د افغانستان وتلی ورو توپ اچوونکی مجیب الرحمن په کرونا ویروس تر اخته کیدو وروسته د آسترالیا کوینز لنډ روغتون ته انتقال شوی دی. مجیب څه موده وړاندې د آسترالیا په سوداګریز لیګ کې د ګډون له پاره آسترالیا ته تللی وو.
د راپورونو پر اساس هغه په کرونا ویروس تر اخته کیدو وروسته د آسترالیا په کوینزلنډ روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
مجیب الرحمن څو ورځي مخکي له یو شمیر نورو افغان لوبغاړو سره یو ځای، د استرالیا په سوداګریز لیګ کې د لوبیدو له پاره دغه هیواد ته تللی. وروسته له هغې چې په مجیب الرحمن کې د ناروغۍ ځینې نخښې ولیدل شوې، هغه د درملنې له پاره یاد روغتون ته انتقال شو.
د معلوماتو له مخې مجیب الرحمن به ښايي د کرونا له کبله، د بیګ باش لیګ په سیالیو کې په لومړیو دوو لوبو کې له ګډونه محروم شي.
د کوینزلنډ د کریکټ مشر ټیري سوینسون ویلي دي چې اوس اساسي موضوع د مجیب روغتیا ده. د هغه په خبره، هغه یو ځوان دی چې له کوره هم لیرې دی او موږ به دا ډاډه کړو چې د هغه سمه پالنه وشي.