د تاریخ زرینې او ویاړمنې کرښې:
د افغان ملت ستر ویاړ راشد خان د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د شل اوریزو سیالیو د لسیزې (۲۰۱۱-۲۰۲۰) د غوره لوبغاړي ویاړ او جایزه ترلاسه کړه. خان په ۲۰۱۵ ز کال کې د کرکټ شل اوریزو نړیوالو سیالیو ته له لارموندنې راپدېخوا د هېواد لپاره ستر اعزاز او ویاړونه ګټلي دي او تر دې چې د نړیوالو لپاره هم یوه بېلګه ده.
د کرکټ په ډګر کې د نوموړي هلې ځلې او وړتیاوې د تاریخ د پاڼو زرینې او ویاړمنې کرښې جوړوي چې د نړیوالو سربېره د افغانستان نوی نسل هم ترې اغېزمن دی، چې له امله یې دغه استثنایي او ستر لوبغاړی د هېواد لپاره ورته ستر ویاړونه راوړي.
افغان اتل راشدخان او ټول افغان ملت ته دې دا ستر ویاړ مبارک وي!
——
خط های زرین تاریخ:
راشد خان ستاره ملی افغانستان جایزه و افتخار بهترین بازیکن یک دهه اخیر (۲۰۱۱-۲۰۲۰) شورای بین المللی کرکت در بازی های بیست آوره بین المللی را بدست آورد. خان در سال ۲۰۱۵ به بازی های بین المللی بیست آوره راه یافت و تاکنون افتخارات زیادی برای افغانستان کمایی کرده است.
تلاش و توانایی های وی خطوط زرین تاریخ دنیا کرکت را تشکیل می دهد که بر علاوه جهانیان، نسل جوان افغانستان نیز از وی متاثر میباشند.
این افتخار به راشد خان و همه ملت افغانستان مبارک باد!
HISTORY ALERT: A historic achievement for Afghanistan’s spin wizard
Rashid Khan
who is declared as ICC’s Player of the Decade from 2011-2020. Rashid Khan earned the prestigious award as he has been the core of Afghanistan’s wonderous T20I Success since his debut in October 2015 and has translated his success across the globe. His impact in limited-overs cricket has been integral and has already inspired the next generation of Afghan youth. A deserving award to an exceptionally gifted cricketer.