د افغانستان نولس کلنې لوبډلې سينګاپور مات کړ

0 967

په سينګار کې د کرکټ د نولس کلنو نړيوال جام سياليو د غوراوي لپاره په روانو سياليو کې د افغانستان ملي لوبډلې د سينګاپور د نولس کلنو لوبډله په ٧ ويکټو ماته کړه.

سينګاپور لوبډلې د پچې په ګټلو سره په خپله د بېټنګ پرېکړه وکړه او په ٢٦ اورونو کې يې د افغانستان نولس کلنو لوبډلې ته د ٩٣ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان له خوا يوسف ځاځي ٥، نوين الحق ٣ او ظاهر پکتين دوه لوبغاړي وسوځول.

افغانستان ياد هدف په ١٧ اورونو کې د ٣ لوبغاړو په تاوان پوره کړ.

د افغانستان له لوري نويد عبيد ٣٠، عمران محمدي ٢٧ او طارق ستانکزي ٢٥ منډې جوړې کړې.

د لوبې غوره لوبغاړى يوسف ځاځى شو، چې پنځه ويکټې يې اخيستې وې.

په دغه روانو سياليو کې دا د افغانستان لوبډلې دوهمه بريا ده. له دې مخکې يې د ماليزيا لوبډلې ته په ٨ ويکټو ماتې ورکړې وه.

په دې سياليو کې د افغانستان سربېره، ماليزيا، نيپال او سينګاپور ګډون لري او د جام ګټونکې به په دوه زره اتلسم کال کې د اسيا د لويې وچې د نولس کلنو لوبډلو د کرکټ په نړيوال جام کې لوبېږي.

Leave A Reply