د دوستی فرهنگی ټولنې د اختر د مبارکی پيغام

252

سويډن – مالمو

د۲۰۲۱ ز کال دمی ۱۱

خلگ وايي چي راغلی بيا اختر دی / داپه چا باندي اختر دی خداي خبر دی

استاد پژواک

درنو دوستانو اخترمو بختور شه !

وطنداران مسلمان و متدين!

حلول عید سعید فطر رابه همه شماوسایرمسلمانان جهان از صمیم قلب تبریک وتهنیت عرض نموده ،از بارگاه ایزدمتعال یک افغانستان باامن ومرفع استدعا مينمایم .

سپېڅلو او پتمنو هيوادوالوو!

په سويډن کښي ددوستۍ فرهنگی ټولنې د مشرتابه جرگې په استازيتوب ، تاسو شرافتمندو افغانانو،ستاسو درنوکور نيو اودوستانو ته د نيکمرغه کوچنی اختر د را رسیدو له امله دزړه له کومې مبارکی اونېکې  هېلې وړاندي کوم .

تاسو زورېدلو او کړېدلوهيوادوالو ته د کوچنی اختر دمبارکيو په ويلوسره ددې نېک مرغه ورځو په برکت  د لوي اوبې نيازڅښتن له دربار نه  د خوښ، نېکمرغه ، خوشحاله ژوند،په هيواد کي ددتل پاتي سولی دراستنېدواو دامن هیله کوم .

پدې پوهېږ م چې زما په هيواد کي اختر هغه اخترنه دی چې په کورونوکي د نووکاليو او نکرېځو د خوښيو اوخندا ډکي خبري کېدلې،له بده مرغه زموږ د هيواد غوځ اکثريت د کورنيو او بهرنيو دښمنانود افغان وژونکی او ورانوونکې جگړې له امله دغم پر لمڅي ناست او اختر ترينه هيردی . ځکه خو په حقيقت کي دچاپرخوله دمبارکی خبره نه راځی ،زموږ ولس وايي دادچا اختر ؟ موږ اخترنلرو، موږ دغم پر پېڅول ناست په کومه بهانه اوکومه خوله وخاندو!!!

د پاکستاني چارواکو او ايراني اخوندانو او نورو افغان دښمنو د بربنډو لاسوهنو پر بنياد طالب ، داعش  اونورووسله والو منفورواوقاتلو ډلوپوسيله ددې په نوم چې افغان وژنه، ورانۍ اوماشومانو سرونو پرېکولو، ځانمرگی بريد او انفجار  جهاد دی ،ددوي  په وينا د بېگناه انسانانو قاتلانو او وژونکو پر وړاندي د جنتونو دروازې پرانستل کيږي ،هره ورځ په لسگونوبې گناه انسانان د قدرت دتږ واوهمدې گاونډو روزل سوو نوکرانولخوادخپل خداي ورکړی ژوند نه محروم  اوپه شهادت رسېږې .دادهمدوي کړنې دي چې زموږ ولس اخترونه نلري اوخوښيو د دوي له کور اوکهول نه گډه کړې ده .

خداي دې وکړی چې ډير ژر د داسې يوې ورځې شاهدان اوسووکوم چي زموږ زورېدلی اوغمځپلۍ ولس  ديوخپلواک  او سوکاله افغان  په توگه ،په خپل هيواد کي د سولی اوثبات په شرايطوکي د ژوند کولو امکانات ولري .

موږ وپدې هېلو يو چي د دې وطن هر وگړۍ اختر ولري ،هره شپه ئې برات او ورځ ئې اختر وي .امین یارب العالمین

په سويډن کښي د دوستۍ فرهنگی ټولنې مشرحبيب الله غمخور

Comments are closed.