د ارواښاد عبدالرحيم مجذوب له درنې کورنۍ سره د خواخوږۍ (تسليت) پيغام

سيد حسين پاچا

943

انا لله وانا اليه راجعون

د ارواښاد عبدالرحيم مجذوب له درنې کورنۍ سره د خواخوږۍ په پار

په خواشينۍ سره مې له تاند او دعوت پاڼو څخه خبر ترلاسه کړ چې ارواښاد عبدالرحيم مجذوب د ښاغلي فضل الرحيم مروت پلار په حق رسېدلی او له دې فانې يا نيمګړې نړۍ څخه يې سترګې پټې کړي دي.

ارواښاد يو ارام، نرم او د پوست مزاج څښتن وو. شاعر هم وو او په شاعرۍ کې د يو ځانګړي سبک څښتن وو. څنګه چې خپله يو نرم او ملايم انسان وو همدغسې ورته څښتن تعالی اولادونه هم ورکړي وو.

ښاغلی مجذوب چې د ښاغلي فضل الرحيم مروت پلار دی او ښاغلي مروت له ارواښاد پروفيسور عبدالرسول امين سره د ازاد افغانستان د ليکوالو په ټولنه کې چې وروسته بيا د ((د افغانستان د مطالعاتو مرکز)) ته واړول شوه د ((وفا)) په انګرېزي ګڼه کې د ژباړې، سمون او د مخکتنې همکاري کوله. ډاکټر عادل ظريف به هم ورسره وو. ښاغلی مروت د ډېرو لوړو اخلاقو څښتن دی او له هماغه نويمو کلونو راهيسې زه د مروت صاحب له پلار له ارواښاد مجذوب سره اشنا شوی وم او شعرونه يې زما ډېر خوښېدل.

زه د ارواښاد مجذوب له درنې کورنۍ سره په دغه ستر غم او خواشينوونکې پېښه کې ځان شريک بولم. دا چې مرګ يوه حقه لاره ده او پر دې به ټول ور روان يو، خو څوک مخکې او څوک وروسته. زه ګران دوست ښاغلي ډاکټر فضل الرحيم مروت او د هغه ټولې درنې کورنۍ، خپلوانو او دوستانو ته د زړه صبر غواړم. څښتن تعالی دې هغه وبښي او الله تعالی پرې ورحميږي. الله تعالی دې يې قبر روښانه او د جنت الفردوس هغه اعلی درجات او منزلت ور په برخه کړي. امين

په درنښت

سيد حسين پاچا

Comments are closed.