د ټولنيزو ګټو لپاره په فردي ملکېیت ځني بنديزونه

عثمان غنی زابلی

236

څرنګه چې حکومت د ټولني د حقوقو ساتونکی او محافظ دی نو ځني و خت بايد ددي حقوقو دساتني او حفاظت لپاره په هغه فردي ملکېیت باندي بنديز و لګوي کوم چې د ټو لني يا افرادو لپاره مضر او زيان رسوونکې وي په اسلامي اقتصاد کې دافردو او ټولني ترمنځ توازن او تعادل برقرار شويدي او حکومت ددي توازن او تعادل د ساتلو و ظيفه او دنده په غاړه لري ترڅو هغه مخطل او ګډوډ نشي

د اسلام له نظره حکومت ته د ټولني دحقوقو دساتني لپاره ځني اختيارات او صلاحيتونه ورکړي چې د هغي په و سيله کولی شي توازن او تعادل وساتي.

 الف:  دښووني روزني اواخلاقو په و سيله اصلاح راو ستل 

اسلامي حکو مت دخپلو ټولنيزو مقصدونو دلاسته راوړلو لپاره دقانون او زور څخه دکاراخستلو مخکې د ښووني روزني او اخلاقو څخه کار اخلي په اسلام کې ددي خبري ډير تاکېد شوی چې کوم ټولنيز مقصدونه دښووني روزني او اخلاقو په و سيله لاسته راتلائ شي هلته بايد له زور او جبر څخه کار وانه خستل شي شريعت ددي مقصدونو دلاس ته راوړلو لپاره چې حکو مت ته کوم ا ختيارات ورکړي دهغي مطلب دادي چې خلک په خپله خو ښه په هغي عمل وکړي دخپل ملکېیت  شرعي حدود خپله مراعات او خپلي و ظيفي خپله سرته ورسوي خپل ملکېیت  د ټو لني د ګټي او فايدي لپاره پکار او استعمال واچوي او ټول افراد دی د هر قسم زيان او ضرر رسولو څخه ځان وژغوري دحضرت محمد صژوند موږ ته يوه بهترينه نمونه اومثال دی هغه د قانوني اختياراتو داستعمال څخه مخکې دښووني اوروزني او اخلاقو څخه کار اخستلو اوپه هغه به ئي خلک سمي لاري ته برابرول پدي کې دوې ګټي دی يودا چې اخلا ق او روحاني ترقي سړي ته حاصليږي او بله فايده داده چې دفرد او شخص ازادي ته صدمه اوزيان نه رسيږي.

  ب : په خپل ملکېیت  کې دتصرف څخه منع کول 

سره ددي چه اسلام خلکو ته دملکېیت   حق ورکړی اوهغه ته یي اجازه ورکړي چه په خپل مال کې تصرف وکړي خو ځني بنديزونه ئي هم پري لګولي ځکه مال او دولت اجتماعي او ټولنيز شی دی نو فرد او شخص ته ازادي نشته چې هغه دې مال ضايع او تلف کړي هغه کسان چې خپل مال نشي ساتلی يایي هسې عبس تلفوي نوبايد حکومت هغه ورڅخه واخلي او تر څو چې هغه بيرته نه وي سم شوی بیرته یي ورنکړي قرانکریم پدي هکله مختلف هدايات کړي

[ وَلاَ تُؤتُؤ اْ سُفَهَاء امْوَالَکُمْ الْتِي جَعَلَ اللهُ لَکُمْ قِيَاماً وَارْزُقُوْ هُمْ فِيهَا وَاکْسُهُمْ وَقولُو اْ لَهُمْ قَوْلاً معْرُفاً )

 (اوخپل مالونه کوم چې الله (ج)ستاسي لپاره دژوند وسيله ګرځولي بي عقله خلکو ته مه سپاری البته هغوي ته خوراک او پو ښاک ورکړی او ښي خبري ورسره وکړي ديتميانو معلومات کوي تر څو چې هغوي د نکاح سن ته و رسيږي که چېري په هغوي کې عقل او پوه پيداکړي نو بياورته مال ورکړی) پورتني ايت شريف کې يوه مهمه نقطه بيان شوي چې اصلي ملکېیت  خو د بل چا دی ليکن مال د مسلمانانو د ټولني دی او ټولنه حق لري چې دبي عقلو او ضايع کوونکو خلکو څخه مال ستون کړي ترڅو هغه  په  حال راشي او خپل مال دضايع کېدو څخه وساتي نو په اسلامي حکومت کې که هر څوک خپل مال بي ځايه ضايع کوي دهغه بايد مخه ونيول شي حتي ديتيمانو مال بايد تر هغي خوندي او محفوظ وساتل شي تر څو چې هغه په خپل ځان پوه شي او هغه د ځان په ګټه استعمال کړي يعني د ټولني دا وظيفه ده چې د خلکو دملکېیت  حفاظت په غاړه واخلي او مال د ضايع کېدو څخه و ساتي (قال کان النبي ص عن اضاعۀ المال )بخاري روايت کوونکې وائي چې انحضرت ص موږ منع کولو دمال دضايع کولو څخه :

٤  (قال رسول ص کره لکم ثلاثا قيل وقال واضاعه المال وکثرة السوال )بخاري کتاب

رسول ص فرمايلي دی چې الله ج ستاسي لپاره دري شيان بد ګڼلي قيل وقال کول ،مال ضايع کول ،اوزيات سوال کول.

موطاامام مالک (ح)  حضرت ابوبکر (ض) دشام د مجاهدينو مشر حضرت يزيد بن سفيان ته په خپلو نصيحتونو کې دارنګه و فرمايل تا سي ميوه داري وني مه پرې کوی ،اباده ځمکه مه خرابوي ،کوم اوښ او وزه پرته دغذائي ضرورت څخه مه حلالوي دشاتو مچې مه سوځوی ا ودغنيمت په مال کې خيانت مه کوئ

٦  امام نووي د مسلم شارح همدارنګه ليکي : داضاعت مال څخه مطلب دادی چي مال په غيري شرعي کارونو کې ولګول شي اويا دا چې ضايع سي ددي کار څخه منع ځکه شوي ده چې داکار په ټولنه کې فساد پيداکوي اوالله ج فساد کوونکې نه خوښوي بله داچې که چېري کوم سړی خپل مال ضايع کړي  نوبيا دافکر ورسره پيداکېږي چه دبل چا مال په غلطي سره په لاس راوړي (نووي شرح مسلم کتا ب الا قصيه )

Comments are closed.