چي په هر نامه مي بولې دا شېبه مي خواته پرېږده
زه به سوال درڅخه وکړم ته جواب سبا ته پرېږده
ډېوه پرېږده چي لګېږي لمبه پرېږده چي لوړېږي
نن دا شمع په پانوس کي پر خپل ځان ژړا ته پرېږده
که مي عمر وفا وکړه یو جواب به درکومه
اوس لا ورک یو په تیارو کي زما کیسه رڼا ته پرېږده
منصور تشه افسانه ده انالحق بله کیسه ده
د هینداري غرغړه ده دا کیسۍ مُلا ته پرېږده
له مجنون سره داستان دی د ازل د خولې بیان دی
وجود یو، مینه یوه ده دا جنون لیلا ته پرېږده
له ایوبه مي راوړي له زخمونو سره شپې دي
ځه طبیبه ته رخصت یې پرهارونه ماته پرېږده
د سبا جنت په تمه نن ځواني سوله برهمه
زما یې خپله ستایې خپله زما عمل سزا ته پرېږده
جهاني درته راغلی د کلو خُمار وهلی
شیخه نن مو لا معاف که ما اویار مینا ته پرېږده
عبدالباري جهاني
ویرجینیا ۲۰۱۷ سپټمبر ۲۷