پاکستان تایید کړه چې طالبانو د تاوتریخوالي کمېدو ته غاړه اېښې

0 109

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي، طالبانو افغانستان کې د تاوتریخوالي کمېدو ته چمتووالی څرګند کړی دی.

قریشي په یو ویډیو پیغام کې څرګنده کړې چې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي کمېدو اعلان د سولې پروسې برخه کې یو ښه پرمختګ دی.

د هغه په وینا “دا یو ښه پرمختګ دی، سولې ته د رسېدو لپاره مزل رالنډوي. مونږ یې هرکلی او ملاتړ کوو.”

قریشي ویلي هیله مند دی چې د افغانستان د سولې لپاره دغه ګام به پر پاکستان هم ښه تاثیر ولري.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت د بین الافغاني مذاکراتو پیل لپاره شرط اوربند یاد کړی و.

Leave A Reply

Your email address will not be published.