د کریکټ د شپږیزې سیالیو په دوام بند امیر، بوست ساتونکو او کابل بازان، سپین غر ته ماتې ورکړه.
لومړۍ لوبه د بند امیر او بوست ساتونکو لهخوا وشوه چې په کې بند امیر لوبډلې په ټاکل شویو شل اوورونو کې د اووه لوبغاړیو په اوټ کېدو بوست ساتونکو ته ۱۵۴ منډې هدف وټاکه، خو بوست لوبډلې بیا د شل اوورنو په لوبولو سره ۱۴۸ منډې وکړې او لوبه یې بایلوده.
په بله لوبه کې کابل بازان او سپین غر لوبډلې سره مخ شوې. سپین غر لوبډلې په ټاکل شویو شل اوورونو کې د څلور لوبغاړیو په اوټ کېدو ۱۸۴ منډې وکړې، خو لوبه د باران ښکاره شوه او کابل بازانو ته هدف ۱۵۷ او اوورونه ۱۷ وټاکل شول چې په پایله کې یادې لوبډلې ټاکل شوی هدف د اووهلسم اوور په دویم توپ د دوه لوبغاړیو په اوټ کېدو پوره کړ او بریا یې خپله کړه.