!!رسنیزه څرګندونه

نصیر ستوری

0 712

د افغانستان د ربړې او د ټولیزو(عمومي) حالاتو  داسې څرګندېږې، چې یو څه اووښتونونه او بدلونونه راروان دي.

پدې لړ کښې د ډیورند د تش په نامه  کرښې اخوا میشت پښاته هم بې اغېزې نه شي پاتې کیدای، نو که په راتلونکي

کښې هر اوښتون/ بدلون راځې نواړینه  ده، چې دا اوښتون لکه د ۲۰۰۱ کال د بن د کنفرانس دپرېکړې  په شان

غیر عادلانه او  دپښتنو پر ضد نه وي.

د روسیې په کوربه توب د18.03.2021 نېټې غونډې  وښوده، چې د افغان حکومت او د تالېبانو پلاويو کښې

د پښتنو  استازو ته ځای نه وو ورکړل شوی.

تالېبان  چې په ښکاره ډېره کی (اکثریت)  نژادي پښتانه دي، د پښتنو استازولي نه شي  کولی او نه د

پښتنو استازي دي او هغوۍ هم ځانونه د پښتنواستازي نه  بولي.

دا چې پښتانه په سيمه کې يو ستر ځواک دى، هېواد او سيمى ته ټېکاو(ثبات) او امنيت بخښي،

نو د دوحې د سولې په خبرو کښې او دترکیې په راتلونکې غونډه کښې د پښتونخوا ( احمدشاه بابا افغانستان)

د ملت پاله سیاسي او غیري سیاسي ډلو ټپلو ونډه او برخهاخستل به تلپاتې اوربند ته  ارومرو لاره اواره کړي،

د سولې خبرې اترې به لا ګړندۍ کړي او ريښتینې سوله به پلي کړي.

مونږ د سولې د خبرو اترو له اړونده ډلو او واکمنو څخه  په کلکه سره غوښتنه کوو، چې د سولې په خبرو

کښې دې پښتنو  ته د غوڅډېره کي او د قربانیو پر بنسټ ونډه ورکړل شي، تر څو امن او سوله یقیني شي.

دغه راز تالېبانو ته په کار ده، چې  تر هرڅه لومړی اوربند اعلان کړي، چې د بېلابېلو نومونو لاندې

د پښتون وژنې لړۍ بنده شياو د بهرنيو  پوځونو وتلو ته لاره برابره شي.

د نړیوالو او ډیموکراټیکو نورمونو سره سم دې دملګرو ملتونو تر څارنې لاندې  ولسمشرېزې ټاکنې تر سره شي،

په سوله ایزه لارهدې  نوې حکومت ته واک  وسپارل شي.

که اړتېا ولیدل شي، په اساسي قانون او دغه راز د  شته نظام په  ادارو کښې   دې سموونه (اصلاحات) راوستل شي.

د سولې د خبرو ځنډول  ېا اوږدل د پښتنو/ افغانانو د وژلو او د ملي شتمنیو لوټولو او ویجاړولو غزول دي.

بی  له  خبرو اترو، اوربند او سېاسي هوکړې بله لار نه شته،  مخکې وي او که  وروسته، ټول به دې لارې ته راځي.

په جنګ اوزور کلي نه کېږي.

په پایې کښې یوځل بېا دسولې  د خبرواترو په ښکېلو  غاړو  په کلکه ټېنګار کوو،

او غوښتنه ترې کوو، چې د پښتنو وژنه چې د هرلورې له خوا تر هر نامه لاندې  سره کېږي  بنده کړي.

 

په درنښت

نصیر ستوری

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند جنرل سیکرټري

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply