افغانستان د صحرا جام سياليو پايلوبې ته ووت

0 573

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې په صحرا جام سياليو په نيمه پايلوبه کې د عمان په ماتولو پايلوبې ته لار وموندله.

په پام کې ده افغانستان له سکاټلنډ يا هم آيرلنډ سره نن شپه پايلوبه وکړي.

افغانستان وړاندې تر دې په دې جام کې آيرلنډ، متحدو عرب اماراتو او ناميبيا ته هم ماتې ورکړې ده.

په نيمه پايلوبه کې د افغانستان لخوا تر ټولو ښه توپ اچونه راشد ارمان او په منډو کې تر ټولو ډېرې شهزاد محمدي وکړلې.

Leave A Reply

Your email address will not be published.