محب: اوربند د سولې لپاره لازمي شرط دی

0 112

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هند کې رایزینا کنفرانس ته د وینا پر مهال، یو وار بیا باثباته او واقعي سولې ته د رسېدو لپاره پر اوربند ټینګار وکړ.

ښاغلي محب وویل، اوربند د پایداره سولې مهم عنصر دی: ((اوربند حکومت ډاډمنوي، چې زموږ دښمنان هم نه یوازي دا چي د سولي د راتګ په اړه رښتیني ‌دي، بلکې ددې وړتیا هم لري چي د سولي په ممکنه تړون کي خپل مسؤلیتونه سرته ورسولی شي.))

ښاغلي محب د پایداره سولې تامین په برخه کې له ګاونډیانو او شریکانو څخه هم د همکارۍ غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه، سره له دې چې موږ سولې لپاره خلاصه غېږه لرو، د تاوتریخوالي پر ضد درېدو ته هم کلکه اراده لرو.

د ملي امنیت سلاکار د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو وړتیا وستایله او وې ویل، په افغانستان کې د تېرو دوو ټاکنو د امنیت په تامینولو سره هغوی خلکو ته زمینه مساعده کړه چې پر جمهوریت او ډیموکراسۍ بېرته خپل باورونه ترمیم کړي: ((افغان ځواکونو ۸ ولسوالۍ له مخالفینو څخه بیرته نیولي، جنګ یې د مخالفینو تر مراکزو رسولی او د طالبانو نظامي تحرک او قوت یې له منځه وړی دی. ددې نظامي فشار په نتیجه کي تر ۶۰۰ ډېر  داعش جنګیالي تسلیم شول، د دوی مراکز پاک او پټنځایونه یې خالي شول.))

د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وویل، مونږ په  ننګونو کې فرصتونه لټوو او د ننګونو ـ خنډونو تر څنګ به چټک پر مخ ځو.

د هغه په خبره، موږ اوس د خپلو خواریو او پر افغانستان د اعتقاد درلودلو پایلې ګورو، په خاصه توګه د امنیت، سیمه ییزو همکاریو او سولې په برخو کې.

Leave A Reply

Your email address will not be published.