د سولې هلو ځلو پر وړاندې ستونزې / خادم حسین

0 613

یو ځل بیا پاکستان له ترهګریزه بریدونو سره مخامخ کیږي. په وروستیو درو میاشتو کې پرلپسې د پیښور، چارسدې او سیهوان سیمو په شمول نور ښارونه هم د ترهګریزه بریدونو ښکار شول، په پاړه چنار کې د میرمنو پر جومات برید یې ښه بیلګه کیدای شي چې په یاد برید کې تر ۲۴  کسانو مړه او تر۷۰ تنه زیات  ټپیان شول.

که چېرته د کرمې ایجنسۍ اهمیت له قبایلي سیمو او د افغانستان له ولایتونو سره پرتله کړو نو ښکاري چې دا ډول پیښې به  ډېرې زیاتې ناغوښتونکې پایلې ولري. د کرمې موقعیت ترهګرو ته دا فرصت په لاس ورکوي څو هلته پټنځایونه جوړ کړي. د دې تر څنګ، دا سیمه د جماعت الاحرار او دې ته ورته نورو ډلو له امله د فرقه پالنې او ترینګتیاوو بنسټیز مرکز ګرځیدلی دی. د دوی د سخت دریځۍ تر ټولو جدې اړخ دا دی چې په  ۲۰۱۴ کال کې کله چې دوی د پاکستان “تحریک طالبان ” څخه بیلیږی نو سمدلاسه داعش سره بعیت کوي.

که د ترهګرۍ په برخه کې د دوی پر نصاب او غږیزو ویناوو بندیز ولګیږي، نو داسې ښکارې چې دا به د هغو ترهګرو پر ضد چې په ټوله نړۍ کې فعالیت لري یو اغیزمن ګام وي. د یادونې ده  چې د دوی دریځ د نړۍ له همغږۍ سره په ټکر کې دی. ځکه چې دوی په دې باور لري چې د نړۍ ټول مخلوقات باید د دوی په  شان  فکر وکړي، یوه ژبه او یو ډول کلتوري او ټولنیزې ځانګړتیاوي ولري. وروسته دا ډول احساسات د دې باعث کیږي چې ټولنیز او کلتوري بلانس له منځه یوسی او د دوی په اصطلاح بېرته د دوی د خوښې خلافت رامنځته شي. همدا علت دی چې په پایله کې فطري عقلي برخورد او نننی بشري تمدن  په غیر ارادي توګه د دوی تر ټولو لومړۍ ښکار ګرځي. داسې ترهګریز یا سخت دریځه لرلید په دوامداره توګه هر هغه معنویت چې  له بشري نوښت سره تړاو لري او د ښکلا او سوکالۍ باعث ګرځي له منځه  وړي.

ښکاره خبره ده چې دا رنګ بحثونه د ارسطو قیاسي منطق سره سمون خوري چې په دې کې پر زیاتو مسایلو پوهیدل ستونزمن کار دی. په دې کې د شیانو پر ظاهري بڼه نظر اچول یانې کیدای شی چې  پر دقیق یا رښتینې مسایلو سترګې پټې شي چې دا هغه څه دي چې په واکمنه مذهبي ټولنه کې ساده خبره ده. د بیلګې په توګه، ډېر ځل جهاد د قتال په مانا اخیستل کیږی، که چېرته دې ټکې ته دا مانا ورنکړل شي نو بیا د دوی په اند مبارزې ته لاره نه پاتې کیږي. اخر د جهاد پایله د خلافت په بڼه راڅرګندیږي او د جهاد پایله یانې شهادت!  همدا علت دی چې دا ډول  فکر دوی له هر چا بیلوي او دوی ځانونه د ټولې نړۍ په وړاندي د جهاد لپاره تشویقوي. لنډ دا چې ترهګر عناصر د پاکستان په شمول په ټوله نړۍ کې له دې تخنیک څخه په کار اخیستنې د انساني بمونو کاروبار کوي چې پایله یې په ځانمرګې بریدونو پای ته رسیږي.

تر اوسه داعش د توکمیزی او مذهبي ترینګلتیاوو په اړه ځان ته یو جلا تصور لري، څو ډېر په مهارت سره ډېرې سیمې او وسایل تر خپل واک او کنټرول لاندې راولي. جماعت الاحرار یوه له هغو ډلو ده چې د داعش له هغو تکتیکونو اغیزمنه ده چې په عراق او سوریه کې یې کارولي دي. دا باید د پاکستان او افغانستان لپاره د اندیښنې وړ وی چې د خراسان داعش په نوم ډله له خونړیو بریدونو وروسته د کرمې ستراتیژیک ځایونه تر خپل کنټرول لاندې راوستی شي. ځایي اداره باید د توکمیزو او مذهبي ترینګتیاوو په اړه هم ګام پورته کړي ځکه  د داعش لپاره دا هم یو فرصت کیدای شي.

له بده مرغه سعودی او ایران  تر اوسه پورې د خپلو موخو لپاره په سیمه کې نیابتی جګړه پر مخ وړي. ځینې داسې راپورونه هم شته چې دواړو لوبغاړو په جنوبي آسیا کې د خپل نفوذ لپاره جګړه پیل کړې ده. دې جګړې ته باید د دوی د تیرو کړنو په چوکاټ کې وګورو او ښکاره خبره  ده چې له دې وړاندې هم دوی  له ډیرو ترهګرو ډلو سره  په افغانستان او پاکستان کې مرستې کولې. خو مونږ سره د دې ډول نیابتی جګړو په اړه پیاوړي شواهد نشته . خو د دې اټکلو د رښتینوالي په موخه موږ کولای شو د ایران او سعودی نیابتي جګړو ته پاملرنه وکړو. د یادونې ده چې دا نیابتي جګړه د سیمه ایز او نړیوالو ترهګریزو ډلو لخوا کارول کیدای شي.

په ۲۰۱۵ میلادي کال کې سعودی له ۳۴ اسلامي هیوادونو څخه یوه ډله رامنځته کړه څو د داعش پر وړاندي وجنګیږي. چې پدې کې ایران هیڅ شتون نه درلود. خو تر کومه چې د پاکستان د لیوالتیا خبره ده نو څرګنده  ده چې د پخواني تقاوعد شوي جنرال تر ګمارني وروسته موږ له یو نوي  پړاو سره مخامخ کیږو. د دې په مقابل کې ایران هم د پاکستان پر دې پریکړه توند غبرګون ښودلی دي.

که چېرې پاکستان او افغانستان له دې ستونزو سره لوبه  کول غواړی نو باید دواړه په ګډه یو ستراتیژیک بنسټ رامنځته کړِي. نه دا چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پلې وتړل شي زکه  له دې سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ لا ترینګلتیا رامنځته شي. بل لور ته تاریخ هم وایي چې پلو تړلو هیڅکله  د یادو هیوادونو ترمنځ مدیریت ته لاره نده اواره کړې . دا هغه څه دي چې موږ ولیدل  چې پاکستان د کرښې په اوږدو کې ۱۲ ځایه لارې وتړلې خو هیڅ ګټه یې ونه کړه بلکې د دواړو لورو خلکو ته یې  زیان ورساوه او غالب ګمان شته چې ترهګر به له دې فرصت څخه ګټه پورته کړي او پټځایونه به رامنځته کړي. افغانستان او پاکستان ته پکار دی چې د یو ګډې ستراتیژي په رامنخته کولو سره د هر ډول ترهګرۍ، بشري تیښتې، قاچاق او ناوړو کړنو پر وړاندې ګډ اقدامات ترسره کړي. زکه  همغږۍ او خپلمنځي باور هغه شی دی چې دواړه هیوادونه له ترهګري او ترهګریزو پتځایونو څخه خوندې کولای شي. د دې ترڅنګ د داعش، حقاني او افغان طالبان په څیر ترهګریزه ډلې هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د یوې سیاسي رهبرۍ په مرسته چې د خبرو اترو په مرسته شونی ده  له منځه تللی شي.  لنډه دا چې د سیمې نورو هېوادونو ته هم پکار ده چې ورته ګامونه پورته کړي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.