د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ادریس زمان نن کابل کې د ایران سفیر بهادر امینیان ور غوښتی و او د افغانستان په تړاو يې د سپاه پاسداران د هوايي ځواکونو قوماندان د وروستیو څرګندونو وضاحت ترې غوښتی دی.
د بهرنیو چارو وزارت له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ایران سفیر ادریس زمان ته ویلي چې ایران د ګاونډیتوب اصولو ته ژمن دی.
د سفیر په وینا، ایران د افغانستان پر وړاندې هېڅ منفي نظر نه لري.
نوموړي څرګنده کړې چې رسنۍ د ایران د نظامي ځواک د قوماندان څرګندونې ناسمې انعکاسوي.
د ایران د هوايي ځواک قوماندان ویلي و، افغانان دې امریکایان په خپله خوښه وباسي، کنه په زور يې پرې باسو.