سیګار: امریکا د جنګسالارانو ملاتړ کوي

0 134

د افغانستان د بیا رغاونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې اداره یا سیګار وايي، امریکا له مفسدو جنګسالارانو ملاتړ کوي او دا هغه څه دي چې د واشنګټن سټراټيژیکه موخه يې کمزورې کړې ده.

د یادې ادارې مشر جان ساپکو ویلي، امریکا له جنسګالارنو ملاتړ وکړ او همدا چاره ددې لامل شوه چې طالبان پیاوړي شي.

د امریکا څارونکې ادارې همداشان زیاته کړې، امریکا په راتلونکو ګامونو کې اړتیا لري چې لومړی باید د فساد پر وړاندې مبارزې ته پام وکړي.

د ساپکو په خبره،” ځینو مواردو کې ناټو ځواکونه افغانستان کې د جنګسالارانو شا نیسي، امریکا فکر کاوه یایې کوي له دوی ملاتړ به ګټه وکړي، خو دوی خپله فساد کې ښکېل دي او همدا ددې لامل شول چې طالبان ځواکمن شي.”

امریکا له نږدې دوو لسیزو راهېسې افغانستان کې حضور لري او د افغان جګړې لپاره يې میلیونونه ډالر لګولي دي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.