د نوی عيسوی کال د رارسېدو له امله د مبار کی پيغام

112

سويډن –  مالمو

د۲۰۲۲ ز کال ددسمبر ۳۰ مه

د نوی عيسوی کال د رارسېدو له امله د مبار کی پيغام

درنوهيوادوالو!

 تاسو اوستاسو ددرنې کورنۍ فرد فردغړو اودنړۍ ټولوولسونو ته  د۲۰۲۲  ز کال درارسېدوله امله دزړه کومې مبار کی اونېکې هيلې وړاندي کوم .

برادران وخواهران گرامي !

به مناسبت فرارسيدن  سال ۲۰۲۲ عيسوی  صميمانه ترين وگرمترين تبريکات قلبی خويش را به شما وهمه کسانکه اين روز راخجسته ميدانند تقديم ميدارم . آرزومندم سال نوعيسوی براي همه باشنده گان جهان وهموطنان ما يک سال خوب،سال صلح وصفا باشد.

دادی دنړۍ بې شمېره کړېدلی ولس  يوبل کال هم شاته پرېږدي اونوی کال ته دزياتو ارزوگانو اواميدونوسره سترگي پر لاردی . دوي يوڅه غواړي،هغه سوله ،ټولنيز عدالت ،سوکالي  اوانساني کرامت ته درناوی .

له بدمرغه په تيرکال کي دځمکې دکرې پر مخ اوسېدونکوولسونوپه ځانگړې توگه افغان ولس هيلي اوارزوگاني يوځل بيا په ناهيليو بدلي سوې  . خلکوسوله غوښتل، مگر هغه رانه غله،دامريکا اوزبرځواکو دمعاملو له مخې  پر تاريخي افغانستان شل کاله پخوا رټل سوې ډله چې داشل کاله د پاکستاني استخباراتو لخوا په مختليفو مدرسو کي ددوي پلاس ددوي هيواد ورانۍ او وطندار وژلو لپاره روزل کيدل دهمدي کال داگست پر ۱۵ ديوې استخباراتی معاملې اودامريکا دجمهوررئیس دغيرمسولانه سياست له امله پر افغان ولس حاکمه سول .

اوس افغان ولس له هغو سياسي ،اقتصادي ،فرهنگی اوټولنيزو ناخوالوسره لاس اوخگرېوان دی چې دبشريت تاريخ یې بېلگه نه پېژنی   .

داچي ددوي په راتگ سره زموږ دهيواد ۲۴ ميلونو زيات وگړي له  لوږ ي، بېکاری ،ناروغی ،دښځې اوماشوم سره نارواکړنې ،دهغوي پروړاندي دښوونځيو اودکارځاي دروازوتړل ،د۲۱ قرو له ټولو لاسته راوړنونه ددوي په تعبيرداسلام په نوم دافگان ولس محرومول ،  اقتصادي ناخوالي ،ظلم اوستم ،دهېروئينواونورو وژونکو توکوپټه اوښکاره سوداگري  په ټول قوت پرخپل ځاي پاته ده اوزموږ ولس ددې  بشری ناورين سره لاس اوگرېوان  دي .

زموږ هيوادوالوهم لکه دنړۍ نورولسونه دنړيوالي ټولنې څخه  انتظاردرلودچي په تير ۲۰۲۱ زکال کښي به افغان ولس دستونزو دهواری لاري چار ي ولټوي اوزموږپه هيوادکي به سوله راشي .متاسفانه دافغان کړېدلې ولس دغه انساني ارزو تراوسه لاداميدونوپه ټال ځنگېږي .موږ تراوسه لاهم ديوې روښانه راتلونکی ،سولي اوثبات  داسي کومې  نښې نښانې نه گوروچي انسان ورته اميدوار اوسي .

دوي پداسي حال کښي له افغانستان څخه  ووتل چې  تربلې هرې ورځ دافغانستان امنيت اوځمکنۍ بشټړتيا له جدی گواښ سره مخ دی افغان ولس ته یې داسي جنجالونه  پرېښودل چې پايلې یې نه تنهاچي روښانه ندي ،بلکی اميدوارونکی هم ندي .

که امريکا ،ناټو،اروپايي ټولنه اودشانگهاي سازمان دافغان ولس دښېرازی اوپرمختگ سره روښتيانۍ علاقه لري اوغواړي دلته  تل پاتې سوله اوثبات راسی نوښه خبره داده چي افغان ولس له خپلې دغه داگست د۱۵ له ډالی نه خلاص اوپه افغانستان کي دټولوشموله دولتي ادارې جوړولوته چې عام شموله اومسلکی دولتي اداره وي اودنړۍ ټولو اصولو،دموکراسي ،ټولنيزعدالت ته ژمنه وي .

ددغه روان ناورين دختمېدوپه موخه  دافغانستان دټولوخوابدواړ خونو،سياسي گوندونو،،قومی اوفرهنگی شوراگانو بهرمېشتو افغانانو سره بې له استثنا ډيرعاجل خبرې  پيل  کړي .

دا اړينه بولوچي دافغانستان دروښانه راتلونکې  اودافغانستان کي دسولي اوثبات  په خاطر دټولوخوابدو خواوو په گډون ديوه افغان شموله نړيوال کنفرانس دجوړېدوامکانات  په افغانستان کښي دننه برابرشي  . اوپدې کنفرانس کي ټولوافغانانوته هرچيري چې اوسی،دهرې نظر يې اوعقيدي خاوندانو اوپيروانوچې وي دپراخ اوفعال دگډون امکانات  برابرشي .

موږ اميدواريوچي په راتلونکي عيسوی کال کښي به  نړيواله ټولنه دافغان ولس په وړاندي خپلو مسوليتونواوتېروتنو پایلوته متوجه سی .

ډېره اړينه خوداده چي دتيرو ((۲۰  )) کلونودتيرتنونه دعبرت درس په اخيستلوسره دافغانستان دسياسي اوپوځی لانجې دحل هغه لار خپله سي کوم چې افغانان داهرورځ دهغه يادونه کوي،ترڅوافغان ولس چې داڅولسيزي په ځانگړې توگه دا(( ۲۰)) کاله دجگړې داورپه لمبوکښي کړېږ ي له دې کړېدلي اوزورونکی  حالت نه دتل لپاره نجات مومي .

دنړۍ زبر ځواکو!

 راسئ دمځکي دکرې مخ  دجگړو او وسله والوسياليو داوردلمبوپرځاي  دسولي اواقتصادی غوړيدو، هوسا اوبسيا ژوند، ټولنيزواوفرهنگی پرمختگونو دسياليو په ډگر بدل  کړ ئ،چې ټول بشريت مو ملاتړی اوترشاودرېږي .

په سويډن کي د دوستۍ فرهنگی ټولنې د مشرتابه په استازيتوب حبيب الله غمخور

Comments are closed.