د ټاکنیزو کمېسیونونو مخکېني کمېشنران په دوه نیم کاله بند محکوم شول

0 79

د اداري فساد پروړاندې د مبارزې د عدلي او قضايی مرکز استیناف محکمې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د پخوانیو غړو د بند موده  دوو نیمو کلونوته راټیټه کړه.

 د ټاکنو د خپلواک کمیسیون پخواني غړي د خلکو په رایو کې د لاس وهنې، له صلاحیتونو ناوړه استفادې او په دنده کې د غفلت په جرم په پنځو پنځو کلونو بند محکوم شوي وو.

 د اداري فساد پروړاندې د مبارزې د عدلي او قضایي مرکز استیناف محکمې نن په یوه علني غونډه کې  هر یو غړی په دوه نیم ، دوه نیم کاله بند محکوم کړل.

محکمه وايي دا وروستی حکم نه دی او محکوم شوي کسان کولای شي خپلې دوسیې مخکې یوسي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.