د بختان د بخت ستوری به زموږ د ادب و فرهنگ پر هسک همداسې تل ځلاند وي!

0 661

پوهاند دوکتور م.ا. زيار

اکسفورډ-۲۷ فېبرور۲۰۱۸

د بختان د بخت ستوری به زموږ د

ادب و فرهنگ پر هسک همداسې تل ځلاند وي!

 

د انځور حقوق علومو اکاډمي Image caption عبدالله بختاني خدمتګار د پښتو ژبې د غني کېدو او د عدم تشدد مفکورې د پياوړتيا لپاره لسګونه کلونه د قلم له لارې خدمت وکړ

تر هغې گړۍ نيمه  وړاندې چې د بي بي سي پښتو خپرونې خبر مې تر غوږ شي، د يوه نوميالي پارسي شاعردوست ((رفعت حسيني)) دالاندې برېښليک مې تر سترگو  شو:

 

ناراحت وخيلی دلگيرشدم که آگاه گرديدم

عبدالله خدمتگار بختانی

وفات نموده است.انسان باشخصيت وآگاه بود

 

اين شعر ازوست که سالهاپيش

نورجهان …آنرا خوانده است:

زد ز بی رحمی به تيغم يار، ياری را ببين

ساخت كارم را به زخمی، زخم كاری را ببين

رفت و بی او زنده ماندم سخت جانی را نگر

آمد و مردم ز خجلت شرم ساری را ببين

هغه  په رښتيا سره پر ((افغاني-پښتني)) او ان ((سيمييز)) کچ د پوهې او فرهنگ يوستر خدمتگار وو او لږ ترلږه  يې د خپل ۹۳کلن ژوند اوياکاله دغه وياړلي خد مت ته ځانگړي کړي ول. هغه لا دخپلو (ديني) زدکړو په ړومبيو کې د ((قلعټکي)) صاحب په پازوالۍ چلېدونکې ((ننگرهارورځپاڼې)) ته لارموندلې او ليکوالي-رسنيزو کٌړاوونو (مشقونو) ته ملاتړلې وه. همداچې د ((موليتابه)) پگړۍ  يې پرسر کېښوول شوه، ادبي ليکنو څېړنو ته يې مخه کړه. ځکه دې پايلې او پرېکړې ته وار له مخه رسېدلی وو چې د دين د خدمتگارو څه  کمی نشته او پر وړاندې يې د پوهې او فرهنگ هغه له نشته برابر دي، نو همدې اړين ((دنيايي)) خدمت  ځنې رښتينی اوټولمنلي  ((خدمتگار)) ورغاوه.

داسې برېښېده چې گوندې د لېوني سردار جمهوري فرمان  له مخې يې ((خد متگار)) د تل لپاره د سيمه ييز نوم ((بختانی))  ځايناستی شو، خو نه، ده له ډېر مهال راهيسې ځان د پاچاخان له ((خدايي خدمتگارانو)) څخه شمېرلی وو او دا ورته يوه په زړه پورې پلمه شوه چې دغه دويم لنډنوم (تخلص)  هم را  خوندي کاندې.  د يوه پرمختللي (مترقي) انسان په توگه يې په ژوندجگړه کې د هماغه ستر بوميا ((پاچاخان))پر پله پل اېښی وو او ورته سوليزه او سوله ييزه (عدم تشدد) لاره يې پسې اخېستې وه:  که هغه د((ويښ ځلميانو)) په تړاو وه، که د ((ا.خ.د.گ)) په تړاو!

تش په نامه جهاد يې هم د هماغه بوميا پر پليونۍ د دواړو (امريکايي- شوروي) زبرځواکونو ترمنځ د ((سړې جگړې)) يوه ((توده  مخامختيا)) بلله، نه د((کفر و اسلام جگړه)) او بيا له تورې -سپينې يې، سره ارتجاع غنيمت برېښېده. کله چې ځانپلو رو جهاديانو د پېښور له ((گور نمنټ هوس)) د هېواد او بيا ډېری چوپه خوله هېوادوالو د چورچپاول د مرگ و ژوبلې يو ((قانوني)) لاسوند ترلاسه کړ او د((شوربازار حضرت بچی)) يې تر ټولو مخکې ورپاچاکړ،نو زموږ ((فرهنگيال-سياستوال)) ځنې و نه ډار شو او په خپل کارځای (اکاډمۍ) کې يې د دويم سقاو تر اورلمبو لاندې ادبي ليکنو څېړنو ته پا ينه ورکړه.  په موږ راتښتېدلو پسې پېښور ته يو وار راچکرشو. داچې  او سره د رحمان بابازيارت  ته مو د ورتلو په تکل کې شو، نو هغه  اوږده لاره مو په خبرو لنډوله. تر ټولوناويلو مې ورسره لومړی داپوښتنې او غوښتنې رامخته کړې: ((ولې دې ځان او کورنۍ په هغو سرو لمبوکې سېزې، په کارده، کښته راشې. د پاچا خان پا تشوني گوند دو مره مېړانه کړې چې موږ ټول برنيان او بيا روښاندان  دغلته بې ويزې راشو اوسرونه پر سيو رو کړای شو. هن که کورنۍ نه راولې، يوازې تاته خو خپل کليوال ((پيرگيلاني)) د استاد پژواک په څېر  يو دوتر د استوگنې لپاره  په ډېر وياړ وخوښۍ درځانگړی پر گوته کوي. که نه، د خونديتابه لپاره مو د ((محاذ ملي)) پېژ ندپاڼې لاسته را وړنه .د گړۍ نيمې خبره ده. له اقتصادي ستونزې سره هم  په دې نه مخا مخېږئ، په هماغه لگښت چې په کابل کې کوئ، په پېښورکې  مو بس کېږي. زما غوندې به د پسر لي صاحب  له ((سپېدې)) او د رسول امين د(( ليکوالوټولنې)) له مهالنيو سره به قلمي مرسته کوې، په دغه  لړکې د ډاکتر فريد بزگر ((کور)) نومې فرهنگي – ټولنه  خو بې له هغې روسي ژباړونکي ته ټينگه اړتيا لري!

او ده راته د صوفي بابا دا شعر زمزمه کړ:

په ښه خوی له بدخواهانو بې پروايم

په نرمۍ لکه اوبه د اور سزا يم!

ماته هم، لکه کوم شاعرانه الهام شوی وي، د همدې پايته رسېدونکي لمريز کال  مې دهمهغه په رغاونه له ((نورځ)) تر غبرگولي د هېواد په دوه مياشتني علمي-فرهنگي يانه کې دا هوډ وکړ چې هرو مرو به يې گورم. يو ځوان دوست يې  د خيرخانې او هوايي ډگر تر منځنۍ  سيمې بوتلم او د کور زنگ مو ور و ترنگاوه. همداچې نمسيانو يې راته وويل، پلار و نيکه دواړه له نورو بختاني مېلمنو سره پغمان ته تللي، نو موږ هم ورپسې ترپلل، د کرغې ډنډ پرغاړه ديوې دمې لپاره د ملي لروينون مشر (زرين انځور صاحب) دوبني کورته ورننوتو. تر تودو سړو اوبو روسته مو چې غوښتل ، تر پغمانه د بختانيانو کرښپل  پسې واخلو، همدغلته راورسېدل . تر لمرپرېواته مو سره گډ تېرهېر يادونه راتاند کړل. نور ملگري يې انگړته راووتل او پخپله شپېته کلن دوست  همدا ټينگار کاوه چې د ماښامنۍ مېلمستيا لپاره ورسره تر کوره ولاړشم، او  يا کومه بله ورځ ورسره د ور تگ  يوه پخه ژمنه وکړم.  په پای کې مې د ننگرهار، لغمان او کونړ پوهنتونو ته د تگ په پلمه ځان ځنې پخشوکړ.

په راهسکېدو کې مې ورسره لاس مرسته وکړه ، تر گاډي  ورسره بدرگه شوم، خو ترپايه يې د گاډي له کړکۍ نه روسته روسته راکتل او داسې يې راڅرگندوله چې دايې راسره روستي ليده کاته ول؛ او مټې اوس  چې ترتله رانه جلا شو، دا ټپه

مې  پرلپسې پر شونډو غځونې کوي:

که زه خبر وای چې بېلتون دی

مابه اشنا ترلاس نيولی گرځونه!

د هغه تلځلاند ستوري اروا ښاده غواړم، کورنۍ او د شعرو ادب مينانو ته

ته  يې د ځان او کورنۍ له خوا  ژورې خواشينۍ او خواخوږۍ وړاندې کوم!

Leave A Reply