

128

د کلاسیزم کلمه د لاتین له کلاسیکوس(Classicus) څخه مشتق شوې ده. د کلاسیکوس لغت په لاتین کې د لومړۍ درجې او د لومړۍ طبقې په معنا راځي، اما په اصطلاح کې د کلاسیک کلمه نورې معناوې هم افاده کوي:
۱. کلاسیک په مفرد شکل معمولاً هغه ادبي اثر ته ویل کېږي چې په ټولو تاریخي دورو کې د خپلو عالي اوصافو او ممتازو وجوهاتو له امله د هر چا له خوا ستایل شوی وي یا په ساده ژبه کله چې کلاسیک لیکوال او کلاسیک هنر وویل شي، له هغې څخه داسې لیکونکی او هنر مقصود وي، چې ټول طبقات یې په هر وخت او هر ځای کې ستاینه او نمانځنه کوي، نو په دې صورت کې کلاسیک کلمه د ټولو مختلفو تاریخي دورو پر ټولو سترو لیکوالو او هنرمندانو باندې اطلاق کېدای شي، که څه هم چې دغه لکیوال یا هنرمن نه یوازې دا چې په کلاسیک ښوونځي کې شامل نه وي، بلکې د هغه مخالفت یې هم کړی وي، لکه ویکتور هوګو یا لامارتین چې د رومانتیزم کلک پلویان دي.
۲. د کلاسیک لفظ کله پر هغو صنفي درسونو باندې اطلاق کېږي چې په ښوونځي کې لوستل کېږي. د ښوونځي رسمي تحصیلات چې پر قواعدو او اصولو متکي دي او د ښوونځي کتابونه ټول د کلاسیک په نامه یادېږي.
۳. له کلاسیک ادب څخه کله کله د لرغوني یونان او روم ادبیات مراد وي، ځکه چې د کلاسیزم بوټی د لومړي ځل لپاره د یونان په خاوره کې زرغون شوی دی او هماغلته یې وده کړې.
۴. اما د کلاسیک کلمه چې دلته په نظر کې ده یو ادبي ښوونځی دی چې د خپلو ټاکلو اوصافو له مخې د رومانتسیزم په مقابل کې درېږي. د رومانټیک او کلاسیک لغتونه یو تر بله مخالف او متعارض دي، خو په ورته حال کې یو له بل سره نه شلېدونکې اړیکې هم لري، ځکه ترڅو چې رومانتیزم په ادب او هنر کې منځته نه و راغلی، تر هغه وخته پورې کلاسیک او کلاسیزم په دغه معنا په اروپايي ژبو کې نه وو استعمال شوی.
د طبیعت پېښې کول، د لرغونو هنرمندانو پېښې، د عقل اصالت، ساده ښکلې او روانه ژبه او معقول کرکټرونه د دغه ادبي ښوونځي مهمې ځانګړنې دي. (۱۸: ۳۷۲)
کلاسیک په اصطلاحي ژبه هر هغه اثر یا لیکنه چې په هره زمانه او وخت کې نوې او تازه وي، لوستونکي ولري او په کیفي لحاظ د هر مهال استیکي غوښتنو او ذوق ته ځواب ووايي. کلاسیک شعر هماغه شعر دی چې روح یې ژوندی وي، په کیفي لحاظ د خوند او ذوق له لاسه ونه لوېږي.
کلاسیک شعر په تخیل کې ژوند لټول او فکر دی. معنا خیال او فکر موازي یا ګډ حرکت کوي. شعر یوازې د خیال په دنیا کې ور کېدل نه دي، بلکې د دنیا په باب یو داسې رنګین سوچ دی چې هغه هر مهال د لوستونکي ذهن پلټنې او ذوق ته هڅوي.
کلاسیک شعر لوستونکی د خیال په وریځو کې نه ورکوي، بلکې په وریځو کې ورته د ژوند راز ښيي.
په کلاسیک شعر کې مافوق الطبیعي او خارق العاده حرکت نشته، بلکې هر څه پکې په طبیعي بڼه داسې انځورېږي چې لوستونکی ترې هم خوند واخلي او هم فکر.
خو د رومانتيسیزم له شامته موږ داسې تربیه شوي یو، چې تل په دغې عجیبه فضا کې ژوند کوو او بې له دې مو ساه بنده بنده کېږي. د دې مثال داسې دی لکه چې سړی په اپینو روږدی شي.
اکثر خلک وايي چې شعر غیر زموږ د وږو احساساتو له ښکارولو څخه بل شی نه دی. خلک وايي چې ایا بې احساساتو شعر ممکن دی؟ د وچ شعر راتګ د دوی په خیال د وچکالۍ راتګ دی. د دوی سترګو ته وچ ډاګونه او شګلنې دښتې درېږي.
په دغې وچکالۍ کې دوی د شعر مرګ ګوري، دوی نه پوهېږي چې دا وچ شعر د ژوند شاړې څنګه خړوبوي، د دې شک ځواب ته به وروسته راوګرځو.
خلک د هنر په باره کې غلط قضاوت کوي، د ښکر موجودیت هغه وخت منلی شي چې د لانهایت کوم عنصر په کې پروت وي. دلته به د دغسې عقیدې د یوه طرفدار منقد نظریه د مثال لپاره رانقل کړم؛ تخیل مجبور دی چې جدي وي، ځکه ډېر تیاره او ډېرغمجن شیان ګوري. تخیل دومره وېرجن شیان ګوري چې د خندا څه چې حتی د موسکا حق هم نه لري. هغه خلک چې دومره ژور کتلی شي زړونه یې له مینې او شوق څخه ډکېږي: هره جمله او هر لغت دومره نغښتی او له معنا ډک موجود دی چې د هغې په راسپړلو موږ یوې نامحدودې دنیا ته رسېږو.
دا پاسنۍ نظریه د غور وړ ده. د دغه لیکوال په قضاوت ادبي نقد او ذوق یو عندي شی دی او په ژبه نشي ښکاره کېدلای. د ده له وینا ښکاره ده چې دی د جدي شعر طرفدار دی. دا د رومانتیک ذوق طبیعي خاصه ده. د ده په استدلال کې بله خبره د ده قضاوت دی په اثر نه، بلکې په هغه عالم قضاوت کوي، چې دا اثر یې ښکاره کوي. د رومانتیک اخري تېښته همدغه ځای ته ده، یعنې په هر ادبي اثر کې د هغې د کایناتو او جهان بینۍ په تله قضاوت کېږي.
د فلسفې د وجود یو علت دا دی، چې موږ ته د تېښتې ځای راشي. په فلسفه کې ثابت اساسات شته دی، چې د هغې له مخې په ښکلا قضاوت کېږي. د رومانتیک منتقدانو نظر هم د دوی د فلسفې جهان بینۍ څخه شروع کېږي. د دوی فلسفه په ابدیت او لانهایت ولاړه ده، نو د هنر ارزښت هم پر همدې اساس ټاکي. په تېره په المان کې چې د ښکلا د نظریو او فلسفو ټاټوبی دی. د ښکلا رومانتیک تعریف داسې و چې ښکلا د لانهایت هغه اثر دی چې زموږ شخصیت روح کل په عالم کې ښيي، ښکلا په اخري تحلیل یوه ملاقبه ده.
دا نظریه د لفظ او معنا په اعتبار نغښتې او مبهمه ده او په ساده ډول دومره ترې پوهېدلی شو، چې د لانهایت عنصر په کې پروت دی، یعنې محدود په هنر کې نشي راتلای.
د رومانتیک د دې نامحدودیت د ردولو لپاره زه باید ثابته کړم، چې ښکلا په نامحدود خیشتو شیانو کې پرته نه ده، بلکې د هغې اصلي ځای وچ او واړه شیان دي. دلته باید هدف یو صحیح دقیق او محدود ترسیم وي. البته دا کار ډېر مشکل دی او یوازې په دې نه کېږي، چې لیکوال ځان دقیق کړي، ځکه ژبه د خلکو یو قراردادي مال دی او هېڅکله حقیقي نه شي څرګندېدای، بلکې یو ائتلافي مفهوم ښکاره کوي. له ائتلافي مفهوم څخه زما مراد لغت هغه معنا ده، چې زه او ته او نور خلک پرې اتفاق ولرو. موږ د یوه معین شي یا پېښې لپاره یو علم لغت لرو، خو دا شی له مختلفو ګوټو څخه لیدل کېدای شي او هر هنرمن ورته له بېل نظر څخه ګوري، نو چې کله دی وغواړي دا شی یا دا پېښه په هنر کې او د رايې په واسطه ښکاره کړي، مجبورېږي هماغه عام لغت چې د ده نقطه نظر په دقیق ډول نشي څرګندولای استعمال کړي، نو هنرمن مجبور دی له ژبې سره پهلواني وکړي او یوازې د لغاتو د دقیق استعمال او انتخاب په اثر لیکوال دا کار رواق یا کمان لپاره جوړوي. دا قالب داسې جوړوي چې یو شمېر دړې او لرګي د لېندې په شکل سره مېخ کړي او بیا د هغې په سر خښتې ولګوي او چې کله قالب وباسي نو رواق یا کمان پاتې شي. په بل عبارت دی له یو شمېر لرګو څخه یوه اټکلي لېندکۍ جوړوي. زما په نظر هنرمن دغه اټکلي لېندۍ نه شي زغملی د ده لېندکۍ باید بشپړه وي، یعنې په هېڅ ځای کې یو بې انتظامي موجوده نه وي.
اوس به دا مثال لږ څه بدل کړو او فرض به کړو چې د لرګي پر ځای په قالب کې داسې اوسپنه چې په مطلوب ډول کږېدلی شي استعمال شي، په دې حال نو د قالب جوړوونکي هڅه دې ته وي، چې د لاس او الاتو په زور دا اوسپنه هغه مطلوب شکل ته راکږه شي.
د دې مثال له مخې نو موږ باید دوه شیان په نظر کې ونیسو: لومړی د فکر هغه ملکه چې شی یا پېښه هماغسې وګوري، لکه څنګه چې واقعاً وي نه هغسې چې خلک یې په ورځني ژوند کې په لیدلو روږدي دي. په خپله دا شی یو بې ساری او نادر خاصیت دی، چې هر سړی دا کار نشي کولی، موږ اشیا هغسې ګورو، لکه زموږ پلرو او کولتوري خلکو ورباندې روږدي کړي یو.
دویم په خپل ذهن باندې سلطه ده، چې سترګو لېدلو حادثو په بیان کې یې هنرمن لرلو ته اړ دی. دا سلطه هنرمن له یوې خوا له دې څخه ژغوري، چې د خلکو هغه اټکلي لېندکۍ معیار وګڼي او له بلې خوا ده ته دا حوصله ورکوي، چې د شیانو په تفصیل او د بشپړې لېندکۍ په لاسته کولو کې خولې تویې کړي.
کله چې دا خاصه هنرمن ته پیدا شي، نو بیا مجبورېږي چې هغه د رومانتیکانو دوه عناصر(جدي) او نامحدود هنر ته راکاږي.
اوس به د شعر هغې مثبتې خواته راستانه شو، چې یو ښه او منلی شعر د هغې لرونکی وي او له نامحدود اسرار امېز او احساساتي اشعارو سره هېڅ اشتراک نه لري.
زه ادعا کوم چې د یوه وچ کلک شعر دوره راتلونکې ده، په دې برخه کې مې د رومانتیکانو لومړنیوانتقادو ته ځواب ووایه او ثابته مې کړه، چې د دوی دا دنیا چې وایي: چې بې له (نامحدود) څخه شعر نه شي موجودېدلای، وروسته د دې مثبتو خاصیتو له ښودلو به مقاله په داسې ډول پای ته ورسوم چې: که دا خاصیتونه د احساساتو په سیمه کې وو، نو تخیل ورته ویل کېږي او که د محدودو اشیاو د مراقبې نتیجه وه، نو خیال ترې جوړېږي.
په نثر کې هم د الجبر په شان واقعي شیان د ځینو نښو او علامو په واسطه ښودل کېږي، چې دا علامې د یوې افادې پر اساس د معادلې له یوې خوا بلې ته بدلېږي او له یوه ځایه بل ته ښورول کېږي.
په نثر کې ځینې ټپیک حالات او نحوي ترکیبونه شته، چې الجبرې د فانکسیون په څېر په اتوماتیک ډول په نورو ترکیبو بدلېږي. په اخر کې لکه په الجبر کې زموږ وظیفه تش دا ده، چې ایکس او وای ته بېرته د واقعي شي نوم ورکړو.
خو شعر کوښښ کوي، چې د نثر دا خاصه له ځانه لرې کړي. د شعر ژبه د ایکس او وای ژبه نه، بلکې د واقعي شي ژبه ده. شعر الفاظ په داسې ډول استعمالوي، چې لوستونکی یا اورېدونکي ته هغه واقعي شی مجسم کړي، چې د دې الفاظو اصلي زړی دی. شعر تل لوستونکی مجبوروي چې کټ مټ عین شی وګوري او د عادي مجرد مفهوم له لېدو څخه خلاص شي. شعر تل تازه ترکیبونه او نوې استعارې لټوي.
دا کار د دې لپاره نه کوي، چې ګوندې موږ له زړو ترکیبونو او استعارو څخه ستړي یو، بلکې د دې لپاره چې زاړه ترکیبونه هغه واقعي شی موږ ته نشي را ژوندی کولی او په مجرد ډول یې بیانوي. د دې ښه مثال دا دی چې کله کله موږ د یوه قدیمي دوست په باره کې فکر کوو او د ده نوم مو هم زده وي او ځينې خاطرې یې راسره وي، خو رنګ یې راڅخه هېر وي. کله چې شاعر وايي(بېړۍ د سیند سره غېږې نیولې) مطلب یې په ساده ډول دا دی چې بېړۍ په طوفاني سیند کې روانه وه، نو یې ولې همداسې ساده نه ویل: چې بېړۍ په تکلیف سره روانه وه، معنا خو یوه وه. دلته د شاعر هدف په لوستونکي کې د هغه خیال راژوندي کول دي، چې د بېړۍ او سیند له ترکیب څخه لاس ته راځي. بېړۍ زیار باسي چې سیند لاندې کړي او سیند غواړي چې بېړۍ ډوبه کړي. د بېړۍ سینه په سیند پرته ده او هغه نه پرېږدي چې پاس راشي او د سیند موجونه، لکه د پهلوان لاسونه او پښې له بېړۍ نه چاپېروي. دا بصري معنا (چې په سترګو لېدل کېږي) یوازې د نوو استعارو او تشبېهاتو له لارې موجودیدلی شي. د شعر خیال تش ضمني جنبه نه لري، چې ګویا ژبه ورباندې سینګار شي، بلکې دا خیال د ژبې شیره ده. شعر داسې لاروي ته ورته دی چې تاسو پلی بیایي او نثر هغه اورګاډی دی، چې تاسې مقصد ته رسوي او بس، یعنې د واقعي ژوند جګې ټيټې اوستړیا نه ورته ښيي.
اوس به نو زه په داسې دوو لغتو بحث وکړم چې تل په هنري بحث کې استعمالېږي دا د (تازه) او (غیرمتوقع) لفظونه دي، خلک یو شی هنري اثر ستایي او وايي: دا شعر تازه دی کله چې خلک دا وايي: نو یې ضمني مقصد دا وي، چې ګویا تازګي د شعر ښه والی اساسي عنصر دی او هغه شعر ښه وي چې تازه وي دا خبره بیخي بې ځایه ده. تازګي په خپل نفس کې کوم ښه والی نه لري، یعنې داسې نه ده چې هره تازګي دې ښه وي. هنري اثار خو هګۍ نه دي، بلکې خبره د دې په عکس ده دا صرف یوه تصادفي خبره ده، چې د شعر د ښه والي د ښودلو یوازنۍ لار دا ده چې هغه دې تازه وي.
تازه ګي لوستونکی قانع کوي او دا ورباندې مني چې هنرمن په یوه واقعي حالت کې شعر لیکلی دی. حقیقي ارتباط او خبره ډېر نادر شی دی او عادي خبرې سړی نشي قانع کولای. د مخابرې په همدې ندرت کې دي چې د هنري ذوق رېښه پرته ده.
زما ادعا کوم چېرته چې په واقعي شي کې یوه فوق العاده دلچسپي پرته وي او یوشخص یې په دقت او عمق راوسپړي نتیجه یې شعري تخلیق دی. د دې لپاره چې یو شی د نثر او عادي خبرو د بې خوندۍ څخه وژغورل شي د هغې لپاره یوه شدیده پاملرنه او ژور نظر په کار دی او هم ورته یوه ژوره مراقبه او تفکر په کار دی.
دلته له مراقبې څخه زما مراد د اپلاتون تعریف ته ورته دی. هغه وايي: مراقبه یوه بې طرفه دلچسپي ده، د شعري مراقبې موضوع په خپله مادي دنیا او شي دی. په خپله دا مراقبه د شعر غایه ده.
د مثال لپاره که تاسې د سرک په سر د یوې ښځې شاته روان یئ، تاسې د هغې کمیس ګورئ چې په لینګو پورې یې نښلي او ترې لرې کېږي. که د کمیس دا شان حرکت ستاسو دلچسپي راوپاروي او د هغې لپاره داسې لفظي غشي جوړ کړئ، چې د نښې منځ وولي، نو یو مناسب جمالیاتي احساس همدا دی.
خو همدا ذوق او شوق دقت دی، چې تاسې د دې کمیس په باره کې لیکنې ته رابولي. دا فرق نه کوي چې موضوع اجتماعي وي، که طبیعي که بل شی، خو د حقیقي لېندکۍ د ترسیم لپاره باید هغه ژبه استعمال شي، چې د خلکو مکرر استعمال په اثر یې خپل مخابراتي اهمیت نه وي بایللی.
د دې شعري صنعت وسیله لکه چې پخوا مې وویل، خیال دی. په یوه کلاسیک شعر کې موږ پوهېږو چې شاعر په خپله هغه موضوع چې شعر یې ورباندې لیکلی لېدلې ده او هماغه خوشحالي بیانوي، چې ده یې له خپلې زوایې څخه د هغې په لیدنه احساس کاوه، موضوع مهمه نه ده. دا چې موضوع به د ښځې لوڅې پنډۍ وي یا د اسمان ستوري، هېڅ توپېر نه لري، مقصد چې د شاعر د سترګو لید او نقطه نظر او یوې موضوع ته د ده د توجه او باریکبینۍ نمونه وي.
خیال داسې نه دی لکه ګاڼه چې عادي خبرې دي په هغې سینګار شوې وي. عادي خبرې له اره له غلطیو ډکې او نامربوطې وي. یوازې نوې استعارې، یعنې خیال ژبه د خارجي نړۍ له واقعیتو سره برابرولای ښیي.
ماخذ
ازمون، لعل پاچا. ( ۱۳۹۹ل). شعر پوهنه، د افغانستان علومو اکاډمي، ۲۵۵م

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.