افغان حکومت یو ځل بیا د ملکي تلفاتو پر مخنیوي ټینګار کړی

0 300

افغان حکومت په داسې حال کې د ملکي مرګ ژوبلي پر مخنیوي ټینګار کوي چې په دې وروستیو کې په ځمکنیو او هوایي عملیاتو کې ګڼ ملکي وګړي وژل شوي او یا ټپیان دي. د امنیتي سکټور رهبرۍ جلسې نن په یوه ناسته کې یو ځل بیا د ملکي مرګ ژوبلې پر مخنیوي ټینګار کړی دی. له ملي امنیت شورا نه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب په مشرۍ د امنیتي سکټور جلسې د هرات، بلخ او بدخشان ولایتونو امنیتي وضعیت ارزولی دی. سرچینه کاږي په دې ناسته کې د مرګ ژوبلې د مخنیوي پر جدې پلان جوړونې ټینګار شوی او په دې برخه کې اړوندو مسوولینو ته لازمې لار ښوونې شوې دي.

Leave A Reply