محمد ایاز نوري آزادي/ د طالبانو وسله وال مقاومت ته زما رجوع

0 448

محمد ایاز نوري آزادي

۲۹/۰۳/۲۰۱۸

د طالبانو وسله وال مقاومت ته زما رجوع

 

 

محترمو زما هېواد والو د طالبانو د تحریک غړو ، السلام علیکم و رحمت الله و برکاته

 

په درنښت سره دا، چې ستاسو د مشرتابه هئیت سره له نژدې نه پېږنم، لاکن زه ستاسو یو وطنوال او یو دینی ورور یم. موږ او تاسو افغانان یو او یو شریک هيواد تاریخي افغانستان زموږ د پلارونو او نیکونو څخه اوس موږ ته په میراث راپاتې دئ. زه لکه یو خپلواک افغان سړی هم لکه تاسو او هر وطنپال افغان د خپل پلارني کور په دغه جاري له ملي مصیبته ډک حال باندې د زړه له کومې خفه یم. زه کلک په دې عقیده یم، چې دغه لیکنه که زه د ځان لپاره او دنیائي ګټې لپاره کوم، نو زما حکیم خالق به د حساب په ورځ زما څخه پوشتنه کوي.

درنو وروڼو! دغه اوس مازیګر نا وخته د پردیتوب په ټاټوبي کښې له ورځني ستړي چار څخه کور ته راورسیدم. د یوې افغاني نشراتي خپرونې څخه مې واورېدل، چې د ګران هېواد افغانستان زموږ په سرو وینو لړلي هلمند میشته زموږ خورانې او وروڼه د لشکر ګاه څخه تر موسی قلاء پورې تاسو ته د سولې په خواست در روان دي. ما د هغه یو هلمندي زموږ ځوان ورور ژړا او کوکې د جنګ له لاسه واوریدې، چې ډیر ورته خفه شوم. بناً زه تاسو ته د اوسني جاري ملي مصیبت د درولو لپاره داسی وړاندیز کوم، چې تاسو سر له نن څځه یو اړخیز ډز بندي یا اوربند د افغان حکومت او د ناتو قواوو سره اعلان او عملي کړئ. په تعقیب په یوه مناسب ځای کښې، چې تاسو ته غوره وي، د امریکایانو او افغان حکومت سره د خبرو تیاری اعلان کړئ. د خبرو د میز پر سر خپلې ټولې غوښتنې لکه د بهرنیو قواوو وتل ویش او نور مسائل ورسره مطرح کړئ. دا به یو بهترین حالت د یوه آزمایش وي، چې نور بیا څوک زموږ ګران افغانستان کښې جنګ او جګړه غواړي، څوک زموږ د هیواد بربادي غواړي او څوک زموږ د وطن او خلکو خیر غواړي. خپل اوربند ته تر یوې میاشتې دوام ورکړئ…! هیله ده که دغه ترتیب زموږ د مظلوم افغان ولس او ګران افغانستان د نجات سبب وګرځي. دغه زما یو وړاندیز تاسو محترمو وروڼو ته وه، نور ستاسو اختیار دئ.

 

پای

Leave A Reply