د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا، هلمند کې د خُرما «کجورو» سوداګریزو بڼونو جوړولو طرحه منظور او په ۱۳۹۹ یم مالي کال کې پلي کیږي. د هلمند د کرنې رییس زلمي الکو وایي، چې ددې طرحې پر اساس په ۱۳۹۹یم مالي کال کې په دې ولایت کې د خُرما «کجورو» ۲۵ جریبه سوداګریز بڼونه او کلیکسیون جوړیږي.
دغه بڼونه په دې ولایت کې د کجورو د بڼونو جوړولو د ترویج او پراختیا په پار جوړیږي.
کرنې وزارت وایي، د دې وزارت له برنامو څخه یو هم د خُرما ونو پالل، روزل او بڼوالو ته پېژندل دي. دغه وزارت بڼوالو ته د خُرما ونو دکرکېلي لارې چارې ښیي.
هلمند، فراه، کندهار، لغمان او ننګرهار د خُرما پالنې لپاره مناسب اقلیم لري.